ډیجیټلي ځمکه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 21, 2023
2 years ago
1,522 views
ډیجیټلي ځمکه

ډیجیټلي ځمکه:
ایا فکر مو کړی چې یوه ورځ به ډیجیټلي ځمکه جوړه شي؟ که مو نه وي کړی، اوس یې واورئ. اروپايي اتحادیه پلان لري تر ۲۰۳۰ پورې د ځمکې د اوسنیو پېچلتیاو په شمول د هغې ډیجیټلي غبرګونې یا Earth digital twin جوړه کړي.
د ځمکې ډیجیټل کره لومړی ځل ما په ۲۰۰۳/۲۰۰۴ کال کې ولیده چې کميپوټر نوی افغانستان ته راغلی و. خدای بښلي وحیدالله هغه مهال Google Earth، چې سافټوېر وېرژن یې و، په کمپیوټر کې انسټال درلود. همصنفي مو چې دا سیسټم ولید تر حیرانتیا وروسته یې د چيلي پایتخت وپوښت څو معلومه کړي چې ایا Google Earth صحیح ځواب ویلی شي او که نه؟ هغه مهال په افغانستان کې انټرنټ نه و. Google Earth د ځمکې کره تاو او په سانټیاګو یې Zoom  کړه. د ټيټ ریزولوشن سټلایت انځور څخه جوړه نقشه یې هم وښوده. 
دا نو د ځمکې لومړنۍ ډیجیټل بڼه وه، خو په تېرو دوه لسیزو کې د Google Earth او نورو سیسټمونو جزیات بیخي ډېر لوړ شول. د هوا حالاتو سیسټمونه هم د ځمکې ډیجیټل بڼه لري په هغه کې د هوا حرکت څاري او وړاندوینې کوي. دا چې دا سیسټمونه تیار شته او عملا کار کوي. اروپايي اتحادیه هم غواړي له همدې ځایه کار پیل کړي. دې سیسټمو ته د نورو برخو جزیات په ترتیب ور اضافه کوي څو بشپړ شي. 
پلان دا دی چې په ۲۰۲۴ کې د ډیجیټل ځمکې هسته جوړه شي وروسته بیا تر ۲۰۲۷ پورې پرمختګ ورکړي او په ۲۰۳۰ کې به بشپړه شي.
د دې کار هدف دا دی چې په ډیجيټل ځمکه بېلا بېلې تجربې وکړي او د هغو اغېزې وارزوي. د دې لپاره چې تجربوي ماډلونه کره ځواب ورکړي د ځمکې ټولو جزیاتو ته اړټیا ده څو سیسټم ته ور وپېژندل شي. وروسته له هغې به د بېلا بېلو سناریوګانو تجربې پرې عملي کېږي. او بیا به د هغو د پایلو د تحلیل پر بنسټ تصمیم نیول.
دا مې په لنډ ډول ولیکل. په واقیعت کې دا سیسټم ډېر پېچلی دی. د شرم ځای دا دی چې مونږ زده کړې تر امر ثاني ځنډولې، خو دوی ته بیا اخطارونه هم ورکوو.
شاعر وايي: زما لویه ګڼاه دا ده چې ناپوه یم!
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

Jul 27, 2022
2,181 views

د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

ژباړه - ریاض مقامزی  شفتالو یو له هغو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پخېږي او بازار ته عرضه کېږي. دا مېوه د ښه خوند تر څنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري‌. د زړه، جسمي او نورو التهابي ناروغیو پر وړاندې د مقابلې لپاره یو ښه ډال بللای شو. موږ په دې لیکنه...

Jul 15, 2020
4,938 views

تالنده او برېښنا چيشي ده؟

د تالندې (تندر) او برېښنا په هكله چې د انسانانو د پوهې تاريخ راوڅېړو، د بېلابېلو په زړه پورو افسانو او خرافاتي باورونو سره مخامخ كيږو. لرغوني يونانيانو باور درلود چې برېښنا د دوى د خدايانو د خداى ”زيوس” اسلحه ده او تالنده يې د قهر ناره ده. نو هر ځاى...

May 29, 2021
3,547 views

د ځمکني توت لس روغتيايي ګټې

  ځمکنی توت چې په فارسي کې یې توت زميني بولي، یو له ډېرو خوندورو مېوو څخه دی، چې په نړۍ کې ګڼ شمېر مینه وال لري. په اوس وخت کې افغانان یې هم کرنې ته خاصه پاملرنه کوي. په دې لیکنه کې ددې مېوې پر ګټو پوه شئ.   د ځمکني توت روغتيايي ګتې ددې مېوې له...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,646 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,965 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...