د کېلې روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 07, 2020
5 years ago
2,343 views
د کېلې روغتيايي ګټې

کېله په نړۍ کې یو له ډېرو مصرفېدونکو مېوو څخه ده. لوی صادروونکي هېوادونه یې هندوستان او چین دي. د کېلې د ګټو په اړه زیاتې څېړنې شوي دي. ددې مېوې د روغتيايي ګټو په اړه د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، چې هره ورځ د یوې کیلې خوړل د وينې د کمښت، فشار (سټريس) او بې خوبۍ ستونزه په کافي اندازه را کموي او یا یې هم له منځه وړي.
 که تاسو د ډېر وزن ستونزه ولرئ بیا هم کولای شئ په مناسبه اندازه کېله وخورئ، د کېلې خوړل مو نه یوازې وزن نه ډېروي بلکې نور هم راکموي.
 کېله د بې خوبۍ لپاره هم ښه درمل دي. د کېلې دا خاصيت د Tryptophan له کبله دی. ترېپتوپان د ملاتونين هورمون په جوړولو کې مرسته کوي، چې دا د آرامۍ سبب کېږي او خوب منظموي. نو کولای شئ له خوب وړاندې د بې خوبۍ د ګولې پر ځای یوه کېله وخورئ.
 که له ورزش سره ـ سره بیا هم د بدن د غړو وده مو سمه نه ده او یا هم د بدن په بندونو کې د درد احساس کوئ نو تاسو به کافي اندازه مګنېزیم نه دي ترلاسه کړي. ددې ستونزې د حل لپاره خپل غذايي رژيم کې کېلې ته خاص ځای ورکړئ، ځکه چې کېله د مګنېزیم له بډايه سرچينو څخه ده.
 که تاسو ليدلي وي د ورزش ډېری لوبغاړي کېله خوري. د ځغاستې د سیالۍ لوبغاړي آن د ځغاستې پر مهال هم دغه مېوه خوري. دا مېوه په کافي اندازه ګلوکوز لري چې انسان ته ډېره انرژي ورکوي. نو که تاسو د سستۍ او لټۍ احساس کوئ ممکن انرژي و نه لرئ. د فعال او چالاک اوسېدو لپاره د کيلې خوړل ګټور دي.
 کېله مو د بدن دفاعي ځواک پياوړی کوي. دا مېوه د بېلابېلو وېټامينونو، کاروتنوئيد carotenoids، بېتاکاروټين beta-caroten او آلفا کاروټين څخه ډکه ده. که تاسو غواړئ ژر ناروغ نه شئ او د بدن دفاعي سیستم مو پياوړی وي نو د کېلې خوړل مه هېروئ. 
 همدارنګه دلفینیدین Delphinidin د تومور ضد هغه انتي اکسیدان دی، چې په کېله کې شته. ډیلفینیدین په بدن کې د سرطاني سلولونو د ودې مخه نيسي. نو د سرطان پر وړاندې د وقايې لپاره هم کولای شئ له کېلې ګټه پوره کړئ.
 هېره دې نه وي، چې د کيلې ترڅنګ ددې مېوې پوټکی بې ګټې نه دی. د غاښونو د سپين والي او د پوستکي د صفا والي لپاره ترې ګټه اخیستلی شئ. 

Related Articles

Jan 09, 2021
4,533 views

په دې کړنو سره خپل هاضمي سيستم سالم وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د هاضمي سیستم فعالیت ته په پام سره هېڅوک ددې دستګاه پر اهميت سترګې نه شي پټولی. د بدن د نورو اکثرو برخو روغتيا د معدې او د هاضمۍ سیستم له روغتيا سره تړلې ده. یعنې که تاسو د معدې تکلیف پيدا کړئ نو لرې نه ده، چې په ډېرې چټکۍ سره پر...

Dec 28, 2021
2,549 views

هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي

لیکنه: شکېبا نادري هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدلو لامل کېږي   موبایل د نړېوالو د پرمختګ تر ټولو اسانه لار ده، اوس مهال د نړۍ په هره برخه کې خلک له بېلابېلو ځیرک موبایلونو څخه د خپلو ورځنیو او کاري ستونزو د حل لپاره ګټه اخلي، خو ځینې کسان...

Jan 04, 2022
3,221 views

مختلفې کلیزې څنګه رامنځته شوي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   موږ او تاسو د مطالعې په جریان کې د کلیزو له بېلابېلو ډولونو سره مخ کېږو. شمسي، میلادي او قمري یې تر نورو مشهورې دي. په اوس وخت کې بیا اکثرا له میلادي تقویم څخه ګټه اخیستل کېږي او په یوه نړېوال سټنډرډ بدل شوی. په هر حال؛ په دې ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,012 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,211 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,216 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...