د شکر ناروغۍ نښې؛ (ستړيا، تنده او...)

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 16, 2020
5 years ago
5,589 views
د شکر ناروغۍ نښې؛ (ستړيا، تنده او...)

شکر په نړۍ کې یو له ډېرېدونکو ناروغيو څخه دی. په دې لیکنه کې به تاسو د شکرې ناروغۍ پر ځينو عمده علايمو پوه شئ.
 د امریکا د ارواپوهانو ټولنې اعلان کړی، چې اوسني ځوانان د مخکينيو لسیزو له ځوانانو څخه ډېر تر فشار لاندې ژوند لري. همدې ټکي ته په پام پر شکرې ناروغۍ د اصلي عواملو څخه یو هم سټريس (فشار) دی. 
 د ایليټ ډایلي د راپور پر اساس ځوانان تر سختې ناروغۍ مخکې ډاکټر ته نه ځي او نه هم ځينې ډاکټران ددوی د ناروغيو علایم جدي بولي. همدا وجهه ده، چې ددوی ناروغي جدي کېږي او وروسته یې درملنه سخته تمامېږي. 
 د شکر (دویم ډول) ناروغۍ نښې څه دي؟
 روغتياپالان ددې ناروغۍ ځينې عمده علايم ښيي، کله چې دغه نښې دوامداره وي نو کوښښ وکړئ ډاکټر ته مراجعه وکړئ او د شکرې ناروغي مو وګورئ. 

 ۱. د ادرار (تشو بولو) تکرار
 له اندازې ډېر تشې بولې کول، ددې ناروغۍ یو له عمده نښو څخه بلل کېږي. دا په دې معنا ده، چې بدن مو اضافي شکر د ادرارو له لارې دفع کوي. 

 ۲. دوامداره تنده!
 د وينې د ګلوکوز لوړوالی د ډېر ادرار سبب او ډېرې تشې بولې د بدن د اوبو د کمښت سبب کېږي. نو ځکه انسان ژر ژر تږی کېږي. 
 د پرېونشن ویبسايټ د راپور پر اساس، که چېرې دغه پورتني دواړه عوامل په ناڅاپي ډول یو ځای راښکاره شي نو ډاکټر ته حتمن مراجعه وکړئ. 

 ۳. له اندازې ډېره ستړيا 
 بدن د اړتيا وړ انرژي د ګلوکوز له سوځولو لاسته راوړي. د بدن د اوبو کمښت سر بېره، د بدن اکثره فعالیتونه اغېزمنوي، چې د ستړيا او لټۍ احساس درکوي. او همیشنۍ ستړيا د شکرې ناروغې نښه ده. 

 ۴. د سترګو ستونزه
 په بدن کې د اوبو کمښت او شکر د انسان پر نظر هم منفي اغېزې کوي. همدا د اوبو کمښت د سترګو د لینز لمدوونکې مايع کموي، چې دا کړنه د دید د کموالي سبب کېږي. په جدي حالاتو کې د اوبو کمښت د وینې کوچني رګونه له منځه ځي او د ړندېدو سبب هم کېږي. 

 ۵. د ټپو ژر نه ښه کېدل 
 همدارنګه شکر د انسان د میتابولېزم کچه ټيټوي او دفاعي ځواک کمزوری کوي. نو ځکه ټپ ځايونه په اسانۍ بېرته نه رغېږي. 
 همدارنګه د وزن کموالی، شدیده لوږه او بې حسي هم دددې ناروغۍ له عمده او اساسي نښو څخه شمېرل کېږي. که تاسو ددې ستونزو درلودونکي یئ او یا مو هم د کورنۍ کوم غړی یاد علایم ولري ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ. 

Related Articles

Feb 16, 2022
2,275 views

خواږه!

لیکنه ـ ریاض مقامزی حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني." ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ." کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغل...

Nov 25, 2021
2,387 views

د "ابو علي سينا بلخي" ژوند او فن

ابو علي سينا بلخي د ختيز نابغه، ستر فېلسوف او تکړه عالم شېخ الريس ابو علي سينا بلخي د ګران هيواد افغانستان په ( خردميشن ) کې چې د بلخ له توابعو څخه و په    ۳۷۰ کال کې د عبدالله سينا په کور کې زيږېدلی دی. د ده پلار عبدالله سينا د سامانيانو په دربار...

Apr 08, 2023
1,445 views

افغانستان د بندونو د زېرمو حجم

د افغانستان د بندونو د زېرمو حجم:۱. کجکي په هلمند کې ۱.۵ میلیارد متر مکعبه۲. دهله په کندهار کې ۱ میلیارد متر مکعبه۳. افغان-هند دوستی (سلما) په هرات کې بند ۶۶۰ میلیون متر مکعبه۴. نغلو په کابل کې ۵۰۰ میلیون متر مکعبه  - د سروبي او دورنټې بندونه لږ زېرم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,726 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,022 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...