مصنوعي ځيرکتيا ChatGPT

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 27, 2023
2 years ago
1,450 views
مصنوعي ځيرکتيا ChatGPT

لړۍ: مصنوعي ځيرکتيا 
څنګه د اکاډيميکې ليکنې لپاره ChatGPT وکاروو!؟ 

لاندې معلومات د Win Scholarship پاڼې د همکار دوکتور عبيدالله وردگ له لوري راټول او ترتيب شوي دي؛ نوموړی به د بېلابېلو اپليکېشنونو د استعمال په هکله معلوماتي ليکنې را سره شريکوي‌ چې څه ډول دا اپليکېشنونه د ليکنو او زده کړو لپاره په مناسب ډول وکاروو. 

د مصنوعي ځیرکتیا یا AI په مرسته د رامنځته شویو سیستمونو او اپلیکېشنونو په استعمال کې ځینې خلک زړه نا زړه وي چې دا د خپلو ورځنیو چارو لپاره وکاروي او کنه؛ دا طبیعي خبره ده چې له هرې نوې پدیدې او خصوصاً ټکنالوژي سره په پیل کې همدا ډول چلند کېږي، کلونه وړاندې چې کله د حساب ماشین رامنځته شو نو د ریاضي استادانو یې د نه استعمال لپاره لاریون وکړ او غوښتنه یې کړله چې باید د دې استعمال محدود شي ځکه چې زده کوونکي به د ریاضي له علم مخ واړوي. 
 
اوس هم د ChatGPT او د مصنوعي ځيرکتیا د نورو ټولو اپلیکېشنونو په هکله تقریباً همدا ذهنیت حاکم دی. 

خو لکه د ماشین حساب څخه پیل بیا تر نن پورې چې د نورې ټکنالوژي څخه خلاصون نه ؤ نو له ChatGPT او دې ته ورته اپلیکېشنونو هم خلاصون نشته دی، ښه خبره دا ده چې راځئ دا وکاروو او له سمې کارونې سره یې ځانونه بلد کړو. 

نن به پدې لیکنه کې د ChatGPT په کارولو څه ځان پوه کړو چې نورو برخو کې به د نورو اپلیکېشنونو په هکله هم معلومات خپاره کړو. 

د ChatGPT  له استعمال سره لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ: 

• د ChatGPT  له استعمال څخه وېره او تشویش مه لرئ، سم استعمال یې ستاسو د لیکلو مهارت ته کوم زیان نه رسوي. 

• د ChatGPT   څخه د محتوا د تولید لپاره کار مه اخلئ؛ ستاسو له لوري د تولید شوې محتوا سټرکچر او جوړښت وریاندې منظم او برابر کړئ. 

• هر څه چې لیکئ لومړی یې له ChatGPT   څخه پرته ولیکئ او وروسته یې د اصلاح او جوړښت لپاره د ChatGPT  څخه کار واخلئ. 

• د ChatGPT  په مرسته هر اصلاح شوی متن یو ځل بیا تر نظر تېر کړئ او ستاسو له هدف سره سم یې اصلاح کړئ. 

• ستاسو ذهنیت باید داسې جوړ وي چې ChatGPT  ستاسو سره د یو همکار په ډول مرسته کولای شي اما وروستی تصمیم به تاسو خپله نیسئ. 

• تاسو له ChatGPT  يواځې پوښتنې مه کړئ بلکې هغه ته روزنه او تمرین ورکړئ، یعنې کله چې ترې پوښتنه کړئ بېرته یې ورته اصلاح کړئ او د پوښتنو لپاره مو مشخص جهت وټاکئ، د بېلګې په ډول زه ترې ډېری پوښتنې د ریاضي او د ریاضیاتو د تطبیقاتو په هکله کړم نو د ځوابونو طرز او په عامه اصطلاح په ځوابونو کې یې  پورته برخو خواته میلان ډېر وي. 

اوس راځو دې ته چې څنګه د ChatGPT  په مرسته لیکل اصلاح او ښه کړو؟ 

تر هر څه وړاندې باید پوه شو چې ChatGPT  یواځې یو سیستم دی چې د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته کار کوي نو د هرې پوښتنې د مطرح کولو لپاره ورته پوره او دقیق معلومات ورکړئ تر څو سیستم پوه شي چې تاسو څه ډول ځواب غواړئ، یو ځل بیا هم تاکید کړو چې ChatGPT  د محتوا د تولید لپاره نه بلکې ستاسو له لوري د تولید شوې محتوا د سمون لپاره د یو همکار په ډول وکاروئ. 

لاندې یې تاسو ته د کارولو څو مثالونه وړاندې کوو چې څه ډول پوښتنه ترې مطرح کړئ یا یې Prompts ولیکئ. 

لومړی: 
موږ غواړو د یو سیمینارلپاره د ریاضي د یو مفهوم اړوند ځينې د ریسرچ پوښتنې پرې ولیکو.

