To start downloading books

Please sign in or create an account.

واټر شید مدیریت

واټر شید مدیریت

د واټر شید د مدیریت لپاره د موثره ساختمان انتخاب.
Selecting of effective Structure for Watershed management
د واټر شید موضوع نن سبا زیاته د کار او مطالعې لاندي نیول کیږي او زیاتره اورګانونه هم کوشش کوي ترڅو د واټر شید مدیریت ترسره او د ساحې اوبه کنترول کړي، په لومړي قدم کې به د واټر شید په پیژندنه پیل وکړو:
واټر شید هغه ساحې ته ویل کیږي چې د هغه سیمې ټولې اوبه یوې مشخصې نقطې ته راجمع کیږي،چې همدي سیمې ته Catchment Area او یا Basin area هم ویل کیږي. کله چې باران وویریږي نو یوه اندازه یې د ځمکې تل ته جذب او نورې د ځمکې پر مخ حرکت کوي چې Surface water runoff رامنځ ته کوي او ځنې اوبه یې بیرته هوا ته بخار Evaporation کوي، د یادونې وړ ده چې دا اوبه کوچنیو سیندونو او کوچني سیندونه بیا لوي سیندونو ته بهیږي او یا د لارې په مسیر کې له منځه ځي.
د واټر شید مدیریت یوه مهمه موضوع ده او د یو هیواد او یوې سیمې اوبه باید مدیریت شي ترڅو:
1-د سیمې لپاره زراعتي اوبه برابري کړي.
2-د انسانانو او حیواناتو لپاره د څښاک او نورو ضرورتونو اوبه برابرې کړي.
3-د سیمې په اکولوژې کې موثره وڼډه واخلي.
4-د سیلاب کنترول او تخریباتو مخینوي وشي.
5-د خاورې او ځمکې توږنې مخنیوي ترسره شي.
6-د ځنګلاتو په منځ ته راوړلو کې مهم رول لري.
7-د ځنګل او شنې ساحې په منځ ته راتللو سره د هوا په ګرمښت کې کموالي راولي.
8-د ځمکې لاندي اوبه تغذیه کوي.
که په ټوله کې وګورو نو د یوې سیمې واټر شید نظر د سیمې ټوپوګرافي جوړښت سره توپیر کوي او د مدیریت لپاره یې لازمه ده چې لاندي فکټورونه په نظر کې ونیول شي:
د سیمې ټوپوګرافیکي جوړښت لکه د خاورې نوع،د سیمې میلان او نور
د سیمې هایدرولوژیکې جوړښت او معلومات لکه د باران اندازه او شدت
د اوبه ورکونکي ساحې مساحت
پر محیط باندي یې د اکولوژې له نظره اغیزي
د پورته فکتورونو په نظر کې نیولو سره کولاي شو چې د یوې سیمې د واټر شید د مدیریت لپاره لاندي ساختمانونو وړانديز کړو:
۱-کندي Trench
2-چک ډیمونه 
3-ذخیروي بندونه
4-خاوریني ذخیري
5-کنتوري تریسونه یا ویالي
پورته ساختمانونو ترڅنګ د شنو ساحو او چمونونو په رامنځ ته کولو سره هم کولي شو چې د واټرشید مدیریت کې موثریت رامنځ ته کړو خو دلته مهمه داده چې کوم ساختمان چیرته او کومو مشخصاتو لپاره انتخاب کړو،ترڅو په اقتصادي ډول سره مو د واټر شید مدیریت ترسره کړي وي:
1-کندي یا Trench
ټرینچونه وړې کندې دي ،چې په سلوپ لرونکې او هموارو ساحو کې د باران د اوبو د جمع کولو او د سطحې اوبو د جریان د مخنیوي لپاره په معلومو ابعادو سره کندل کیږي ،چې دا ابعاد د ساحې د باران سره مستقیمه اړیکه لری،که چیرته د باران شدت زیات وي نو ټرینچ ابعاد زیات نیول کیږي ترڅو دباران اوبه ذخیره کړي او نه پریږدي چې اوبه رن اف رامنځ ته کړي ،د ترینچونو د کندن کولو لپاره د ساحې انتخاب زیات ضرور دي او باید پر داسي سیمو کې جوړ کړل شي چې خاوره جوړښت یې نرم او د جذب قابلیت ولري. په سختو او ضخره یې سیمو کې جوړښت غیر اقتصادي دي،ځکه د باران اوبه نه جذبیږي او یا سطحې جریان را منځ ته کوي یا تبخیریږي.
