To start downloading books

Please sign in or create an account.

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی که شریر؟

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی که شریر؟

لیکنه- ابراهیم شینواری

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی، شریر نه دی. خو د خپل مصئوونیت د لاسه ورکولو له امله ویرې سره مخ کیږي او دغه ویره یې انحراف ته مجبوروي او په شریر موجود بدلیږي. همدارنګه هغه غریزې چې فطرتاً د ده په بدن کې د دفاع لپاره دي په تعرضي غریزو بدلیږي او بیا نورو ته ضرر رسوي.
 په وروستیو پیړیو کې د غربي فیلسوفانو، سیاست پوهانو او ساینس پوهانو ځینو نظریاتو سیاسیونو ته دا زمینه جوړه کړه چې سل میلیونه انسانان ووژني. دا د یوې پیړۍ وژنې تر هغو ټولو وژنو زیاتې دي چې تر هغه مخکې په نولسو پیړیو کې شوې وې.
 داروین د بیولوژیکي فوسیلونو له کتنې او عملي میندنو په پای کې دې نتیجې ته ورسید چې د ژوندیو موجوداتو تکامل د طبیعي انتخاب پروسې له مخې کیږي یعنې تر ټولو تکړه او قوي ژوندي موجودات کولی شي دوام وکړي او کمزوري موجودات له منځه ځي. د داروین د تکامل لپاره د طبیعي انتحاب له دې تیورۍ ځينې سیاسي، اقتصادي او تولنیزې نظریې راووتې. دغو نظریاتو امپریالیزم، نژادپالنې، ایوجینیک او ټولنیزې نابرابرۍ ته منطق او استدلال جوړ کړ چې په نړۍ کې د لویو او ورانوونکو جګړو سبب شوې. پخوا هم جګړې وې خو په دې پیمانه او شدت نه وې.
 داروین د خپلې تیورۍ له مخې په ټولنیزو موضوعاتو تبصره نه وه کړي خو د سپینسر، مالتوس، ویلیام ګراهم سومینز، ګالتون او نورو ټولنپوهانو او فیلسوفانو په ټولنیزو نظریو یې اثر وکړ او دوی یې په دې ډاډه کړل چې هغوی چې په طبیعي ډول تکړه انسانان دي پانګه او علم تر لاسه کوي او هغوی چې په طبیعي ډول کمزوري دي، نه شي تر لاسه کولی. په دوی کې ځینو لا حتی دومره زیاتی وکړ چې د هغو خیریه موسسو او دولتونو کارونه یې هم وغندل چې له بېوزلو، معلولو او اړو انسانانو سره مرستې کوي. دوی وویل چې دا خیریه کارونه د تکامل پروسه ځنډنۍ کوي.
 هابز وویل چې انسان فطرتاً شریر دی خو د نورو د انتقام له ویرې او ټولنیزو نورمونو په اساس یې قانون منلی دی. ماکیاولي هم ویلي وو چې سیاسي مشران دې په اخلاقو تظاهر کوي خو عملي کوه دې یې نه. په همدې ډول یو سیاستمدار بریالی کیدای شي.
 دې نظریاتو په شلمه پیړۍ کې دوه نړیوالو جنګونو، د چین داخلي انقلاب، د روسیې د اکتوبر انقلاب، د ویتنام جګړې، پر افغانستان د شوروي اتحاد تیري او نورو خونړیو جګړو ته لار اواره کړه. که همدا مفکوره دوام وکړي نورې خونړۍ جګړې به هم وشي. د وسلو سیالي به هم دوام وکړي او د انسانانو ژوند به د مرګ تر سیوري لاندې پاتې شي.
 دینونه په عام ډول او اسلام په ځانګړي ډول بیا د دغو نظریو برعکس نظر لري او قرآن وایي چې انسان په بهترین شکل، د الله تعالی په فطرت جوړ شوی او د کرامت خاوند دی:
 وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا ﴿الإسراء: ٧٠﴾ ترجمه: موږ د ادم اولاد ته کرامت ورکړ او په وچه او سمندر مو د تلو وس ورکړ او له پاکو (خوراکونو) رزق مو ورکړ او د مخلوقاتو په ډیره برخه مو لوړتیا ورکړه.
 لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ﴿التين: ٤﴾. ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ ﴿التين: ٥﴾ ترجمه: موږ انسان په بهترین شکل پیدا کړی دی. (او په ښه صورت کې تر پیدا کیدو) وروسته تر ټولو ټیټ حالت ته ځي.
 فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿الروم: ٣٠﴾ترجمه: د حنیف دین پر لور مخ واړوه، د خدای فطرت هغه دی چې انسان یې د هغه په اساس جوړ کړی دی. د الله په خلقت کې تبدیلي نه راځي. همدا قایم دین دی خو زیاتره انسانان نه پوهیږي. په حدیث شریف کې هم راغلي دي چې هر ماشوم د اسلام په فطرت زیږي؛ دا مور و پلار (او محیط) چې د ماشوم فطرت بدلوي.
 د ارواپوهنې او طب هغه څیړنې چې تر سره شوي دي دا تاییدوي چې انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی. که دوه ماشومان خپلو کې لوبې کوي او یو له بله د لوبو سامان واخلي، مقابل لوری ژاړي. د دې ژړا په مقابل کې لومړی ماشوم خپل د لوبو سامان هم ورکوي خو غواړي چې هغه غلی شي.
 لکه چې مو وویل وروسته انسان د ژوند د ستونزو له ویرې نارواوو ته لاس اچوي. خو د ژوند په پای کې بیرته خیر او ښو ته تمایل ښيي او ښیګڼې ته راګرځي. په څو زرو هغو انسانانو چې مرګ ته په نږدې حالت کې وو، څیړنې شوي دي. او تر مرګ مخکې ترې په خاص ډول معلومات اخیستل شوي دي چې دوی یوازې د دوه شیانو افسوس کړی دی:
 - کاشکي له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې ډیر وخت تیر کړی وای او مینه یې ورسره کړې وای، او
 - کاشکې له نورو انسانانو او بیوزلو سره یې لا زیاته مرسته کړې وای.
 زما په نظر په انسانانو کې باید دا تعلیم عام شي، چې دوی خیرخواه دي او یو له بل سره دې د خیر او ښېګڼې په کارونو کې مرسته او همکاري وکړي. انسان ته دا ذهنیت ورکول چې شریر موجود دی، په ده کې شریرتوب زیاتوي او باید دا کار ونه شي.

