كانكريټي سلب لرونکو پلچكونه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 31, 2023
2 years ago
1,077 views
كانكريټي سلب لرونکو پلچكونه

كانكريټي سلب لرونکو پلچكونو په هكله يادونې: 
eng shahzadulhaq ashna
۱. د‌ ډيزاين بارونه:  IRC كلاس A (دوه لينه سړك) يا كلا س ۷۰ R (يو لينه سړك).

۲. د سړك پلنوالی ۱۱،۲ متره،  ۴۰۰ ملي متره دپلچكو دديوالګيو (Parapet wall)  پلنوالی چه
     د پوششي تختو یا سلب د پاسه آباديږي ، په دي ډول د پوشش یا سلب ټول پلنوالی ۱۲ متره کیږي، د
     د يوالګيو لوړوالی د پوشش د تختو یا سلب د پاسه ۵۰۰ ملي متره دی.

۳. د ۱:۲:۴ په تناسب سره عادی سمنټي كانكريټ استعماليداي شي. په پورتني جدول کې هغه ارقام چه
     د  (*)په  علامې سره په نښه شويدي هلته ۲۰۰ مارك(۱:۱،۵: ۳) په تناسب سره كنټرول شوی كانكريټ
      استعما ل شي.( لاندني ارقام په جدول کې)

   (الف) د پو ششي تختومجموعي  پنډوالئ
   (ب) د سيخا نو  فاصله 
   (ج) د سيخ مجموعی مقدار
   (د) د ټو لو كانكريټو مقدار ،كوم چه په پورتني جدو ل كې ښو دل شو ي وكارول شي.

۴. ګريډ I (Grade I Mild tested Steel ) ټيسټ شوي سيخان وكارول شي.

۵. د لاندني اوږد واله سيخانو څخه دهریوسیخ نه وروسته یوسیخ  په ۴۵ درجې زاويې سره د اتكا
     دبيروني څوكې څخه د وايې په ۰،۱۵  فاصله كي با يد پورته خواته قات شي، لكه څنګه چه په لمړي
     شکل كې ښودل شويدي . ( بعضي انجينران په دي عقيده دي چيرته وايه  ۳ يا له ۳ مترو څخه كمه وي،
     وروسته له هرو څلورو سيخانوڅخه  يو سيخ او كه وايه له ۳ مترو څخه زياته وي پس له هرو 
     ۲ سيخانوڅخه يو سيخ پورته خوا ته كوږ شي). ټو ل سيخان بايد چنګك شي. 

۶.كه چيرته دسلب یاپوششي تختود بشپړ اوږدوالي په اندازه سيخ موجود نه وي نو كيداشي چه سيخان
     يو له بله سره په داسي شكل ونښلول شي     Joint or over lap)  (چه۴۵ واره د سيخا نو د قطرپه
     اندازه يو له بله څخه تير شي، د وايې په منځني برخه كې د سيخانو نښلول Joint)  (  دمنلو وړنه دي،
      ټول جاينټو نه په ښه ډول، داسې سره ترتيب شي چه په يوه ليكه كي دوه سيخان په متواتر ډول سره
      جاينټ نشي، كيداي شي چه په هر دوو سيخانو كې يو سره جاينټ شي.
 
۷. د سيخانو لپاره كمترين  پو ششي پو ټو كي (clear cover)  ۵،۲ ملي متره يا د سيخ د قطر په اندازه
      كوم چه زيات وي په نظر كې و نيول شي. 
 
۸. هغه مقدار سيخان چه په پورتني جدول كې ښود ل شويدي په هغه کې۵ فیصده ضايعات او يو له بله
      سره د تيريدو اندازه هم شامله ده.

۹. Transverse bars متقاطع سيخونه كوم چه په پورتني جدول كې ښودل شويدي كيداي شي د
       پلچكو دواړو خواوته يعنی د پو ششي تختویادسلب څنډو ته كم شي (په منځني برخه كي د سيخانو
        فا صله نږدې او په څنډو كي زيا ته وي). 

۱۰.كله چه د پلچك وايه له ۳ مترو څخه زياتيږي د پلچك د منڅني بر خې شاه كړوپي camber 
        د وايي ۱ \۲۴۰ حصه لوړپه نظر كې نيول پكار دي.

۱۱.پلچك چه تر ۱۰ مترو پورې وايه ولري دا اقتصادي ده چه دټي بيم په عوض د ساده سلب په شكل
        ديزاين شي. 

۱۲. ۷۵ ملي متره پنډ قير د پوششي تختې یاسلب د پاسه په پورتني جدول كې په نظر كې نيول شوي دي.

۱۳.لكه څنګه چه په پورتني جدول كې ښودل شوي دي د پلچكو د څنګيزو(Abutment) يا ستنو
        (Pier )  بالشتك  (Cap) چه له سيخدارو كانكريتو (يا د ډبرينو تختو) څخه جوړشوي
        وي ۱۵۰  ملي متره پنډوالۍ او ۳۰۰ يا ۴۰۰ ملي  متره اوږد والۍولري ، دمجموعي حجم ۲ فیصده
        سيخ چه په مساوي ډول په پورتني او لاندني برخو كې دواړو خواووته وغځول شي. قير واله كاغذ
        د پلچك د تختې د لاندې او د بالشتك د پا سه اچول پكار دي.

۱۴.د پلچكو د تختو د آخرني څنډې او د اړخكيو(Abutment) تر منځ ۶ملي متره خاليگاه  د تختو د 
    غځيدو (Expansion)  له كبله پريښودل ضروري دي، او دا خاليګا بايد د قيراو ريګ د مخلوط
     څخه ډكه شي. 

۱۵. پورتنۍ جدول كيدای شي د عمومي شاهرا ؤ د پلچكو لپاره وكارول شي .  درانده با رونه كيداشي
         كله كله په پلچكو باندي تير شي، او احتياطي فكتورونه په نظر كي ونيول شي.

Related Articles

Dec 29, 2021
2,219 views

د برودسکي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که څه هم د نړېوالو ادبیاتو اسمان ډېر لوی دی؛ مګر ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې د خپل زحمت ستوري پکې وځلوي. له دې لږو خلکو یو هم برودسکي دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مهم معلومات ولولئ.   د بردوسکي لنډژوندلیک   د ر...

Mar 18, 2021
1,464 views

از باب کمیدی

از باب کمیدی مصطفی عمرزی وقتی ادعا بر اساس منطق، مطرح نشود، به هرج و مرجی منجر می شود که دشمنان ما را شبیه بچه های سقوی دوم، مجنون ساخته بود. البته به شماره ی افغان ستیزان، افزوده شده، اما این افزایش به اندازه ی اقلیت هایی ست که بعضی با از دست دادن...

May 25, 2022
2,473 views

د بيزو تڼاکې څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   دې ناروغۍ ته په انګلېسي کې "Monkeypox" او په فارسۍ کې "آبله میمونی" ویل کېږي. اصلي لامل یې یو کمیابه ویروس دی، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي. پر دې ویروس د اخته کس پر بدن پولۍ/تڼاکې خېژي او ناروغ ترې ځورېږي. ویلای شو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,667 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,127 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,981 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...