سکالرشیپ مرکې (اڼترویو) لپاره څنګه آمادګي ونیسو

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 28, 2023
2 years ago
1,512 views
سکالرشیپ مرکې (اڼترویو) لپاره څنګه آمادګي ونیسو

#تحصیلي_مشوره
د سکالرشیپ مرکې (Interview) لپاره څنګه آمادګي ونیسو؟ 

تیره اونۍ د ډآآډ بورسونو د ګواښ سره مخ محصلینو کټګورۍ (Hilde Domin) اړوند نوماندان چې د پوهنتونونو لخوا ډآآډ ته معرفي/نوماند شوي و، د خپلو غوښتنلیکونو مقدماتي پایلې تر لاسه کړې. پدې لر کې ځینو ته د رد ځواب راغلی، خو ځینې بیا آنلاین مرکې ته رابلل شوي چې د شارټ لیست کیدلو آخري مرحله بلل کیږي. پدې اړه مې ډیرې پوښتنې تر لاسه کړي چې څنګه آنلاین مرکې ته آمادګي ونیسو، کومې پوښتنې مطرح کیږي او څه باید وکړو څو ښه وځلیږو. د وخت د نشتوالي له امله انفرادي پوښتنو ته ځواب نشم ورکولی. له دې امله دلته یو څه عمومي لارښوونې لیکم چې نه یوازې د ډآآد بورسونو لپاره ګټه ترې اخیستی شئ، بلکه د نورو بورسونو لپاره هم تر ډیره بې ګټې ندي. 

 له هغه ځایه چې د دې بورسونو موخه د ګواښ سره مخ محصلینو ته د تحصیلي فرصتونو برابرول په ګوته شوې، نو لازمه ده هغه څه مو چې مخکې په انګیزه لیک کې لیکلي بیا مرور کړئ او کچیرې پدې اړوند کومه پوښتنه مطرح کیږي، باید لازم چمتوالی او دلایل ولرئ. 
2. ځان په مختصر ډول معرفي کړئ. 
3. دا چې ځان د سکالرشیپ لپاره وړ کاندید ګڼئ، کومې ځانګړنې لرئ.
4. که ډکټورا لپاره نوماند یاست، باید خپل تحقیقي پروپوزل په هکله پوره معلومات ولرئ. د ټاکنې په کمیټه کې ډیر کله تخنیکي کسان هم وي څو ستاسې مسلکي وړتیاوې هم و ارزول شوي. د ماسټرۍ نوماندان باید خپل انګیزه لیک او تحقیقي موخه په پوره ډول ولولي او ځان باندې پوره حاکمیت ولري. 
5. په خپله څانګه کې څو مشهور ژورنالونه، مشهور پوهنتونونه او برنامې وپیژنئ. 
6. د قوت او ضعف نکتې مو په ښه توګه وپیژنئ. کچیرې پدې اړوند کومه پوښتنه کیږي‎، له ځوابولو مه ډاریږئ. ډیر کله ځان ډیر کامل او پوره ښودل هم ګټور نه تمامیږي. 
7. راتلونکي پلانونه او برنامې مو باید واضیح وي. پدې هکله کیدی شي پوښتنې مطرح شي. باید پوره آمادګي ولرئ. پلانونه مو باید واقعبینانه او د پلي کیدلو وړ وي. اړینه نده څو لوی پلان یا موخه ولرئ. 
8. د زدکړې تر څنګ نور کوم فعالیتونه لرئ، په ځانګرې توګه که ټولنیز فعالیتونه ولرئ هغه په نښه کړئ.
9. خپلې لاسته راوړنې په نښه کړئ او ځان سره یې یادداشت ولرئ.
10. کچیرې کومه پوښتنه واضیح نه وي، د دې پر ځای چې غلط ځواب ورکړئ، د تکرارولو یا وضاحت ورکولو غوښتنه وکړئ. 
11. تاسو هم ځان سره یو څه پوښتنې ولرئ، کچیرې  فرصت درکول کیږي بیا یې مطرح کړئ. 
12. په یاد ولرئ چې کله کله داسې پوښتنې هم پوښتل کیږي چې بیخي مو پام نه وي ورته شوی. د ټاکنې کمیټې هدف دا نه وي څو سل په سله دا ډول پوښتنو ته دقیق ځواب ورکړئ. بلکه دوی غواړي ستاسو د تحلیل کچه مالومه کړي. پداسې حالت کې لږ مکث کولو ته اړتیا ده څو پوښتنه په دقیق دول تحلیل کړئ. که مو هیڅ ځواب نه درلودل، یادونه وکړئ چې پوښتنه ډیره جالبه ده او زه لیوال یم څو راتلونکي کې پدې اړه ځان پوه کړم یا نوره څیړنه وکړم. 

  1. دا چې پورتنیو ټکو ته څنګه مناسب ځوابونه پیدا کړو، زه نه بلکه تاسو باید د یوه بالقوه نوماند په توګه ورته کار وکړئ.

استاد سکندر زدران 

جرمنی د دوکتورا نوماند

Related Articles

Jan 03, 2022
2,952 views

خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که تاسو دا لیکنه لولئ؛ نو بختور یئ. ځکه چې تاسو به د خپلو موخو د ترلاسه کولو پر راز پوه شئ. دا چې څنګه کولای شو، خپل هدف ترلاسه کړو، ځواب یې بېخي ساده دی. تاسو به هغه وخت خپلو موخو ته ورسېږئ، چې د قسمت په تمه ویده نه شئ، بلکې ب...

Feb 24, 2023
1,155 views

ابعاد صلح پایدار و نقش شهروندان در تأمین آن || Aspects of sustainable peace and citizens role in maintaining it

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar آنچه تجربه من راجع به ابعاد صلح گویا است، تک‏بُعدی بودن آن است که این، همانا بُعد معنوی است. یعنی اگر آدمی ذریعه تجزیه و تحلیل عقلی، ثقلت ک...

Apr 10, 2021
1,970 views

در ویکی پیدیا، چه خبر ها؟

در ویکی پیدیا، چه خبر ها؟ مصطفی عمرزی وب سایت «ویکی پیدیا» که در واقع نتیجه ی تلاش دست اندرکاران تجارت پورنوگرافری ست، با همین شگفتی و با همان خاصیت پورونوگرافی نیز نشرات دارد. با چند معیار ساده ای که برای آن انتخاب کرده اند، دسترسی به افکار تمام ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,684 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,994 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...