سوځيدنه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 26, 2023
2 years ago
1,677 views
سوځيدنه

*سوځيدنه*

له #سوځېدلو وروسته بايد څه وکړو؟
- په بېړه ناروغ د سوځېدلو له ځای يا شي څخه لېري کړئ
- پر سوځېدلي ځای تومړې او يا مازي سړې اوبه د ۱۰ يا ۲۰ دقيقو لپاره توی کړئ. يخی او يا ډيري يخې اوبه بايد استعمال نشي
- له سوځېدلي ځای ځخه ګېڼه او زيور لېري کړئ
- له سوځېدلي ځای څخه کالي لېري کړئ. خو که کالي په پوست پسي نښتي وي مه يې لېري کوئ
- سوځېدلی ځای په پاک پلاسټيک باندې پټ کړئ
- که مخ يا سترګي سوځېدلي وي نو ناروغ جګ کښېنوئ تر څو دغه برخه و نه پړسيږي
- که په سوځېدلي ځای تڼاکي را وخېژي مه يې ماتوئ
- د درد لپاره پراسېټمول استعمال کړئ

په لاندې وختونو کې ناروغ روغتون يا ډاکتر ته يوسئ:
- که د سوځېدلي ځای ساحه د ناروغ تر لاس غټه وي
- که د سوځېدلي ځای پوست سپين بخن يا توربخن شي
- که د مخ، لاسونو، پښو او يا تناسلي غړو له سوځېدلو وروسته په هغوۍ تڼاکي را وخېژي
که سوځېدل شديد نه وي او پورته حالتونه وجود و نلري نو تاسو کولای شئ سوځېدلی ځای په واسلينو غوړ کړئ.

Related Articles

May 04, 2021
2,526 views

د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا

د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا د خانداد بابا په اړه باندې پښتانۀ دانشوران او تاریخ پوهان وخت په وخت خپلې تبصرې کوي دا ډېره ښۀ خبره ده چې خپل اتلان ژوندي وساتلے شي ، خپل اتلان یادول د ژوندي قامونو کار دے زۀ دغه کار ته خوش بین ضرور یم خو په د...

Jul 01, 2021
3,874 views

د شنو چایو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه پښتون مېشتو سیمو کې شین چای د هرې حجرې او دېرې رنګ جوړوي. د مېلمنو د قدر لپاره حتمي ده، چې چای ورکړل شي. مګر ډېر کم خلک د شنو چایو پر ګټو او زیانونو پوهېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی....

Jun 15, 2023
4,507 views

د ژوند دښمن K ټابلیټ

ټابليټ K د ژوند #دښمن  ټابليټ #K يو ډير خطرناک نشه ئي مواد دي چې په اوس وخت کي د افغانستان په ښارونو کې رواج شوي دي، همدا ټابليټ k دي چې بدبختانه پوهه او باسواده وګړي هم ورڅخه په استفادې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند تباه کوي. دغه نشه ئي مواد چې د يو ډو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...