د دولت دمالياتو سيستم په لاندي ډول دي:

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 21, 2024
1 year ago
1,251 views
د دولت دمالياتو سيستم په لاندي ډول دي:

ددولت دمالياتو سيستم په لاندي ډول دي:

1. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 1 افغانۍ څخه تر 5000 افعانیو پورې هېڅ ډول مالیات نه پرې وضع کیږي.

2. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 5001 افغانۍ څخه تر 12500 افعانیو پورې وي (%2) مالیات پرې وضع کیږي.

3. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 12501 افغانۍ څخه تر 100000 افعانیو پورې وي, پر (150) ثابتو افغانیو علاوه په هر سل افغانیو  (%10) مالیه وضع کیږي.

4. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 100000 افعانیو څخه پورته وي, له 8900 ثابتو افغانیو علاوه په هرو سلو افغانیو (%20) مالیات وضع کیږي.

د مالیاتو کټګورۍ چې 1,2,3,4 دي, باید هره کټګورۍ په اساس معاش منظم شي چې کومې کټګورۍ کې راځي بیا باید له معاش څخه منفي شي. د بېلګې په ډول احمد میاشتنی 135000 افغانۍ معاش لري, له دې شخص څخه مالیات په لاندې ډول اخیستل کیږي. لمړی له پاسه شروع کوو, له 135000 څخه 100000 منفي کوو, پاتې کیږي 35000 اوس له 35000 څخه %20 معاش منفی کیږي او مساوي کیږي له 7000 سره, بیا پاتې برخه یانې 100000 څخه 12500 منفي کوو, مساوی کیږي له 87500 سره اوس 87500 څخه %10 مالیه اخیستل کیږي مساوي کیږي له 8750 سره, او بیا له 12500 څخه 5000 منفي کوو, مساوي کیږي له 7500 سره, اوس له 7500 څخه %2 مالیه اخلو دا مساوي کیږي له 150 سره, پاتې شو, 5000 له 5000 او له هغه څخه کم معاش څخه ماليه معاف ده, اوس دغه مالیات هره کټګوري دا ډول جمع کوو, تر څو د ټول 135000 معاش مالیه معلومه شي.
150+8750+7000=15900
یانې په 135000 افغانۍ معاش باندې 15900 مالیات وضع کیږي. 
 یا په لنډ ډول
135000-100000=35000
(1). 35000/20=7000

100000-12500=87500
(2). 87500/10=8750

12500-5000=7500
(3). 7500/2=150

د کاروباريانو د مالياتو سيستم چې د هغوۍ روزمره خرڅلاو ته په کتو ټاکل کيږي
#Tax_Formula_For_Business_in_Afghanistan. 
#افغانستان_کې_دماليې_ورکړې_فورمول.
#کیدای_شي_په_درد_مو_دواشي!!!

 کال 365 ورځې دی دحکومت دقانون له مخي د 65 ورځو مالیه معاف ده.  روزمره خرڅلاو مثلاً دورځې 1500افغانۍ دی.
1500 افغانۍ به 300 کې ضرب کړئ چې مساوي کېږي له 450000 افغانۍ سره.
اوس که چیرته دیو تجار یا دوکاندار عاید له 150000 افغانۍ څخه کم وې نو په یاد تجار یا دوکاندار مالیه نشته (معاف) دی.
که چيرته عاید له 150000 زره افغانۍ څخه پورته وې ذکر شوی رقم 150000 به تري منفي کړئ. اوس که له 450000 افغانۍ څخه 150000 افغانۍ منفي کړو مساوي کېږي 300000 افغانۍ.
دا 300000 افغانۍ به ضرب 0.05 کړئ چې مساوي کېږي 15000 افغانۍ سره. اوس نو دخپل دوکاندارۍ او کاروبار مالیه پخپله وکړئ

فورمول ورځنی خرید مثلاً 1000 ضربي 300 منفي 150000 باقي خرید ضربي 0.05 لاسته راغلی عدد مو مالیه ده په احترام

Related Articles

Sep 17, 2023
1,613 views

Essay on Global Warming

Khalid Razique   The last few decades have been monumental when it comes to technological development. Humans have developed systems and machines that make our lives easier. Especially during the early modern period from the early 16th century to a...

Nov 29, 2020
4,389 views

کوم خواړه مو حافظه پياوړې کوي؟

آيا پوهېدئ، چې خواړه زموږ پر حافظې اغېز کوي؟ کله چې د غذايي رژيم بحث کوو، زموږ فکر یوازې د خپل بدن ظاهري شکل او اندامونو ته وي. په داسې حال کې چې روغتيايي څېړونکي تر هر څه ډېر دې ټکي ته پام کوی، چې د خوړو تأثير پر حافظې څه دی؟ کوم خواړه باید وخوړل شي...

Dec 30, 2022
1,460 views

اقلیت های جنسی در قوانین مرتبط با محلات سلب آزادی || Sexual minorities in laws related to places of deprivation of liberty

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar اسلام همواره دوری زن و مرد اجنبی را از همدیگر به دلایل و اهداف از قبیل حفظ حیا، عفت، اجتناب از محرمات، جلوگیری از وسوسه‏ها، افتادن در معصیت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,535 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,106 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,900 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...