نوبل څوک و؟ او ولې د هغې په نامه جایزې ورکول کېږي؟
الفرډ نوبل د سويډن هيواد اوسيدونکی، کيميا پوه، ستر مخترع او د کارخانو لرونکی و.
نوموړي 355 اختراع ګانې په مختلفو برخو کې کړي دي. له زياتو څخه يې په نظامي برخو کې ګټه اخيستل کيده. د ديناميت وه. چې په جکړو کې په چاوديدونکو توکو کې کار اخيستل کيده.
نوبل د خپلو اختراع ګانو د ګټې له لارې په 20 هيوادونو کې بيلابيلې کارخانې رامنځته کړې او له دې لارې يې ډيره شتمني تر لاسه کړه.
يوه ورځ نوبل د خپل مرګ خبر په ورځپاڼه کې ولوست په اصل کې د ده ورور مړ شوی وه؛ خو ورځپاڼه ته ناسم معلومات رسيدلي وو او هغوی فکر کړی وه چې الفرډ نوبل مړ شوی دی. جالبه دا ده چې په ورځپاڼه کې راپور ليکونکي د نوبل مړينه «د مرګ سوالګر ومړ» تر سرليک لاندې ليکلي وه او د هغو مړو ماشومانو تصوير يې هم خپر کړی وه چې په چاوديدونکو توکو کې يې ژوند له لاسه ورکړی وه.
که څه هم نوبل دغه توکي چاته د زيان رسولو په خاطر نه وه جوړ کړي او د ده موخه له دغو توکو څخه معدنونه پيدا کول او کيندل وه.
د دغه خبر په اورېدو نوبل سخت ناهيلی شو او په دې فکر کې شو چې د مرګ وروسته به يې څنګه یادوي.
هماغه و؛ چې نوموړي د خپلې شتمنۍ پنځه ويشت سلنه برخه د نوبل بنسټ ته جلا کړه.
د نوبل د وصیت له مخې دغه جايزه د يو ځانګړی پروسيجر له لارې هر کال د فزيک،فزيالوژي،کيميا،طبابت، ادبياتو او سولې برخه کې وړ اشخاصو ته ورکول کېږي.
دغه جايزه کې د سرو زرو مډال، ډيپلوم او يوميليون ډالر شامل دي.
ژوندی افغانستانFB:
نوبل څوک و؟ او ولې د هغې په نامه جایزې ورکول کېږي
Related Articles
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!
ليکنه ـ رياض مقامزی په دې ليکنه کې به د انګلستان د نوموتي ليکوال او د رنسان دورې د وروستۍ دورې استازي جان ميلټن (John Milton) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ. “ذهن پر خپل تخت ناست دی او کولای شي د خپل ځان دننه له جنت نه دوزخ او له دوزخ نه جنت ج...
رورولي --- (افسانه)----ليک :- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا
سليم د مور په غېږه کښې وۀ چې پلار يې مړ شو اوس د هغۀ د پالنې ذمه واري د هغۀ د مشر رور جواد په اوږو راغله ـ جواد د خپل کشر رور سره دومره مينه لرله چې د هغۀ د لاسه يې وادۀ هم ځکه نۀ کولو چې هسې نه سبا راته ښځه د رور سره د ښېګړې په لار کښې خنډ جوړ شي...
آزربایجان هیواد سکالرشیپونه
د آزربایجان هیواد ٢٠٢٣ کال لپاره سکالرشیپونه. د سکالرشیپ په اړه معلومات نړیوال زده کونکي غواړي چې په آذربایجان کې د هرې درجې کچې لوړې زده کړې تعقیب کړي کولی شي د خزر پوهنتون د وړتیا پراساس بورسونو لپاره غوښتنه وکړي. دا بورسونه د خزر پوهنتون لخوا د 2...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...