ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟

F
Farid ahmad mobariz
Author
Dec 10, 2022
3 years ago
1,347 views
ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟
ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟ یو شمیر کسان دا جمله تکراروي، (انسانیت ستر مذهب دی). پوښتنه دا ده: انسانیت څه ډول یو مذهب دی؟ د چا د خوا رامنځته سوی دی؟ کوم ابعاد لري؟ بل دا چي ددې مفکورې (انسانیت) د پلي کیدو تضمین د چا په غاړه دی؟ په لاندي کرښو کي لنډ بحث پر کوم. ډیر ځله ځيني مفاهيم په خورا خوږو جملو کي د غرب د خوا اسلامي اُمت ته ترزيق کیږي، چي په ښکاره ښه معنا ورکوي، مګر تر شا یې ددې لارې یو زهرجن فکر اُمت ته انتقاليږي، چي یو د هغو څخه یې همدا (Humanity Is Big Religion) یعني انسانیت ستر مذهب دی. د انسانیت مذهب مفکوره په ۱۶۴۸زیږدیز کال کي د کلیسا د استبداد او ظلم په عکس العمل کي رامنځته سوه. د کلیسا څخه د ډیرو کسانو سرکښي ددې سبب سوه، چي د خلګو په مذهبي اړخ کي خلا رامنځته سي، وروسته ددې خلا د ډکولو لپاره یوه حل لاره د طبيعي دین یعني انساني مذهب په نامه را وټوکید. په داسي حال کي چي دغه انساني مذهب تر اوسه هيچا نه دی پیژندلی او اصلاً په مشخص ډول تعريف سوی هم نه دی، چي څه ډول مذهب دی؟ کوم اصول لري؟ څه ډول عمل په ویي؟ او څرنګه د ژوند چاري په تنظيم سي؟ آیا همدا انسانیت دی چي نر د نر یا ښځه د ښځي سره په عام ډول واده کوي؟ که هغه انسانیت دی، چي لوڅ بدن په بازارونو کي ګرځي؟ آیا دا انسانیت دی، چي مور پر کوچنۍ اشتباه تحقیریږي؟ او که دا انسانیت دی، چي تر اولادونو کورنۍ سپی آرزښت ورته لري؟ دغه انسانیت هیڅ واحد تعریف نه لري، چي خلګ عمل ورباندي وکړي او نه هم تر شا یو مادي یا معنوي قوه لري، چي د نه پلي کولو په صورت کي مکافات او مجازات ورکړي. ددې هر څه سره سره بیا هم د انسانیت د مذهب په نامه کوښښ کيږي چي د اسلام او کفر تر منځ عقيدوي اختلاف د منځه یوسي. په هر څه کي باید عقیده شا ته سي او انسانیت ته لومړيتوب ورکړل سي. دوی هڅه کوي چي د خلګو پر خپلو عقایدو باور او ژمنتیا کمه کړي او دغه تګلاره د یو بديل په توګه وړاندي کړي. په داسي حال کي چي پرته د اسلام څخه اصلق انسانیت شتون نه لري او که څوک واقعي انسانيت پالي باید اسلام ومني، ځکه اسلام دی چي انسانانو ته د مال، ځان او ناموس د خوندیتوب روحیه ورکوي. اسلام دی چي د مشرانو احترام، پر کشرانو شفقت او پر حیوانانو ترحم ته خلګ را بولي. اسلام دی چي خلګ دې هڅوي، تر څو خپل مال د نورو سره شریک کړي او صدقه وکړي. دا انسانيت چي څه ځان ته خوښوې، باید نورو ته يې هم خوښ کړې او څه چي ځان ته نه خوښوې، باید نورو ته يې هم خوښ نه کړې، چا را ښوولی دی؟ دا انسانیت چي د مور او پلار تر پښو لاندي ستاسو بریا ده، موږ ته چا ښوولی دی؟ چي د یتیم پر سر د شفقت لاس تیرول د کوم مذهب اصل دی؟ الله سبحانه و تعالی فرمایي: او وي دی (تل) له تاسي یوه ډله چي بولي (خلګ) په طرف د خیر او امر (حکم) کوي (خلګو ته) په معروف (نیکۍ) سره او منع کوي (خلګ) له منکر (بدی) څخه او دغه (کسان) هم دوی دي په مراد رسیدلي. (سورت العمران - آیت ۱۰۴) په دې معنا چي اسلام تر ټولو غوره تګلاره ده او مسلمانان تر ټولو غوره انسانان دي. نو ویلای سو: د «انسانیت ستر مذهب دی» مفکوره هم د نورو نیمګړو بشري مفکورو په څیر د انسانانو ستونزي نه سي حلولای. یوازي اسلام دی چي انسانیت ته په تر ټولو ستر آرزښت قایل دی او د انساني کرامت ژغورل یې د اسلامي عقیدې او نظام په رڼا کي تضمين کړي دي. لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)

Related Articles

Jul 15, 2021
3,842 views

شېخ چلي څوک و؟

په پښتنو کې دشیخ چلي نوم ډیر مشهور دی ، خو ډیر پښتانه په د ې نه پوهیږي ي چې شیخ چلي څوک و او د کوم ځای و. همداراز په پښتنو کې د شیخ چلي کیسې او ټوکې او لطیفې هم ډیرې مشهوري دي. اوس به راشو چې شیخ چلي څوک و. دی په اصل کې هندوستانی صوفی او درویش و چې...

Feb 03, 2022
2,365 views

څنګه خوشحاله ژوند لرلای شو؟

لیکنه: شکېبا نادري څنګه خوشحاله ژوند لرلای شو؟   ټول انسانان په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو پیاوړی کسان هغه دي، چې د ژوند له ستونزو سره مبارزه وکړي، له لوېدلو څخه وروسته بیا راپورته شي او د خپلې موخې لپاره وجنګېږي، هېڅکله خپلو هیلو ته ل...

Dec 18, 2021
1,993 views

ژوند او ځانګړتیاوې یې

لیکنه ـ وړانګه اکبر   ژوند څه دی؟   له یوې خوا دا پوښتنه ډېره ساده ښکاري؛ خو له بلې خوا له معما څخه کمه نه ده. کله ـ کله موږ داسې انګېرو چې که ژوند ته کوم تعریف ورنکړو هم کولای شو له مرګ څخه یې توپیر (بېل) کړو. لکه په ډېرې سادګۍ سره ویلای شو، چې ژو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,239 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,423 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...