۱۶. د سرحوض بند - فاریاب:
دا بند د میمنې ښار څخه ۵۵ کیلومتره لېرې په سویل کې موقیعت لري. چې د ګوګل مپ انځورونو په ۳۵.۶۰۵۴۱۶ او ۶۴.۸۰۶۱۷۶ کوردیناتو کې د لیدو وړ دی.
بند د سنګ کارۍ، پخو خښتو او مصالې څخه جوړ شوی ۱۰.۴ متره لوړوالی او د ۱۰۰ مترو شاوخوا اوږدوالی لري. د اوبو زېرمه یې ۴۰ میلیون مترمکعبه ښودل شوې (ممکن صحیح نه وي. نوټ: صحیح یې ٥ میلیونه ده). د بند په جنوبي خوا کې لویه پرچاوه شته چې له زېرمې ډېرې اوبه لاندې خوا ته لېږدوي. همدارنګه له بند کښته نرۍ دره موقیعت لري چې په کې کرنه شته او د بند اوبه په کې د میمنې ښار ته بهېږي.
د افغانستان په دې سیمه کې د نورو حوزو په پرتله اوبه لږ دي. له همدې کبله بند د پسرلي په موسم کې د باران او واورې ویلې کېدو څخه اوبه اخلي او د کال په اوږدو کې یې لاندې خوا ته تنظیموي.
دا چې بند زوړ دی، د جوړېدو په اړه یې متناقض روایات راغلي. ځینې فاریاب میشتي لیکوالان یې د جوړېدو نیټه ۱۴۰۴ میلادي کال د شاهرخ میرزا پیر ښيي. او د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کې د تخریب له امله یې بیارغونه د پنجده د جکړې قومندان غازي امین الله لوګري لخوا بولي. خو ځینې نور یې بیا د غازي امین الله لوګري نیټه د پیل جوړېدل بولي. د دې ټولو سربېره، د برېښنا شرکت په ویبپاڼه کې د بند جوړېدو کال ۱۹۲۷ ښودل شوی.
له انځورونو د بند وضعیت ښه ښکاري، له همدې امله ډېر ګمان کېږي چې ورستنۍ نیټه (۱۹۲۷ د ظاهر شاه د پاچاهۍ دوره) به د بند د جوړېدو کره نیټه وي.
په هر حال د سرحوض بند د پشتونکوټ ولسوالۍ او میمنې ښار ته د اوبو په برابرولو کې مهم رول لري. په وروستیو کې د نا امنۍ له وجهې دولتي ځواکونه له دې سیمې په شاه شول.
د بند په خوا کې چې اطاقونه ښکاري، یو ځایي صحي کلنیک دی.
نور بیا!
#دافغانستان_بندونه
https://twitter.com/assemmayar1
Related Articles
طره باز اُتمانخېل
ده پښتو په متل کې اکثر خلق واې چې سم طره باز ېے. طره باز اُتمانخېل ېو ڼګېالې وو چې ده فرنګېانو ې ډېر مخلېفت کړے وو.. په ېو کتاب کې فرحاد علې خاور لېکې چې ده کتاب نامعه(ګمنام هېروز) ده. چې طره باز اُتمانخېل ده باجوړ سره تعلق ساتو چې په ۱۸۵۸ کې ېے په ف...
آبی نهنګ
#آبي_نهنګ#د_خلقت_يو_ستر_رازد مځکي کُره کي تر ټولو لوي حيوان، چي تر اوسه پېژندل سوي د آبي نهنګ (Balaenoptera musculus) په نوم حيوان دي. بالغ آبي نهنګ اوږدوالي 30 متر ته رسيږي، چي وزن ئې له 170 څخه تر 180 ټنه پوري وي. يعني د آفريقا لوي وچي د 30 لويو في...
د غوسې اجتماعي او روغتيايي زیانونه
لیکنه ـ فاطمه اعظم قهر او غوسه تر هغه مخکې کنټرول کړئ، چې پر ژوند مو حاکم شي. د کنټرول وړ غوسه د ځينو ناوړه پېښو او خبرو په مقابل کې د بدن يو طبيعي عکس العمل دی؛ خو له حده زيات قهر او غوسه په ژوند کې د لويو ستونزو سبب کيږي. دغه ډول غوسې ته د ناروغۍ...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...