د مهدي داستاني کلیات کتاب لنډه معرفي او پېژندنه

M
Motasim Shahid
Author
Apr 09, 2023
2 years ago
1,612 views
د مهدي داستاني کلیات کتاب لنډه معرفي او پېژندنه

د مهدي داستاني کلیات د کتاب تنقیدي جاج  
دغه کتاب د سید مير مهدي شاه چي د پېښور پښتونخوا د شلمي پېړۍ یو لوی لیوال او ژورنالست وو د لنډو کيسو یوه مجموعه ده چي پکښي د نوموړي لیکوال لنډي کېسي راټولي سوې دي او د تدوین زیار یې د پښتو ژبي بل لیکوال دوکتور زرین انځور کړی دئ چي د یوې لويي مقدمې په لیکلو سره یې دغه کتاب یا مجموعه خپره کړې او تدوين کړې.
دغه داساتي کلیات ژړ رنګ پوښتۍ لري چي پر لومړۍ پوښتۍ یې څه خاص انځور نسته دویمه پوښتۍ یې  هم سپېنه ده دریمه پوښتۍ یې هم سپېنه ده او پر څلورمه پوښتۍ چي لومړۍ پوښتۍ ته ورته رنګ لري هماغه د لومړۍ پوښتۍ غوندي ډېزاین سوې ده. کتاب ۳۲۴ صفحې لري او ۳۱۵ لنډې کيسې ور پکښي ځای پر ځای سوې دي. 
د دې مجموعي پیل د انقلابي شاعر او لیکوال اجمل خټک په خبرو سره سوی دئ،  اجمل خټک د کتاب د چاپ پر ضرورت ږغېدلی او د لیکوال پر انقلابي افکارو یې یو نظر ور کړی دئ او د نوموړي  لیکوال د  کتابونو د نشتون خبره یې کړې ده، وروسته ورباندي د پښنو او بلوڅو  ادبیاتو د کمیسون مسول بریالي باجوړي یاداښت لیکلی دئ او د کتاب د بیا راټولېدو او چاپېدو پر ارزښت ږغېدلی دئ.
  له دې څخه وروسته د مدون سرېزه پیل کېږي مدون سرېزه د لیکوال په پېزندلو پیل کوي ، د لیکوال  د اثارو معرفت کوي ، د لیکوال د لنډو کیسو تحلیل کوي او وروسته پر خپل تدوین ږغېږي چي همدا مجموعه یې څه ډول تدوین کړې ده. بیا د لیکوال د لنډو کیسو برخه ده چي بکښي د لیکوال شپږ د لنډو کیسو چاپ سوې کتابونه ( نشان، بوډۍ ټال، پت،لاله ګلونه، تور داغونه، د قیامت نښه) پکښي راټول سوې دي.
مدون دغه د لنډو کیسو مجموعه د لیکوال د بېلابېلو چاپ سوو کتابونو څخه راترتیب کړې او تدوین کړې ده،چي میتود یې زما په اند مقایسوي میتود دئ ځکه چي دغه مجموعه کي مدون د اصلاح دپاره د خپل عقل او منطق څخه کار اخستی دئ.ځکه مدون په خپله سرېزه کي یادونه کړې ده چي نوموړي په دغه مجموعه کي کوښښ کړی دئ تر څو بعضي لهجوي لغاتونه چي د لیکوال په لیکنه کي وه تقریبا په معیاري شکل لیکلې دي او  تر ډېره یې کوښښ کړی دئ تر څو د مهدي د لیکني خصوصیت خوندي وساتي. خو نوموړي یو ځای هم دې ته ایشاره نه ده کړې چي کوم لغاتونه ده اصلاح کړې دي او کوم مثال یې هم نه دئ ور سره راوړی.
په دې مجموعه کي د حاشیو کوم څرک نه تر سترګو کېږي او نه هم کوم تعلیقات لري چي د نوموړي د اصلاح سوې برخي ښکارندویي وکي تر څنګ یې لغت نامه هم نه لري چي دا په ټوله کي تدوین د کمزورئ سره مخ کوي. په تدوین کي خورا زیاتي املا یي غلطئ تر سترګو کېږي لکه: تاړو ته سپېس نه ورکول لکه زیات وخت د (چي ) کلمه یا د مخکيني کلمې سره فاصله نه لري یا د وروستني کلمې سره فاصله نه لري د سپيسونو بیخي مراعات نه دئ سوی زیاتي کلمې بې سپېسونو لیکل سوې دي ( د نکریزو پوري کولوحرص یې ) چي د کولو او حرص تر منځ باید سپيس یا فاصله وای یا دا جمله: ( منجورهغه سره روان شو او چې یوڅوقدمه د میا ریحان بابانه په وتوکي وړاندي شو) دغه ډول غلطۍ په تدوین کي خورا ډېري او د پام وړ دي.
که خپله خبره په لنډو کي راټولوو نو دغه تدوین د خپلو کمو نیمګړتیاوو تر څنګ چي لري یې د پښتو ژبي نوي لیکوالانو دپاره یو ښه او پر ځای کار دئ ځکه چي هغه اثار چي نایابه وه د هر چا تر لاسه یې ورسول خو که چرته کوم لهجوي لغاتونه چي په لنډه کیسه مدون اصلاح کړي دي پر خپل ځای پاته وای او ورباندي حاشیه سوې وای او په حاشیه کي یې هغه ته ورته معیاري لغات لیکلی وای نو یو به د لنډو کیسو اصالت ساتل سوی وای او تر څنګ به یې دغه ګونګ لغات تشرېح سوی وای.
که دغه کتاب بیا ځلي چاپېږي نو باید هغه څه چي لیکوال اصلاح کړې پکښي په ګوته سي ځکه که په لنډه کيسه یا هم شعر کي د لهجوي لغاتونو لري کېده وکړو نو لنډه کیسه یا هم شعر خپل اصالت له لاسه ورکوي او یواځي د لیکوال فکر او سوژه پاتيږي او کله چي لیکوال یوه کیسه کوي نو هغه د نوموړي لیکوال د سیمي پېښي دي چي کرکټرونه باید هغې سیمي ته په ورته لهجه خبري وکي نه په معیاري لهجه باندي. 

