To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 657
جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل

جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل

په جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل:

لکه څرنګه چې د بورسونو تعداد کم دی او ځینې دوستان په اقتصادی لحاظ دا وړتیا لري چې په بهر کښې په شخصي مصرف لوړې زده کړي وکړي نو ومې پتیله چې د شخصي مصارفو له لارې د لوړو زده کړو ښه او ارزانه فرصتونه درسره شریک کړم. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې په قانوني توګه اروپایي هیوادونو کښې زده کړې او تګ را تګ وکړئ.

په المان کښې معمولا پوهنتونونه فیس نه اخلي ( بعضې شخصي او د Baden Württemberg ایالت پوهنتونونه یې بیا اخلي، تاسې کولای شئ ډیر نور پوهنتونونه انتخاب کړئ) نو په همدې اساس په المان کښې تحصیل ډیر ارزانه دی. تاسو مکلف یاست د خپل ځان مصارف تامین کړی او په پوهنتون کښې تر داخلې اخیستلو وروسته المان ته د زده کړو لپاره لاړ شئ. پروسه داسې ده چې :

۱. باید د خوښې رشته او پوهنتون د انترنت له لارې په خپله پیدا کړئ. 
۲. د داخلې اخیستلو شرایط یې ولولئ او د غوښتنلیک ورکولو وخت یې معلوم کړی، تر څو په همغه مشخص وخت کښې ورته د خپل غوښتنلیک اسناد ولیږئ. 
۳. د داخلې په وخت کښې اسناد عموما په انلاین سیستمونو له لارې جمع کیږي، او ځینې پوهنتونونه بیا اصلی غوښتنلیک ( امضا شوې فورمې) هم درڅخه غواړی چې تاسې کولای شئ د پوست له لارې یې ورته واستوئ. 
۴. انتظار وباسئ تر څو ستاسې د داخلې سرنوشت معلوم شي. تاسو کولای شئ په څو پوهنتونونو کښې خپل اسناد جمع کړی او پس له ځوابه تصمیم ونیسئ په کوم یوه کښې زده کړې وکړئ. 
۵. تر ځواب اخیستلو وروسته، به تاسو د بانک سره د ایمیل په زریعه اړیکه ونیسئ او د اکونت جوړولو فورمې به له ډک کولو وروسته د پوست له لارې وراستوئ. له یو دوه هفتو وروسته به ستاسو اکونت جوړ شي او د ایمیل له لارې به بانک تاسو ته احول درکړي. تاسې بیا د یو کال پیسې (8000 یورو) به له عزیزی بانک څخه ورته ترانسفر کړئ. د دغو پیسو سند به سفارت ته د پوهنتون د داخلې له اسنادو سره د ویزې لپاره تحویل کړئ چې مطمین شي، تاسو د‌ځان مصارف تامین کولای شي. 
۶. له دې وروسته پروسه نژدې بشپړه ده او تاسې به د المان له سفارت څخه ویزه تر لاسه کړئ. د ویزې لپاره فکر کوم سفارت ستاسو څخه د الماني ژبې د کورس د ثبت نام سند هم غواړي چې تاسې کولای شي هغه په کابل کښې د ګویټه انستیتوت څخه تر لاسه کړي. که چیرې ستاسو ویزه رد شوه بیا به بانک ته بله فورمه ډکوي او اصلی به یې د پوست له لارې ورته رالیږئ تر څو بیرته خپلې پیسې تر لاسه کړئ.
۷.‌ دا پیسې ستاسو خپلې دي، یوازې تاسې دومره حق لري چې د میاشتې تر 800 سوه پورې ترې د ځان د مصرف لپاره واخلي. نورې د پوهنتون له خوا بلاک کیږي. 
۷. د دوهم کال لپاره هم باید تاسې په بانک کښې 8000 یورو ولرئ. تر څو ستاسو ویزه تمدید شي او تاسې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ. تاسو کولای شئ د درس په جریان کښې کار هم وکړئ تر څو د بل کال مصارف مو په خپله پوره کړئ.

د دې لپاره چې ستاسو شک لیرې شئ، درته ویلی شم چې زما خپل دوه - دری ملګري په همدې ډول په المان کښې زده کړې کوي. او نورو هم خپل غوښتنلیکونه پوهنتونونو ته استولي دي. . د زده کړو تر څنګ کار هم کوي او د مصرف څخه اضافه پیسې بیرته کورته لیږي. راڅخه غوښتنه یې وکړه چې د ډیرو مسجونو او پوښتنو لپاره یې دلته نوم ذکر نکړم که نه له ستاسو سره مې معرفي کول. نو که تاسې هم لږ زحمت وباسئ کولای شئ په همدې توګه په المان کې لوړې زده کړې وکړئ.
ڼوټ: دا معلومات تاسو د منبع  Mohammad Assem Mayar  په ذکر کولو سره کاپی کولای شئ.
د دې لپاره چې پروسه تاسو ته اسانه شي ، په راتلونکي کښې به هغه قانوني ارګانونه در وپیژنم چې تاسو سره په دې برخه کښې د لږ فیس په اخیستلو مرسته کوي. د یادولو وړ ده چې ډیری پوهنتونونه اوس د همغه ارګانونو څخه محصلین مني او ځینې یې بیا شخصي هم غوښتنلیکونه مني.
ستاسو د بریالیتوبونو په هیله.
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

لس کاله که شل کاله!؟

ليکنه ـ ریاض مقامزی   یو حکايت دی، چې شاګرد خپل استاذ ته وویل: په څومره وخت کې به دا کسب په بشپړ ډول زده کړم؟ ځواب یې ورکړ: لس کاله.  شاګرد بیا وپوښتل: که زه شپه او ورځ په ځان یوه کړم؛ ډېر زحمت وباسم. سهار ملا آذان کار شروع کړم او ماسختن ناوخته یې بس کړم؛ بیا به یې په څومره وخت کې زده کړای شم!؟  استاذ یې وویل: په شلو کلونو کې!   د حکایت درسونه...

كانكريټي سلب لرونکو پلچكونه

كانكريټي سلب لرونکو پلچكونو په هكله يادونې: eng shahzadulhaq ashna۱. د‌ ډيزاين بارونه:  IRC كلاس A (دوه لينه سړك) يا كلا س ۷۰ R (يو لينه سړك). ۲. د سړك پلنوالی ۱۱،۲ متره،  ۴۰۰ ملي متره دپلچكو دديوالګيو (Parapet wall)  پلنوالی چه     د پوششي تختو یا سلب د پاسه آباديږي ، په دي ډول د پوشش یا سلب ټول پلنوالی ۱۲ متره کیږي، د     د يوالګيو لوړوالی د پوش...

د امام بخاري ژوندلیک

نوم، نسب، د زیږدنې ځای، کال او … .امام بخاري خپل نوم محمد او د اسماعیل زوی و؛ او کنیه ابوعبدالله وه او لقب یې امیر المؤمنین في الحدیث و. امام بخاري په ۲۹۴ هجري کال کې د شوال میاشت په دیارلسمه، د ازبکستان په بخارا ښار کې زیږیدلی دی . د امام بخاري مور او پلارامام بخاري وړاندې له دې چې ستر محدث شي او د تل لپاره د صحیح حدیثونو یو معتبر کتاب ولیکي چې و...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....