د دوکتورا د غوښتتلیک برابرولو لړۍ

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 24, 2023
2 years ago
1,076 views
د دوکتورا د غوښتتلیک برابرولو لړۍ

د .Ph.D د غوښتنلیک برابرولو لړۍ: (۴)

تر استاد / پروفیسور پیدا کولو وروسته، له غوښتنلیک ورکوونکي د تحقیق د موضوع او پروپوزل په اړه پوښتل کیږي. په دې برخه کښې تاسې کولای شئ په خپله یو پروپوزل مخکې له مخکې ولیکی او بیا یې له استادانو سره شریک کړی.  او یا هم د استاد له موافقې او د هغه سره په مشورې د موضوع تر ټاکلو وروسته په پروپوزل لیکلو کار شروع کړئ. په یاد ولرئ چې دا کار وخت ته اړتیا لري او تاسې باید په وخت پرې پیل وکړئ او یا هم باید ځینې موضوع ګانې درسره په فکر کې ولرئ چې بیا وروسته د هغه په اړه پروپوزل ولیکلی شئ.
که چیرې تاسې، پروپوزل مخکې له دې چې د استاد سره خبرې او موافقه کړې وي لیکلی وي نو باید ښه متوجه اوسئ چې هغه استاد سره خبرې پیل کړئ چې د موضوع اړوند څیړنه او کار یې کړې وي. که نه ستاسو د رد احتمال ډیر دی او کیدای شی استاد ستاسو موضوع خوښه نکړي. نو دا وخت به تاسو یا له سره پروپوزل لیکئ او یا به په بل استاد پسې ګرځئ. زما مشوره تاسو ته دا ده چې تر ټولو لومړی استاد پیدا کړئ، له هغه سره خپلې موضوع ګانې شریکې کړئ او یا له هغه وغواړی د موضوع په ټاکلو کښې مرسته درسره وکړي.‌ بیا د پروپوزل په لیکلو کار شروع کړئ. 
د پروپوزل لیکل لومړی استاد او بورس ورکوونکي ته ستاسو وړتیا څرګندوي او تاسو باید خپل اعظمی کوشش وکړئ چې ستاسو طرحه د ډیرو نورو پروپوزلونو په منځ کښې لوړې نومرې واخلي او ومنل شي. 
د دې لپاره چې تاسو ته پروپوزل لیکل اسانه شي او پوه شئ چې د هره برخه یې کوم معیارونه لري په https://bit.ly/2ZsUBqb لېنک کې د مقالې د لوستلو سپارښتنه کوم. همدارنګه تاسو کولای شئ ، د ډیرو پروپوزلونو نمومې د ګوګل په مرسته له انترنت څخه پیدا کړئ. خو پام مو وي چې له کاپي کولو څخه ډډه وکړي ځکه اوس دیری وخت پروپوزلونه د کمپیوټر په سافت ویرونو ارزول کیږي او ډیر زر کاپي او نقلي په کښې پیژندل کیږي. تر کاپی او تکراري پروپوزل غوره ده چې ستاسې پروپوزل لږ څه اشتباهات ولري.
دا لړۍ ادامه لري.
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

Apr 09, 2021
1,306 views

بزرگ نمایی های عمدی

بزرگ نمایی های عمدی مصطفی عمرزی بهتر بود این مقاله را به ادامه ی مقاله ی «بابای موسیقی؟!» می آوردم. با مثالی که در آن  آمده بود، بهتر می شد. با این حال، هیچ فرصت روشنگری را نباید از دست داد.  در سال های اخیر که با انواع فرهنگ های پرخاش و توهین، مو...

Jul 01, 2021
3,874 views

د شنو چایو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه پښتون مېشتو سیمو کې شین چای د هرې حجرې او دېرې رنګ جوړوي. د مېلمنو د قدر لپاره حتمي ده، چې چای ورکړل شي. مګر ډېر کم خلک د شنو چایو پر ګټو او زیانونو پوهېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی....

Aug 08, 2020
2,346 views

غرنېو خلکو د ځواکمنۍ راز

( موضوع سره تړلې زما د ژوند ېوه تجربه )ډېر کلونه وړاندې مې بلاخره د ماشومتوب د دوران ېو ارمان پوره شو او وتوانېدم چې د سپين غر څوکې ته پورته شم .کيسه داسې وه چې ېوه ډله کابلي (!) شينواري چې زه هم دې ډله کې وم تر ډېرو کلونو وروسته خپلې ولسوالۍ ( هسکې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,675 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,987 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...