Related Articles

Jul 29, 2020
5,770 views

د وېښتانو تویدلو ۶ اصلي لاملونه؟

کله چې ګومنځ له وېښتانو ډکه وګورئ حتما حیران او مایوسه کېږئ چې ولې؟ جام جم ورځپاڼې لېکلي، د ویښتانو تویدل یو له هغو ستونزو څخه ده چې بېلابېل لاملونه لرلی شي، دلته مو د وېښتانو تویدلو مهمو لاملونو څخه یادونه کړې ده: هورموني بدلونونه: ښځې ممکن له امی...

Jun 22, 2023
1,235 views

خان اباد سربند – کندز

۲۹. د خان اباد سربند – کندز:بندونه څو ډولونه لري. یو له هغې څخه سربندونه دي چې د اوبو لګونې لویو پروژو. کانالو ته اوبه لېږدوي. د خان اباد سربند په هېواد کې یو له لویو سربندونو څخه دی چې د داود خان د واکمنۍ پرمهال، له تخار ولایت څخه په را بهېدونکي سین...

Feb 19, 2022
2,457 views

د عایشه دراني ژوند لیک

لیکنه: شکېبا نادري د عایشه دراني ژوند لیک افغانستان هغه هېواد دی چې په خپله غېږه کې یې ډېر پیاوړي او خوږ ژبي نارینه او ښځینه استعدادونو روزلي او پاللي دي، لکه عایشه دراني چې شعرونه یې د پاچاهانو او درباریانو د خوښې او هڅونې وړ و.  موږ غواړو  په نن...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...