شربت ګلۍ د ژوند کیسه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 24, 2023
2 years ago
1,564 views
شربت ګلۍ د ژوند کیسه

شربت ګله وايي، که اوس هماغه لس کلنه نجلۍ وای، خپل درس به مې ویلای. دیارلس کلنۍ کې به مې واده نه کاوه او دومره ترخې ورځې او مشکلات به را باندې نه را تللی.

شربت ګله چې د افغانستان په مونالیزا هم مشهوره ده له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې خپله کیسه کړې.

شربت ګله وايي زما دا امید نه و چې د پاکستان حکومت به ما سره دا ډول چلن کوي او په پای کې به ما زندان ته اچوي. دا زما په ژوند کې تر ټولو بده او سخته شېبه وه.

د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې د اکتوبر پر ۲۶ د پاکستانۍ پېژندپاڼې د جوړولو په تور شربته ګله ونیوله او له زندان وروسته یې افغانستان ته واستوله.

شربت ګله اوس له خپلو درې لورګانو او زوی سره په کابل کې اوسېږي. مشره لور او مېړه یې په پښتونخوا کې په تور ژیړي مړه شوي.

د پاکستاني حکومت له لوري د زندان خبره ورته اوس هم ترخې شېبې ور په زړه کوي، ځکه وايي پښتونخوا ته یې کډوالي هم له سختۍ وه او کله چې وطن ته ستنېده هم له سختیو راغله.

د شربت ګلې عکس
شربت ګله وايي لس کلنه وم، په ښوونځي کې وم د رخصتي وخت و چې عکاس زما عکس اخیستی و. خو خبره نه وم چې دا عکس چا او څنګه واخیست.

بیا ۱۷ کاله وروسته عکاس زه پیدا کړم او دا عکس یې راته راووړ، هغه وخت کې زما ماشومان ول، خاوند مې و.

شربت ګله چې په ۱۳ کلنۍ کې واده شوې وايي له دې وړاندې له خپل عکسه خبره نه وه.

شربت ګله وايي د دې د عکس مشکل ډېر او ګټه یې کمه وه.

د نوموړې په وینا، مشکل یې همدا و چې په نړۍ کې یې رسوا کړم، دومره یې مشهوره کړم چې زندان ته په کې ولاړم، او د زندان نه بله کومه ستره خبره خو نه شته

شربت ګله وايي کله چې یې درې ورځې وروسته لیدو ته افغانان ورغلل نو زړه یې ډاډه شو چې اوس به خوشې شي.

شربت ګله وايي "زه پاکستان کې صرف علاج لپاره ایساره وم. کډې مې تړلې وې او را ستنېدلو. دوی د شپې نهه بجې چاپه واچوله. زه یې تاڼې ته بوتلم. پوښتنې یې رانه وکړې. ما ورته وویل چې د دوه خبرو لپاره ما د پاکستان شناخت کارت جوړ کړی. یو د کور خرڅېدو لپاره چې کارت نه وي نه خرڅېږي او بل د ماشومانو سبق لپاره."

شربت ګله وايي کله چې یې درې ورځې وروسته لیدو ته افغانان ورغلل نو زړه یې ډاډه شو چې اوس به خوشې شي.

شربت ګلې ۱۵ورځې قید تېر کړ او اته شپې په روغتون کې وه.

نوموړې وايي په پښتونخوا کې مې "له خپلو پښتنو سره ښه ښایسته ژوند تېر کړی. ۳۵ کاله مې تېر کړل خو زما دا تمه نه وه چې د پاکستان حکومت به زما سره دا چل کوي او آخره کې به ما زندان ته اچوي. دا زما په ژوند کې تر ټولو بده او سخته شېبه وه"

شربت ګله وايي "زه چې اوس خپل وطن ته راغلم ډېره خوشحاله یم. ولسمشر اشرف غني صاحب او کرزي صاحب او زموږ افغانانو ډیر عزت او ډیر قدر زما وکړ، له دوی نه ډېره مننه کوم".

د شربت ګلې ناروغي
شربت ګله تور ژېړی لري چې په وینا یې اوس په افغانستان کې تر درملنې لاندې ده.

شربت ګله وايي هیله لري چې ماشومان یې ښوونځي ته ولاړ شي. د دې ترڅنګ نوموړې د خیریه موسسې جوړولو یادونه هم وکړه. شربت ګله وايي غواړم له مشهورتیا مې دا ګټه واخلم چې یوه خیره موسسه جوړه کړم چې د خلکو پکې وړیا اعلاج وشي.

دا وايي، "پر ما خو ډېر مشکلات تېر شوي چې په نورو تېر نه شي "

شربت ګله وايي، که اوس هماغه لس کلنه نجلۍ وای، خپل درس به مې ویلای. دیارلس کلنۍ کې به مې واده نه کاوه او دومره ترخې ورځې او مشکلات به را باندې نه را تللی.

نوموړې له بي بي سي سره په دې مرکه کې پر نورو افغانانو غږ وکړ او ويې ویل "په کم عمر کې لورګانې مه ودوئ او څنګه چې په زامنو تعلیم کوي په لورګانو یې هم وکړئ".

"له خدای نه غواړم چې بیا څوک مهاجر نه شي" شربت ګله

دایې نو دشربت ګلې اصلي کیسه
او بل دا لیکنه مخکېنۍ ده خو شربت ګله اوس هم په کابل کې ژوتد کوي

Related Articles

Mar 06, 2022
5,288 views

د سرو زرو کورونه

ليکنه ـ ریاض مقامزی استاد غضنفر د یوه حکایت ژباړه داسې کښي: ”لمرخاته مهال به هلک د خپل خټین کور بام ته وخوت او د لمر په زېړو پلوشو كې به يې د لرې کلي د اورسیو (کړکۍ،اشدارې) ننداره کوله. د اورسیو طلايي رنگ ډېر خوند ورکاوه او همېشه يې له ځان سره ويل،...

Apr 18, 2023
1,188 views

آزربایجان هیواد سکالرشیپونه

د آزربایجان هیواد ٢٠٢٣ کال لپاره سکالرشیپونه. د سکالرشیپ په اړه معلومات نړیوال زده کونکي غواړي چې په آذربایجان کې د هرې درجې کچې لوړې زده کړې تعقیب کړي کولی شي د خزر پوهنتون د وړتیا پراساس بورسونو لپاره غوښتنه وکړي. دا بورسونه د خزر پوهنتون لخوا د 2...

Jun 02, 2023
1,880 views

امام بخاري رحمه الله

امام بخاري رحمه اللههغه شخصیت چې د قرآن عظیم الشان څخه وروسته  د احادیثو تر ټول صحیح او دقیق کتاب صحیح البخاري یې لیکلی.  هغه څوک چې کله یې له کتاب څخه څوک کوم حدیث بیان کړي نو کره والي او ثبوت ته یې نوره اړتیا نه وي. هغه شخصیت چې داسې احادیث یې راج...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,504 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,358 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,629 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...