د زړه حمله:
د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه او اکسېجن ورکوي يودم بند شي. کله چې دا پېښه وشي نو د زړه هغه برخه يا ساحه چې معمولاً به نوموړي بند شوي رګ وينه ورکوله زيانمنه کيږي او يا که پخپل وخت رګ خلاص نشي مړه کيږي.
د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه په رګونو غوړ څاڅکې کښېني چې د وخت په تېريدو د رګ په منځ کې غوړينه طبقه منځ ته راوړي. دغه طبقه يا طبقې په ډيره اسانۍ سره ماتېدی شي. د رګ د دغې طبقې له ماتېدلو وروسته په مات ځای د ويني غوټه يا لخته جوړيږي چې هغه د رګ د يودم بندېدو او د زړه د حملې باعث ګرزي.
نوټ: په انځور کې تاسو د زړه په رګ کې د ننه د غوړو طبقې وېنئ چې لا تر اوسه نه دې ماتې شوي.
Related Articles
د اضافي وزن د کمولو مناسبه پروسه
وزن زیاتېدل یوه نړیواله ستونزه ده. له همدې امله خلک د فزيکي او رواني روغتیا په برخه کې ډیرې ستونزی لري. د وزن د ستونزې د حل لپاره یوه پراخه نړیواله انډسټري جوړه شوې ده، خلک هڅوي چې د وزن د کمولو لپاره بیلابېل محصولات او خدمات وکاروي خو حقیقت دا دی چې...
هغه خلک چې غاښونه نه بورس کوي، په سرطان اخته کېداى شي
روغتياپالانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى، چې د غاښونو نه بورس کول ستاسې د خولې او خېټې په سرطان د اخته کېدو خطر زياتوي. د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا په بوسټن پوهنتون کې په يوه څېړنه کې دا خبره څرګنده شوې ده، چې د غاښونو بورس کول نه يواز...
د انارو حيرانوونکي روغتيايي ګټې
انار یو له مشهورو ميوو څخه ده، چې د نړۍ په ګوټـ ګوټ کې خپل مينوال لري. د ځانګړي خوند سره ـ سره ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. په دې لیکنه کې به یې تاسو پر ځينو ګټو وپوهېږئ. ۱. له ويټامينونو ډکه مېوه ده "۱۷۵" ګرامه انار ويټامين سي ته د انسان اړتيا ۳۰% پور...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...