د قرشي کانال – Karshi Canal :
دا کانال د ترکمنستان په خاوره کې له آمو سیند په کال کې ۴.۱۹ میلیارد متر مکعبه اوبه اخلي او د ازبکستان قرشي سیمې ته چې ۱۵۳ متره لوړه ده د مسلسلو پمپونو په مرسته لېږدوي. په پورتنۍ برخه کې یې د اوبو لویه زېرمه جوړه کړې تر څو اوبه زېرمه کړي.بیا له هغې وروسته نور پمپونه دا اوبه د کشکه سیند [Kashkadarya] ته لېږدوي چې د کرنې لپاره کار ترې واخیستل شي. (د اوبو کلنۍ کچه یې د افغانستان د هریرود – مرغاب سیندېزې حوزې له اوبو یو میلیارد متر مکعبه لوړه ده).
جالبه دا ده چې د دې کانال ۵ پمپونه د ترکمنستان په خاوره کې دي. او ازبکستان هر کال ترکمنستان ته د همدغو پمپونو لپاره میلیونونه پیسې کرایه ورکوي. حال دا چې اوبه له امو سیند وړیا اخلي.
دا ډول پروژو ته په کتو سړی ویلی شي چې دې خلکو له امو څخه سم د اوبو لوی سیندونه د اوبو لګونې لپاره ګرځولي. همدا علت دی چې د آمو سیند په پای کې د اورال جهیل تقریبا وچ شوی. دی
د قرشي کانال اړوند جزیات او پمپ ستیشن په لاندې انځورونو کې لیدلی شئ.
نور بیا!
#دـګاونډیانوـاوبه
#Transboundary_Waters
https://twitter.com/assemmayar1
Related Articles
اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموينه
ژباړنه ـ وړانـــــګه اکبر اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموینه چې د Necropsy په نوم هم یادېږي یو جراحي بهیر دی.په دې بهیر کې مړی څېړل کېږي چې د مړینې لامل، ډول، او دا چې مړینه په کومه لاره رامنځته شوې ده.په دې بهیر کې دا هم معلومېږي چې آیا مړینه خ...
د عایشه دراني ژوند لیک
لیکنه: شکېبا نادري د عایشه دراني ژوند لیک افغانستان هغه هېواد دی چې په خپله غېږه کې یې ډېر پیاوړي او خوږ ژبي نارینه او ښځینه استعدادونو روزلي او پاللي دي، لکه عایشه دراني چې شعرونه یې د پاچاهانو او درباریانو د خوښې او هڅونې وړ و. موږ غواړو په نن...
ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟
مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟ ليک نښو د سيستم پېژند (تعريف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبوليک سيستم دی چې په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي. اوس به لاندې ځينې ليک نښې او د کارونې ځايونه يې س...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...