Related Articles

د خټکي روغتيايي ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی    خټکی یو له هغو خوندورو مېوو څخه دی، چې نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. ددې مېوې رنګ د ژېړ او نارنجي په شاوخوا کې وي، چې بېلابېل ډولونه لري. په فارسي کې خربوزه او انګلېسي کې ورته "Melon" وايي. باید ووایم، په افغانستان کې هم دا مېوه کرل کېږي، چې تر ټولو مشهور یې د کندز خټکي دي.  تاسو به په دې لیکنه کې د همدې مېوې پر ګټو او زیانون...

څنګه کولای شو صبر ولرو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنیز ژوند کې د صبر او زغم لرل خورا مهم دي. که موږ زغم او صبر ولرو خپله ذهني آرامي مو به ساتلې وي او چې ذهني سکون موجود وي نو انسان خپلې ټولې چارې په ښه شکل تنظیمولای شي. د صبر او زغم په اړه چې زه څومره مطالعه لرم، دا کوم څیز نه دی، چې و يې پيرو. بلکې د ځان د قانع کولو یوه تګلاره ده. که دغه تګلاره مو زده وي، نو کولای شو صاب...

د قهر (غوسې) د مهارولو تګلاره

لیکنه ـ ریاض مقامزی ژوند د غوسې، آرامۍ، خوښۍ، خفګان او د ورته نورو اضدادو ټولګه ده. انسان کله خوښ کله خفه وي، همدارنګه کله آرام او کله هم غوسه وي. غوسه داسې حالت دی، چې په انسان کې د یوې غلط فهمۍ، غلطۍ، بې عدالتۍ او نورو عواملو له کبله پیدا کېږي. په دې مرحله کې د انسان احساسات پر عقل غلبه کوي. په دې معنا چې انسان د عقل/فکر پر ځای پر احساساتو پرېک...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...