To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 4,336
زه څنګه مطالعه کوم

زه څنګه مطالعه کوم

که مو د مطالعې چل زده نه وي له ما يې زده کړئ، د خپلې مطالعې د پيل کلونه مې په ياد دي؛ له کتاب سره به هېڅ نه بلدېدم، عنوان ته به مې یې چې وکتل لکه لوستی مې چې وي او ټکی په ټکی مې ياد وي. بس زړه به مې په کتاب نه کېناست.

خو اوس داسې نه ده؛ دا سمه ده چې له کتاب سره ستړی کېږم، خوند نه راکوي او کله کله ځان ترې غړوم، ځکه ځینې کتابونه شته چې په هېڅ ډول يې سړی نه شي لوستی او تر لوستلو يې نه لوستل غوره دي، خو دا معلومات هغه وخت درته کېږي چې تر دې وړاندې مو ښه ډېر کتابونه لوستي ‌وي، نو بیا کولای شئ ارزښت لرونکی کتاب وپېژنئ.

اووه اته کاله کېږي پرله پسې او منظمه مطالعه کوم، اوس نه يوازې دا چې له کتاب هېڅ نه ستړی کېږم بلکې له مطالعې او معلوماتو يې خوند اخلم او دا چې که کومه ‌ورځ مې کتاب نه وي لوستی يو ډول د ناارامۍ احساس کوم او داسې وم لکه کوم اړين کار مې چې نيمګړی پرېښی وي.

اوس مې خپل بستر، کاري چاپېريال او استوګنځی ټول داسې تنظيم کړي چې د کتاب اسانتيا پکې ضرور شته، هره لحظه چې مې زړه وغواړي کتاب لوستی شم او له مطالعې خوند اخيستی شم. ان تر دې چې ګرځنده مبایل مې هم له سلګونو ټوکه سافټ کتابونو ډک کړی.

پخوا مې هر ډول کتابونه لوستل او ډېر مې هغه کتابونه لوستل چې بل چا به يې ښېګڼې راته بيان کړې، یا به يې راته ډالۍ کړ، خو اوس هر ډول کتاب نه لولم. لومړی د کتاب عنوان ته تر ځنډه تم کېږم، څوک چې ډېره مطالعه وکړي؛ ښه کتاب له عنوان څخه معلوموی شي. بيا يې د لړليک عنوانونه ښه په غور ګورم چې د کتاب نيمايي موخه او منځ پانګه دلته معلومولای شو.

کتاب مې چې خوښ شي لومړی يې سريزه خامخا لولم بیا د ټول کتاب مطالعې ته ځانګړی وخت په پام کې نیسم او په دې خو به مې لا له وړاندې غور کړی وي؛ چې ولې دغه کتاب لولم؟

د کتاب د مطالعې له پيل سره سم، په عنوان کې ور ننه وزم، مخ کې تر دې چې په بيړه د عنوان توضیح ته لاړ شم، تر ځنډه پورې بايد عنوان له ځان سره تحلیل او تجزیه کړم او خپل اخځ بايد ترې ولرم.

چې څنګه مې د عنوان په لوستلو پيل وکړ، نور د مطالعې د لومړیو کلونو غوندې د کتاب پاڼو ته حساب نه کوم چې څو پاڼې مې ولوستې. له هرې جملې او پاراګراف سره د موضوع اړوند انځورونه ذهن ته راولم؛ په کومه کرښه او پاراګراف چې پوه نه شم، په بیا بیا يې لولم، که بیا مې هم مطلب ترې وانه شو خيستی نو پنسل خو به د مطالعې پر وخت خامخا راسره وي، ګونګې کرښې نښه کوم، په اړه يې له ملګرو او استادانو مرسته غواړم.

دا چې کتاب مې تر پوره غور وروسته د مطالعې لپاره ټاکلی نو هېڅ کله يې په نيمايي کې نه پرېږدم.

د هر عنوان په پای کې کتاب بندوم او نښه پکې پرېږدم؛ په لوستل شوي عنوان د پنځو شپږو دقيقو لپاره له ځان سره فکر کوم، تحلیل او تجزیه کوم يې، که يې اړتیا وه عنوان بېرته له سره مطالعه کوم.

د کتاب په پای کې چې مطالعې به يې خامخا څو ورځې نيولې وي، ټول کتاب ارزوم او د يوې ليکنې په ترڅ کې يې په اړه خپلې اخیستنې کاږم او غورچاڼ ترې چمتو کوم.

که تاسو هم مطالعه کوئ خو له خپلې مطالعې څخه ناخوښ وئ، نو له سلګونو کتابونو لوستلو وروسته به مو دا ستونزه حل شي، پر کتابونو به مین شئ او له کتاب پرته ژوند به مو ستړی او سرګردانه وي.

دا خبره هر ځای کې کوم؛ کومه کوټه کې چې کتاب نه وي لکه کړکۍ يې چې نه وي، بې کتابتونه کور تیاره دی او په کوم ښار کې چې کتابتون نه وي لکه بې روحه جسد چې ولاړ وي، نو تاسې خپلو کوټو ته د کتابونو کړکۍ ور پرې کړئ او په بې روحه ښارونو کې د کتابتونونو په جوړولو سره ساه ګانې وچلوئ.

د ژوند د مثبت بدلون له پاره کتابونه مطالعه کړئ، څو مو سترګې رڼې او د خدای تعالی هستۍ په غړېدلو سترګو ووینئ!

د ښې مطالعې د حوصلې په هيله مو

د ۱۳۹۹لمريز کال د وږي ۱۱مه

کابل، افغانستان

Related Articles

په ټولینزو رسنیو کې شخصي مسایلو د بیان اغیزې او پایلې 

په ټولینزو رسنیو کې شخصي مسایلو د بیان اغیزې او پایلې  عمران اختر   د شخصي مسایلو بیان د ټولنیزو شبکو په مختلفو پلیټ فارمونو کې د انفرادي یا شخصي مسلو شریکولو او بحث بالخصوص په افغاني ټولنه کې ډيره جدي مسله ده. هره ټولنه جلا جلا کلتور او فرهنګ لري اما په افغاني ټولنه کې داسې کړنې کول چې د افغاني ټولني سره هیڅ مطابقت نلري، معلومه خبره ده چې ددې اع...

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم. بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس څخه راووتم ونه ولاړه،ځنځیر پروت او بایسکیل پر ځای نه وه هک پک شوم چې دا څه راوشوه همداسې کورته راغلم...

رسانه ها در بُعد منفي

رسانه ها در بُعد منفي مصطفی عمرزی تامل بر اين نكته را لازم مي دانم كه طي 9 سال حكومت رييس جمهور حامد كرزي، با آزاد گذاشتن مهار سخنسرايي كه به بهانه ي آزادي فكر و انديشه، بیشتر از سوي خارجيان، بيش از حد تحميل شد و رسانه ها با انحصار آن، نه تنها نتوانستند حق ملت را ادا كنند، بل به بهانه ي آن، بدترين ستيز قومي و زباني را دامن زدند و با رویکرد بازاري...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...