To start downloading books

Please sign in or create an account.

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

لیکنه: مِهر تاج  

د زکات حکم

زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی. د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي:

څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي:

۱_ اسلام؛ يعني زکات ورکونکی به مسلمان وي.

‌۲_ حریت؛ يعني زکات ورکونکی به غلام نه وي.

۳_ عقل؛ ليونی به نه وي.

۴_ بلوغ؛ نابالغ به نه وي.

 څلور شرطونه په مال پورې اړه لري او هغه په دې ډول دي:

۱- د پوره نامي (زیاتیدونکي) نصاب مالک به وي، چې د سره زرو نصاب شل مثقاله، د سپينو زرو دوه سوه درهمه او تجارتي شيان چې قيمت يې دوه سوه درهمو ته رسيږي، دی. دا چې شل مثقال سره زر او دوه سوه درهم سپېن زر څومره وزن کيږي؟ د مولانا عبدالحی رحمه الله له څېړنې سره سم دوه سوه درهمه شپږدېرش تولې او پنځه نيمې ماشې کيږي چې شل مثقاله سره زر، پنځه تولې او يوه نیمه ماشه کيږي.

د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله د تحقیق موافق: دوه سوه درهمه، دوه پنځوس تولې او شپږ ماشې کیږي چې شل مثقاله سره زر، اوو تولې او شپږ ماشې کيږي. مفتي شفيع رحمه الله همدا قول غوره کړی دی او همدا اوس معمول هم دی.

 ۲- حولان حول شرط دی، يعني کال تېريدل.

۳- د زکات د وجوب سبب دا دی چې مال به له قرض ازاد وي.

۴- مال به حلال وي. 

زکات به چاته ورکول کيږي؟

الله تعالی يې په هکله فرمایي: ژباړه: دا صدقې خو په اصل کښي د فقيرانو او مسكينانو لپاره دي، او د هغو خلكو لپاره دي چي د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چې زړونه يې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو د ازادولو او د پوروړو د مرستې لپاره د خداى په لار کښي او په مسافر پالنه کې د استعمالولو لپاره دي. د الله له لوري يوه فريضه ده؛ او الله په هر څه پوهېدونكى او د حكمت څښتن دى. [سُوۡرَةُ التّوبَة : 60] 

په پورته ایت کریمه کې اته ډوله کسان ذکر شوې دي، چې د ايت تفسیر يې په دې ډول ذکر کوو :

لکه څرنګه چې د صدقو په ویش کې په نبي کریم ص طعن شوی ؤ، نو ځکه خبرداری ورکوي، چې د صدقو طریقه د الله تعالی له جانبه مقرره شوې ده او پاک الله ج د صدقو د لګښت ځایونه ټاکلي (مقرر) کړي او د هغې فهرست یې نبي کریم ص په لاس ورکړی دی چې له هغې سره یې سم ویشي او د هېچا د غوښتنې تابع نشي کیدی.

په حدیث کې رسوالله ص فرمایلي دي: الله ج د صدقو (زکات) د ویش اختیار نبي ته نه دی پریښی بلکې بالذات یې پخپله د هغه د لګښت ځایونه ټاکلي دي چې عبارت دي له:

۱- فقیرانو ته: چې له دوی سره هېڅ شی نه وي.

۲- مساکین: چې دوی سره په اندازه د دوی د حاجت څه نه وي، یعني مسکینان نسبت فقراو ته لږ څه لري، خو فقیر هېڅ هم نه لري، دا یې فرق دی.

۳- عاملین: هغه څوک چې د اسلامي حکومت له لورې د صدقو په راغونډولو مقرر شوې یا مامور وي.

۴- مؤلفة القلوب: هغه کسان چې دوی د اسلام راوړلو هیله مند کېږي، یعني کافر وي، خو زړه یې اسلام ته مایله وي. ((دا حکم اوس نشته دا د نبي کریم ص د وفات سره له منځه تللی دی.))

