د نقشې تطبیق( خط اندازي):
له تطبیق څخه هدف دا دی چې پلان انجینر ته وسپارل شې(پلان د بل انجینر پواسطه ترتیب شوی وی) یا انجینر پخپله پلان ترتیب کړی وی او هغه د ګچ یا چونې پواسطه په ځمکه تطبیقوی.
لاندی نقطې په پام کې نیول کیږی:
1- د نقشې شمال لوری د ځمکې له شمالي لوری سره یو کول(دا کا د قطب نما په وسیله تر سره کیږی).
2- د یو معلوم خط لرل: پدی معنی چی د نقشې یو ضلعه به په همدې جهت وي.
د لا ښه وضاحت لپاره یو پلان د نمونې په توګه راوړو چې شمالی او جنوبی ضلعې یې 10m همدارنګه شرقی او غربی ضلعې یې 8m دی. دغه ځمکه د شمال لوري سره د یو 16m سرک سره وصل ده.
تطبیق: د تعمیر د ابادۍ له ساحې لږ اندازه لیری (1m) یو میخ چې د off میخ په نړم یې نوموو ټک وهوو همداشان په بل طرف کې هم په همدې اټکلي اندازه میخ ټک وهل کیږی د تار (رجې) پواسطه دغه نقطې سره وصلوو دا لومړنی مسیر دی چې باید د نورو کارونو لپاره دغه تار خلاص نشې.
د دې لپاره چې د off میخ د کار په وخت کې لمنځه ولاړ نشي باید د تعمیر د کنج(نبش) له نقطې 1m لیری وی او د پروژې تر پای ته رسیدو پورې باید دغه میخ وساتل شي دا ځکه چې موږ ده همدې میخ په واسطه کولای شو تر څو د تهدابونو پلان، د پایو تطبیق، نما جوړولو او داسې نورې چارې ترسره کړو.
د نورور مسیرونو یا جهتونو د تطبیق لپاره له دوهمي نقطې یو متر لیری د off میخ ټک وهو تار همدې میخ کې وصلو او تر دریمې نقطې امتداد ورکوو. اوس د دواړو جهتونو تر منځ 90 درجې یا قایمه زاویه برابرو. باید یادونه وشي چی د ضلعو د قایم کولو لپاره د فیثاغورث قضیه کارو. په همدې توګه کولای شو چې دریمه څلورمه ضلع هم جدا او تطبیق کړو.
Related Articles
نوبل؛ د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه
نوبل د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه ده، چې له (۱۹۰۱ م) کال را په دې خوا هر کال د سويډن هېواد له خوا پياوړيو او نوښتګرو علمي، ادبي او سياسي څېرو ته د دغه هېواد د پاچا په لاس ورکول کېږي. د دې جايزې بنسټ سويډني نامتو کيمياپوه آلفرډ نوبل ايښی دی. د هغه د...
نماینده گان تمدن ها؟!
نماینده گان تمدن ها؟! مصطفی عمرزی فرهنگ نمایی های حوزه یی که گویا در برابر توحش پشتون ها شناخته می شوند، به حد مسخره گی نیز درآمده اند. درست است که یک بخش جامعه ی ما در افراطیت دینی گیر مانده، اما به دلیل سرمایه گذاری هایی که بود غرب به خاطر تضعیف...
سولر سسټم بيټريو ته څه وخت تيزاب بدل کړو ؟
د خپل سولر سسټم بيټريو ته څه وخت تيزاب بدل کړو ؟ #تيزاب #څه #شی #دی ؟ په lead batteries يا تيزابي بيټريانو کې استعماليدونکي electrolytes يا په عامه اصطلاح تيزاب عموما د ګوګوړو تيزابو ( H2SO4 sulfuric acid) او اوبو محلول وي چې 70% يې اوبه او پاتی 30%...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...