Example prompt:

Topic: Applications of signed graphs in cryptography
Context: Graduate seminar at the Department of Applied Mathematics
Requirement: Outline for a seminar paper with two research questions 
Language: Academic 
Tone: Formal

تاسو کولای شئ چې پورته محتوا بدله او د خپلې څانګې او موضوع اړوند ترې ځوابونه وغواړئ. 

دویم: 
تاسو ChatGPT د لوستلو لپاره وکاروئ. 

که په کومه موضوع باندې مو پوره سر نه خلاصېږي او غواړئ چې خلاصه یې په څو ټکو کې درته واضح تشرېح شي، نو هماغه متن یا مقاله کاپي کړئ او له ChatGPT یې د ساده تشرېح غوښتنه وکړئ د بېلګې په ډول: 

 “Please explain the following passage in simple words. I am having difficulty understanding [a 
particular point].”

نور به اړوند متن ورسره ضمیمه کړئ او نتیجه به یې وکورئ. 

درېیم: 
تاسو کولای شئ چې ChatGPT د ځینو مفاهیمو د تشرېح لپاره وکاورئ، په ځانګړي ډول استادان که غواړي چې یوه موضوع له مثالونو سره ساده تشرېح کړي نو ChatGPT یې ښّ لاره ده او په ښه ډول قدم په قدم یې تاسو ته ښیي چې خپله یې زده او شاګردانو ته یې تشرېح کړئ. 

مثلاً: 
Explain the linear differential equation for the undergraduate students with simple examples

تاسو ته به خطي تفاضلي معادلې له مثالونو سره واضح کړي. 

په همدې ډول نور د هرې اړوندې برخې لپاره یې وکاروئ چې دقیق او منظم ځواب تر لاسه کړئ. 

د ChatGPT په کارولو کې تر ټولو مهمه همدا ده چې تاسو سیستم په خپله پوښتنه ښه پوه کړئ ګې ستاسو پوښتنه څه ده؟ 
څنکه یې ځواب غواړئ؟ 

د ځواب د ډول لپاره ورته پوره معلومات ورکوئ تر څو ستاسو له خوښې سره سم ځواب درته درکړي. 

د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ChatGPT له نورو ډېرو يې یو سيستم دی چې تاسو سره د بېلابېلو پوښتنو ځوابونه د متن په بڼه شریکوي، نور ډېر ګټور اپلیکېشنونه هم شته دي چې د لیکلو او خصوصاً د اکاډیمیکې لیکنې لپاره کارېږي. 
موږ به په راتلونکې لیکنه کې د ChatGPT پر ځای د نورو اپلیکېشنونو معلومات درکړو چې څنکه ورباندې خپلې علمي مقالې په معیاري او ښه ډول ترتیب کړئ، لکه ریفرنسونه څنکه ترتیب کړئ، ستاسو د موضوع اړوند وروستۍ مقالې او مواد څنکه پیدا کړئ، څنکه یو اپلیکېشن وکاروئ چې تاسو ته بېلابېلې مقالې په خلاصه ډول تشرېح کړي او یواځې هغه مقالې راټولې کړئ چې ستاسو د موضوع اړوند دي. 

یادونه: 
د پورته لیکنې ډېری برخه له بېلابېلو انګلیسي موادو را ژباړل شوې دي، دلته یواځې د مشتاق بلال یادونه کړو چې نوموړی په ټویټر کې په انګلیسي ژبه د دې ډول اپليکېشنونو کارول تشرېح کوي. 

#مصنوعي_ځيرکتيا 
#UsingAI
#chatgpt

Related Articles

Jun 27, 2022
2,180 views

دیرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ

"دېرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ :.①- په خلکو پسې کتل②- په ډکه خوله خبرې کول③- د نورو خبرې غوڅول④- فضل فروشي (ځان تر نورو پوه او غوره ښودل)⑤- په جګ غږ خبرې کول⑥- د روغبړ پر مهال ټینګ یا مړ لاس وركول⑦-...

May 01, 2022
1,468 views

په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   مسلمانان د یوه کال په جريان کې دوه د خوښۍ ځانګړې ورځې لري، چې کوچنی او لوی اختر یې بولو. مګر کله ناکله دا ورځې ځينو ته غمجنې تمامې شي. ددې کار علت دا وي، چې دوی خپلې روغتیا ته پام و نه کړي او د خوښۍ دا مهمې ورځې یې په سختیو بدل...

Mar 24, 2021
4,095 views

نشریه ها، مجله ها و کتاب های پشتو

نشریه ها، مجله ها و کتاب های پشتو مصطفی عمرزی پرداختن به زبان و ادبیات پشتو در افغانستان، به چند دلیل، بسیار مهم است. نخست این که استمرار قرائت اجتماعی، سیاسی و فرهنگی آن با اکثریت کشور(پشتون ها) با ذهنیت تحفظ تمامیت ارضی،  توام می شود. به هر روی،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...