د جهنم تل؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 23, 2021
4 years ago
2,957 views
د جهنم تل؟

د یمن ختیځ المهرة ولایت په صحرا کې د (برهوت) په نامه د څا په اړه بېلابېلې افسانې او کیسې دي او خلک پر دې اند دي چې دا د پېریانو استوګنځی و.

 

فرانس پرېس اژانس په خپل رپوټ کې ویلي،‌ باور دی چې د دغې لویې څا ژوروالی د ۱۰۰ تر ۲۵۰ مترو پورې دی او سور یې نژدې ۳۰ متره دی او له تل یې ډېر بد بوی راپورته کېږي.

 

یمني چارواکي لاهم نه پوهېږي چې د دې څا په تل کې څه دي.

د جیولوجي سیمو د ادارې او کانونو د شتمنیو د ادارې مشر صلاح بابحیر فرانس پرېس ته ویلي، اداره یې نه ده توانېدلې پوه شي چې د څا منځ‌کې ۵۰ متره ژور څه دي، ځکه چې هلته په ښکته کېدو اکسیجن کمېږي.

 

دی زیاتوي: "د څا منځ کې مو ځینې ناشنا څیزونه او ډېر بد بوی حس کړل چې هېڅ پرې پوه نه شوو، هلته وضعیت ډېر بل ډول و."

 

د لمر وړانګې هم د څا تل ته نه رسېږي خو د څا له خولې یوازې ځینې مرغان ښکاري او بس.‌

د تېرو څو پېړیو په اوږدو کې، ګڼو خلکو داسې کیسې رانقل کړې چې ګنې هلته پېریان دي او ډېری خلک پر دې باور دي چې دا پېریان د ځمکې پر سر خطر پېښوي او ښايي "ټول خلک له ستوني" تېر کړي.

ان ځینې خلک د دغې ناڅرګندې څا په اړه له دې وېرې هېڅ هم نه وايي چې کوم زیان ورته ونه رسېږي.

بابحیر زیاتوي: "ددغو سیمو څېړنه او د څا تل ته - چې عمر یې څو میلیونه کاله اټکل شوی- رسېدل ضروري دي."

بي.بي.سي

Related Articles

Dec 20, 2021
2,731 views

د اسلامي همکاریو سازمان وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په نړۍ کې بېلابېل سازمانونه د خپلو اهدافو لپاره کار کوي. یو له دوی څخه د اسلامي همکاریو سازمان هم دی، چې نن (ډیسمبر، ۱۹، ۲۰۲۱ز) یې د افغانستان په اړه ناسته درلوده، ترڅو په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې وکړي. شاید تاسو ته هم د...

Nov 28, 2021
4,696 views

که په ځان کې مو دا نښې وینﺉ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یﺉ چمتو!

لیکنه: شکېبا نادري، که په ځان کې مو دا نښې وینئ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یئ چمتو!   واده کول داسې پرېکړه ده چې د انسانانو له ټول ژوند سره نه شلېدونکې اړیکه لري، کله چې یو کس غواړي واده وکړي، لومړی باید له هر اړخه ورته ځان تیار کړي، لکه مالي اړخ،...

Jan 02, 2021
3,471 views

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی که شریر؟

لیکنه- ابراهیم شینواری انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی، شریر نه دی. خو د خپل مصئوونیت د لاسه ورکولو له امله ویرې سره مخ کیږي او دغه ویره یې انحراف ته مجبوروي او په شریر موجود بدلیږي. همدارنګه هغه غریزې چې فطرتاً د ده په بدن کې د دفاع لپاره دي په تعرض...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,679 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...