۵- فی الرقاب: مریان، د دوی اخیستل او ازادول، چې دا هم «اوس نشته»

۶- غارمین: قرضداران، یا هغه کسان چې په دوی کومه حادثه راغلي وي.

۷- فی سبیل الله: د الله په لاره کې په جهاد یا نورو ښو کارونو پسې تلل.

۸- ابن السبیل: هغو مسافرو سره مرسته کول، چې د سفر په حالت کې د نصابو مالک نه وي. د حنفاوو په نزد تملیک په هر صورت کې ضروري او فقر شرط دی. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د فقهي کتابونه کتلی شئ! دا یې اړمن او مستحق کسان شول. 

چاته باید ورنه کړل شي؟

ـ زمونږ هدف باید د الله ج رضا وي، ځکه کله چې مونږ د ریا، شر او فساد نه خلاص شو، نو هله کولای شو صدقه اړمنو کسانو ته ورسوو.

ـ بل صدقه یا فطر د دستور مطابق یوازې د کلي مسجد یا امام ته ورنه کړلی شی.

- اصل یې فرعې او فرعه یې اصل ته نشي ورکولی، یعني والدین بچو او بچي یې مور و پلار ته نشي ورکولای، همدا راز چې ترمنځ یې د زوجیت خپلوي وي، يعني ميړه يې ميرمن او مېرمن يې ميړه ته نشي ورکولای؛ ځکه په دوی نفقه واجب ده او حق یې ورسره دی. خویندې یې وروڼو او وروڼه یې خویندو ته ورکولی شي چې فقیر و مسکین وي!

سرسايه/ صدقه فطر

د زکات او د سرسايې د نصاب ترمنځ همدومره توپير دی چې د زکات نصاب کې مال "نامي" کيدل شرط دي او سرسايه کې دا شرط نشته. سرسايه په چا واجبه ده؟

۱- هغو بالغانو باندې چې د نصاب مالکان وي.

۲- هغو نابالغانو باندي چې د نصاب مالکان وي.

۳- هغو نابالغانو باندې چې پلرونه يې د نصاب مالکان وي، د پلرونو له ماله به يې سرسايه ورکول کيږي. 

د سرسايې د غنمو اندازه تقریبا دوه کیلو راځي.

- سرسايه د امام د امامتۍ په اجرت کې ورکول ناجائز دي.

ـ د ميرمن سرسايه په ميړه نده واجبه. که ميرمن د نصاب مالکه وه، له خپل ماله به سرسايه ورکوي او که نه وه، بيا پرې واجبه نده.

ـ که زامن له پلار سره شریک وي او د کاروبار ګټه یې پلار اخلي، نو په پلار يې واجبه ده چې د زامنو لخوا سرسايه ورکړي.

خیرات

که نفلي وي او که واجب وي دواړو کې د زکات په څېر تمليک شرط ده. نفلي خیرات مالدار او غريب دواړه خوړای شي، خو غوره ده چې غريب ته ورکړل شي. واجب خیرات يوازې غريب خوړای شي. 

څرنګه کولای شو، دغه اړمن خلک پیدا او په شفافه توګه یې ور ورسوو؟

اول - خپلو خپلوانو ته به ورکو کیږي.

دویم - ګاونډیانو ته به ورکول کیږي.

دریم - کلی کور (قریه وغیره) کې به ورکول کېږي.

څلورم - یتیمانو ته هم ورکول کیدای شي، خو د یتیمانو اولیاؤ ته به ورکول کیږي، یعنې د هغه چا په غاړه چې د دوی نفقه او پالنه وي! خو بهتر یې همدا حاجتمند یا اړمن خلک دي چې باید ورکړل شي!  

