څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 19, 2020
5 years ago
15,766 views
څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟


 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري. 

 خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ
 د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي. 
 ددې لپاره چې ځانګړي و اوسو نو اړينه ده، چې خپل لباس، ويښتانو او حرکاتو ته بشپړ پام وکړو. البته له دې څخه موخه دا نه ده، چې له کلتور خلاف ځينو کړنو ته مخه کړو، مګر کولای شو، مناسب او پاک لباس پر تن کړو. همدارنګه د لباس په انتخاب کې باید خپل عمر، موقف او دنده هم په نظر کې ونيسو تر څو مقابل لوری مو لباس ته په کتو د حيرانتیا پر ځای د آرام احساس وکړي.
 
 خپل ځان وپېژنئ
 تاسو څوک یئ؟ په ملګرتيا، فرهنګي، اقتصادي او نورو مسئلو کې ستاسو ارزښتونه څه دي؟
 خپل ارزښتونه وپېژنئ او لیست یې جوړ کړئ. لاسته راغلي لغاتونه بې ځایه کلمې نه دي بلکې همدا ارزښتونه ستاسو د شخصيت اصلي ټکي دي.  

 د نورو د قضاوت په اړه خپله وېره ختمه کړئ
 موږ اکثره له دې وېرېږو، چې خلک به زموږ په اړه څه وايي. دا ددې لامل کېږي، چې خپل ځان سانسور کړو او د خپل شخصيت د ودې مخه ډب کړو. ځينې وخت خو آن خلک زموږ په اړه هېڅ قضاوت نه کوي خو موږ وېره لرو. له دې امله خپل ځان ځوروو.
 که څوک زموږ شخصيت وننګوي او پر موږ وخاندي بايد غلي نه شو. مقابل شخص سره بايد د خبرو له لارې ستونزه حل کړو، که داسې و نه کړو عقده به مو په زړه کې ځای ونيسي او عقده مو شخصیت ډېر زیات خرابوي. 

 هدف مو وپېژنئ 
 کله چې خپل ارزښتونه وپېژندل نو خپلې موخې واضح کړئ. غواړئ څه اوسئ؟ غواړئ څه وکړئ؟ بايد پوه اوسئ چې د نړۍ انسانان يو ډول نه دي او موخې هم بدلې وي. له ده وروسته خپلو موخو پسې کوټلي ګامونه واخلئ. باید ووایم چې موخې ته رسېدل سخت نه وي خو پيل سخت وي. کوښښ وکړئ هر څومره ژر چې کېږي د خپلو موخو پسې تګ پيل کړئ. 
 
 د نورو په اړه ډېر فکر مه کوئ 
 پر نورو او د نورو پر کړنو تمرکز تاسو له خپل ځانه لرې کوي. کوښښ مه کوئ چې فکري تمرکز مو د نورو له امله خراب کړئ.
 کله چې تاسو خپل ځان ته فکر و نه کړئ، شخصيت مو له خطراتو سره مخ کېږي.  
 
 لږ او منطقي وغږېږئ 
 ستاسو الفاظ ستاسو د شخصيت نمایندګي کوي. که سم او منطقي غږېږئ نو خلک مو په اړه مثبت فکر کوي. ډېرې خبرې ستاسو د ناسم شخصیت انځور وړاندې کوي. 

Related Articles

Dec 15, 2021
2,407 views

له سود (ربا) څخه ځان، کورنۍ، ټولنه او هیواد وژغورئ

سلامونه او نیکې هیلې ټولو درنو سوداګرو (تجارانو)، پانګې لرونکو، صرافانو (د پېسو راکړې ورکړې والا)، بانک لرونکو او ټولو هغو کسانو ته چې دا لیکنه (مقاله) وايي: هیله کوم! تر پایه دا لیکنه وګورئ او ویې لولئ، په خپلو فیسبوک پاڼو، آي ډي ګانو (حسابونو) کې،...

Jul 27, 2023
1,576 views

د عمر بن عبدالعزیز رح واقعه

د عمر بن عبدالعزیز رح یوه وړه لور وه، د اختر ورځ وه په ژړا راغله پلار یې ترې وپوښتل: لورې ولې ژاړې؟لور يې ورته وویل: ټولې انجونې نوې جامې اغوندي او زه د امیر المؤمنین لور یم او زړې جامې مې اغوستې دي..!عمر چې د لور خبرې واورېدې نو خفه شو، لاړ او د بیت...

Jan 16, 2022
1,545 views

کابریکا - درېیمه برخه

کابریکا - #درېیمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي لا خبره نه وه خلاصه چې د موټر د برېک ټسس شو، موټر چلوونکي وویل:- تالاشي ده، ټول له موټر ښکته سئ! دوی د موټر په پای کې ناست وو، ترڅو نور ښکته کیدل سلیمان انډریو ته وویل:- ګوره چې دباندې خبرې ونه کړې زه و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,874 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,122 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...