ھائيکو نما نظم- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

M
Muhammad ilyas
Author
Jan 11, 2023
3 years ago
1,165 views
ھائيکو نما نظم-  ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

 

ھائيکو نما نظم يا نظميه هائيکو 
هسې خو په پښتو شاعرۍ کښې بلها قسمه نظمونه ليکلے شوي دي خو زما په خيال د ھائيکو په رنګ نظم پکښې تر اوسه چا نه دے ليکلے. ما غوښته چې په دغه اړه کار اوشي. او  بيا زه په خپل کوشش کښې کامياب شوم او ھائيکو نما نظم مې په ۳ مئ ۲۰۱۰ کښې په بحيره عرب کښې هغه‌ وخت  اوليکلو کله چې ما په جھاز باندې نوکري کوله -  او د خيره اوس  زما د شاعرۍپه دويم کتاب کښې په کال ۲۰۲۲ کښې چاپ هم شو- 
  هيله لرم چې زمونږ ځلمي او د‌ راتلونکي  دور شاعران به په دغه اړه نور  کار هم اوکړې .  او د پښتو ادب دغه نوے قسمه نظم به په خپله شاعرئ کښې استعمال کړي. 

مسلسل هائيکو ما په خپل اولني کتاب شور مي د قلم په ژبه راوله کښې په کال ۲۰۰۸ کښې هم چاپ ده


دغه هائيکو نما نظمونه يا نظميه هائيکوګاني څه داسې دي


۱- (هائيکو نما نظم )


نه راځي په بېرته تېر ساعت  د ژوند
تا پکښې پردۍ ټپې  وئيلې به
ځان ته چې د ‌ځان د وېنا وخت ؤ نو

قصه مې د ويجاړ ګلشن  راخستې ده
پريږدئ چې جذبې ځوانې راپارې کړم
ټپه شوم  يه قربان د وينا وخت ؤ نو

داسې د‌  غفلت  ژوندون  مې نه  لګي
څنګ مې د‌  دنيا  کاروبار کړے  وے
جمات کښې د اذان د وينا وخت ؤ نو

چا وے چې ضمير د  دۀ  اودۀ  دے لا
الياس به  د  خوارانو اواز  پورته کړو
خان ته چې د‌ خان د وينا وخت ؤ نو
۱۳ مئ ۲۰۱۰ بحيره عرب
        
۲- ھائيکو نما نظم 
زمونږ اصلي دشمنان  دا خلق دي
څوک چې ډالر اخلي پښتون وژني
نو خدايه  د‌ هغو  وزرې  اوسيزه

هسې دعوے د‌ مسيحا کوي خو
مونږ له په ګرانۍ ئې څرمن اوويسته
خدايه  لږ  د دو وزرې اوسيزه

زمکه ئې پرېښودې په هوا ګرځي
ستا په شانې زه هم ورته قار يمه
خدايه ‌ د‌ ميږو وزرې اوسيزه

ورکه دې شي دغه ستړي خؤشي ده
درد‌ چې د‌اولس پکښې بيان نه شي
خدايه  د‌  زبيرګو  وزرې    اوسيزه

راغونډ‌ چې د پښتون په بربادۍ شي نو
زه ئې  په  الوت  خوشحاله  نه   يمه
خدايه   د‌   جرګو   وزرې   اوسيزه

ليک - محمد الياس 

 

Related Articles

Apr 20, 2022
2,878 views

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

لیکنه: مِهر تاج   د زکات حکم زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی. د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي: څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي: ۱_ اسلام؛ يعني زکات...

Oct 31, 2021
2,225 views

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځايونه

 لیکنه: شکېبانادري، د نړۍ اووه حیرانوونکي ځايونه   وروستۍ برخه لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې موږ په تېرو لیکنو کې د نړۍ د اوو حیرانونکو ځایونو په اړه معلومات وړاندې کړل لکه، د چین دېوال، تاج محل، د پېټرا ښار او داسې نور، خو په دې لیکنې کې د مسې...

Nov 28, 2020
4,540 views

کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

کېدای شي د ډېرو خلکو په څېر له تاسو سره هم دا پوښتنه وي، چې د سترګو نظر څنګه پياوړی کېږي؟ او کوم خواړه باید وخورو؟ د سترګو د دید (نظر) له پياوړتيا سره د خوړو اړیکه واضحه ده. تاسو کولای شئ له هغو خوړو ګټه واخلئ، چې له ویټامينونو څخه ډک وي. همدارنګه د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...