سوال پیدا کېږي چې که چیرته څوک له هیواده بهر وي، چې هلته د زکات هیڅ مستحق نه وي، نو بیا به څه کوي؟

ځواب: د باوري شخص په لاس اړمنو ته لیږلی شي، یا هم که خپله ورته معلوم وي هم ورته مشخص کولای یې شي، چې هماغوی تسلیم شي؟  

ـ په خیریه ټولنو باور او ډاد لرلی شو چې دا مرستې ورسوي؟

که چیرته اسلامي ټولنې وي، نو هو، دوی د هر څه لپاره جدا جدا اکونټونه لري، لکه د کونډو یتیمانو لپاره جدا اکونټ، د مساجدو لپاره جدا، د فقرا و مسکنانو لپاره جدا او دیته ورته د استراري کومکونو وغیره لپاره جدا جدا اکونټونه او بودیجې لري او باور پرې کیدلی شي. 

څو مسئلې

۱- د غريب د واده لپاره زکات ورکول صحيح دي، خو د نصاب تر کچې ورکړه مکروه ده.

۲- په قرض ورکړل شويو روپيو کې هم زکات واجب دی، خو هغه وخت چې ترلاسه يې کړي.

۳- د زکات په مال کې تازه نرخ ته کتل کيږي، يعنې یو شی يې په لس اخیستی اوس په شل دی، همدا شل به معتبرولی شي.

‌۴- چاته چې د ویش لپاره د زکات مال ورکړل شي، هغه یې خپلې میرمنې ته ورکولی شي.

۵- خواښې ته یې ورکول سم دی.

۶- د جومات امام ته د امامتۍ بدل کې زکات ورکول نه صحیح کېږي؛ ځکه زکات کې پرته له بدله تمليک شرط دی.

۷- د دوکان په مالکيت کې زکات نشته، بلکې کرايه یې چې نصاب ته رسيږي، هغه کې زکات ده.

۸- د زکات را ټولونکی د لارې خرڅ د زکات له روپيو اخیستل کیدای شي.

۹- که چاته يې زکات په دې فکر ور کړ چې دی د زکات وړ دی، خو وروسته څرګنده شوه چې نوموړی یې وړ ندی، زکات يې شوی، ترې واپس کول يې ضروري ندي. ۱۰- د زکات مال مهتمم او یا د مدرسې استاد ته په تنخواه کې ورکول نا جائز دي.

Related Articles

بریالي انسانان دا ځانګړنې لري

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که د بریا او ناکامۍ هر اړخیزه مطالعه وشي دې پایلې ته رسېږو، چې ځينې عادتونه ددې سبب کېږي چې بعضي خلک تر نورو مخکې شي، ځانته ښه ژوند برابر کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. شاید تاسو فکر وکړئ، چې دا خو ډېر کوچني/عادي کارونه دي؛ خو په حقیقت کې همدا عادي خويونه تاسو له نورو بېلوي او د بریا تر لوړو پوړیو مو رسوي. یو عالم وايي: "هغوی چې...

!د ژوند مهارتونو زده کړه لازمې ده

!د ژوند مهارتونو زده کړه لازمې ده عمران اختر د ژوند مهارتونه د وړتیاوو یوه ټولګه ده چې افرادو ته په ورځني ژوند کې د ننګونو، غوښتنو، فعالیتونو او مختلفو حالاتو کې باور رامنیځته کوي. دا مهارتونه د ژوند په مختلفو برخو کې د شخصي پرمختګ، هوساینې او بریالیتوب، کار، اړیکو، او په ټولیز ډول ځان بسیا کول لپاره اړین دي. د ژوند مهارتونه عموما د زده کړې، تمری...

Emancipation of Muslim Women in the Soviet Union

Shamsuddin AminCentral Asian Studies InstituteDecember 2021Bishkek, Kyrgyzstan Emancipation of Muslim Women in the Soviet Union The Bolshevik revolution of 1917 had fundamental impacts on the socio-economic status of the Central Asian people. One of the main changes the people of Central Asia experienced was the so-called emancipation of women. I...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...