غنمو د کښت ژوروالی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Oct 11, 2023
2 years ago
1,789 views
غنمو د کښت ژوروالی

د غنمو د کښت ژوروالی (Depth of Seed) :-
د غنمو د کښت مناسب ژوروالی له  3 - 6 سانتی مترو پوری ټاکل شوی دی له 6cm نه ژور باید ونه کرل شی او ځمکه باید نمجنه یعنی وتره وی .
د یو جریب ځمکي لپاره د 25 سخه تر 28 کیلو گرامه تخم ضرورت دی .
د #کیمیاوی سري استعمال د غنمو په کروندی کی (Fertilizer Application) :-
په غنمو کی د کیمیاوی سری استعمال د خاوری ډول او اقلیم په اساس سره فرق کوی خو په عمومی توګه 50kg Urea يوريا سپینه سره او 25kg DAP توره سره په یو جریب کی استعمالیږی چه د پورتنیو سرو له جملي څخه   DAP 25kg توره سره د کرلو په وخت کی او 25kg سپینه سره د بوټی د جوړیدو په وخت کی او باقی سپینه سره د وږی د ویستلو څخه د مخه ورکول کیږی او که له دی اندازي نه زیاته شی نو غنم به چپه شی او اقتصادی هم نه تمامیږی چه د سری ورکولو سره سم باید اوبه شی تر څو د سری د ضایعاتو څخه مخنیوی وشی.
    #د_غنمو_ابیاری
د غنمو ابیاری نظر اقلیمی شرایطو او د خاوری ډول ته فرق کوی 
په عمومی ډول د غنمو ابیاری په لاندی وختونو کی ضروری ده :-
الف :- مخکی له کرلو د ځمکی د وتری په مقصد.
ب :- هغه وخت چه اصلی ریشی یی جوړیږی یعنی د کرلو څخه 21 ورځی وروسته .
ج :- په پسرلی کی چه غنم د ودي په حالت کی وی.
د :- د وږی د ایستلو په وخت کی.
ه :- د غنمو د دانی د شیري او دانی تکمیلیدو په وخت کې 
Agriculture and guidance کرنه او لارښوونه 
کرنه او لارښوونه 
ننګرهار کرنی ریاست

Related Articles

Nov 14, 2021
2,034 views

د پرلپسې ماتو خوړلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري،   د پرله پسې ماتو خوړلو لاملونه     د ټولو انسانانو په ژوند کې ستونزې شته دي، هېڅ داسې انسان د ځمکې پر مخ نه شته چې ستونزې و نه لري. یوازې توپیر یې دا دی چې د ځینو کسانو ستونزې لږ او د ځینو بیا ډېرې وي، خو تر ټولو بریالي کسان...

Jul 20, 2023
1,624 views

ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟

لوستل به یي کوم تاوان ونلري؛که وخت لرۍ نو ویي لولۍ! د ننګرهار ولايت مساحت د اسرایلو څخه لوي دي د اسرايلو نفوس شپېته لکه يا شپږ مليونه دي تقريبا د کابل ښار د نفوسو برابر دي.بيا نو ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟  بيا نو ولي په نړي کي در...

Apr 10, 2023
1,618 views

د مهدي داستاني کلیات کتاب لنډه معرفي او پېژندنه

د مهدي داستاني کلیات د کتاب تنقیدي جاج  دغه کتاب د سید مير مهدي شاه چي د پېښور پښتونخوا د شلمي پېړۍ یو لوی لیوال او ژورنالست وو د لنډو کيسو یوه مجموعه ده چي پکښي د نوموړي لیکوال لنډي کېسي راټولي سوې دي او د تدوین زیار یې د پښتو ژبي بل لیکوال دوکتور ز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,999 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...