نوبل؛ د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 15, 2020
5 years ago
2,638 views
نوبل؛ د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه

نوبل د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه ده، چې له (۱۹۰۱ م) کال را په دې خوا هر کال د سويډن هېواد له خوا پياوړيو او نوښتګرو علمي، ادبي او سياسي څېرو ته د دغه هېواد د پاچا په لاس ورکول کېږي. د دې جايزې بنسټ سويډني نامتو کيمياپوه آلفرډ نوبل ايښی دی. د هغه د وصيت سره سم دغه جايزه هر کال هغو کسانو ته چې خلکو ته يې ډېر خدمت کړی وي، ورکول کېږي. نوموړي وصيت په دې ډول کړی و:

( (زما ټوله شتمني دې د کلنۍ جايزې په توګه هغه چاته ورکړل شي، چې انساني ټولنې ته يې ستر خدمت کړی وي. دغه جايزه دې په پنځو برخو ووېشل شي؛ يوه برخه دې هغه چاته ورکړل شي، چې د فزيک په برخه کې يې مهم کشف يا علمي څرګندونه کړې وي، بله دې هغه چاته ورکړل شي، چې د کېميا په برخه کې يې اوچت خدمت کړی وي، بله دې هغو ته ورکړل شي، چې په ادبياتو کې يې غوره اثر پنځولی وي، همدارنګه هغه چاته ورکړل شي، چې د طب په ډګر کې يې مهمه هڅه کړې وي او وروستۍ برخه دې هغو ته ډالۍ شي، چې د سولې او بشري تفاهم لپاره يې هلې ځلې کړي وي.))

هېرده دې نه وي، چې په (۱۹۶۹ م) کال کې د سويډن هېواد له خوا د اقتصاد برخه هم ور زياته شوه.

 که څه هم د ښاغلي نوبل وصيت د دې جايزې بنسټ دی، خو دا چې طرحه يې بشپړه نه وه، نو دغه کار پنځه  کاله وځنډېد، چې بالاخره په (۱۹۰۱ م) کال کې لومړۍ جايزه ورکړل شوه.

په دغه جايزه کې، يو د سرو زرو افتخاري مډال، شخصي ديپلوم او نغدې پيسې شاملې دي. د سرو زرو مډال يې تقريباً نيم پاونډ وزن لري او دوه نيم انچه اوږدوالی او پلنوالی لري. له (۲۰۰۰ م) کال را په دې خوا په هره برخه کې ګټونکي ته لس ميليونه کرونه ورکول کېږي. البته يادې پيسې د وخت له شرايطو سره سمې ټاکل کېږي.

د ګټونکو د ټاکلو پړاو

په لومړي سر کې، هغه کسان چې د نوماندانو ورپېژندنې واک لري، د نوماندانو نوملړ د هماغه کال فبرورۍ تر لومړۍ نېټې بشپړوي او سپاري يې. البته د نوبل کميټې غړي د نوماندانو د ور پېژندنې لپاره ډېر وخت لري. بيا د کمېټې غړي له څېړنو وروسته يو لنډ نوملړ برابروي، چې تقريباً ۲۰ يا ۳۰ تنه په کې وي. ورپسې د نوماندانو په اړه څېړنې کوي او د همدې څېړنو پر مټ د نوماندانو شمېر نور هم کموي. وروستۍ پرېکړه په يوه ګډه غونډه کې چې معمولاً د سيپټمبر په اخره او يا هم د اکتوبر په لومړيو کې ترسره کېږي، کوي.

Related Articles

Mar 09, 2023
2,833 views

وظایف انجنیر ساحوی

#وظایف انجنیر ساحوی (Field Engineer's Responsibility) Collector By : 👷❤📚🖋Arch Nasser Mansoor ➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖ 1-وظایف شخصی(personal Responsibility)2- وظایف ساحوی (Site Responsibility) 3- وظایف دفتر (office Responsibility) 4- وظایف مشترک(com...

Jul 06, 2023
1,194 views

جرمني هیواد DAAD  ماسټرۍ بورسونه

د جرمني هیواد د DAAD  ماسټرۍ بورسونه د(Master Studies for All Academic Disciplines)  کتګورۍ بورسونو اپلیکیشن د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې پیل او د اګست تر پایه دوام لري.  اړین اسناد:  1. آنلاین اپلیکیشن فورم2. سی وي یا کارمخینه 3. انګیز...

Jun 20, 2022
2,493 views

له خفګان څخه د خلاصون پنځه آسانه لارې چارې

ليکنه - رياض مقامزی له خفګان څخه د خلاصون لپاره ارواپوهان دغه کړنې توصیه کوي؛ نو که تاسو هم له دې ستونزې څخه کړېږئ، دا کارونه مو ستونزه ختمولای شي.   • ځان بوخت وساتئ! که له خفګان څخه کړېږئ؛ نو د مهارولو تر ټولو غوره طريقه يې همدا ده، چې مصروف ش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,701 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,134 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,009 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...