2-چک ډیمونه 
چک ډیمونه کوچني ساختمانونه دي ،چې د مختلفو موادو لکه خاورین،سنګکارۍ،لرګین او کانکریټو څخه جوړیږي،نوموړی ډیمونو عمده دنده پر سیلابی او باراني حالاتو کې د خاورې د توږنې مخنیوي او د سیلاب د شدت کمول دي.د چک ډیم د اعمار لپاره داسي سمیه باید انخاب شي ترڅو په کیچمڼټ کې د خاورې توږنې او په ښکته سیمو کې د سیلاب شدت کم کړي،چې عموما په سلوب لرونکو ناوونو کې اعماریږي.
3-‌ذخیروي بندونه Storage Dams 
ذخیروي بندونه لوي او یا کوچني ساختمانونه دي ،چې د اوبو د ‌ذخیره کولو لپاره د سیند یا Stream باندی جوړیږي، نوموړي بندونه د مختلفو موادو لکه لرګي، خاورې، جاذبوي سنګکارۍ او کانکریتو څخه د اوبو د ذخیره کولو په موخه اعماريږي،چې د همدي اوبو څخه د زراعتي سیمو د خړوبولو او د ځمکې لاندي اوبو د تغذیه لپاره کټه اخیستل کیږي ،همدارنګه په اوبیز وخت کې اوبه ذخیره کوي او په وچ موسم کې د همدي ذخیره اوبو څخه کټه اخیستل کیږي.
د ذخیروي بندونو لپاره نظر موادو جوړښت ته باید داسی موقعیت وټاکل شي چې کم مخرج ولري او د ساحې د جذب ضریب کم وي ترڅو اوبه د بند بیخ یا بلې خواته جذب ونه کړي، عموما ضحره یې سیمې چې تنګ محرج ولري او ساحه غریزه یا ضخره وي باید جوړ کړل شي.
4-خاوریني ذخیري Ponds
خاوریني ذخیري هم د باران د اوبو د ذخیره کولو لپاره د ځمکې په سطحه کې جوړیږي، نوموړي ذخیري هیڅ ډول موادو ته ضرورت نه لري او یوازې د ځمکې د سطحې په کنده کولو سره جوړیږي، نوموړي ذخیرو څخه د زراعتي سیمو په خړوبولو کې هم کته اخیستل کیږي او د کم اوبو وخت کې د زراعتي ځمکو لپاره د باران اوبه ذخیره کوي،نوموړي ذخیري د کټه اخیستنې موخې له مخې په مختلفو سیمو کې جوړیږي، خو د یادونې وړ ده داسی ځمکه باید وټاکل شي،چې په اسانۍ سره کندن کاري شي یعني نرمه خاروه لرونکي ځمکه باد ورته غوره شي.
5-ګنتوري تریسونه
کنتوری تریسونه د ویالو په څیر لښتې دي چې د نرمو غرونو او تپو یا غونډیو د میلان خلاف د کنتور په شکل سره جوړیږي او د تپې له سره څخه ښکته خواته منظم کنتوري لښتې کندل کیږي ترڅو د باران اوبه ذخیره او ځمکې لاندي اوبه ورڅخه تغذیه شي.
د ځمکې لاندي اوبه بیا د چینو او کاریزونو په شکل ښکته سیمو کې راښکاره کیږي او څښلو تر څنګ د زراعت لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، د نوموړو کنتورونو کندن په سلوب لرونکو تپه زارو سیمو کې خورا مهم او موثر دي او نه پریږدی چې د باران اوبه سطحي جریان رامنځ کړي چې په نتیجه کې ورڅخه سیلاب منځ ته راځي نو دا ډول تریسونه هم د ځمکې اوبه تغذیه کوي او د سیلاب راتللو څخه مخنیوي کوي، دیادونې وړ ده چې دا تریسونه د سیمې او تپو په شین کیدلو کې هم اهم رول لري او سیمه ورسره شنه کیږي او هوا ګرمښت کمولو کې هم موثریت رامنځ کوي.
په اخره کې ویلي شو، هغه سیمې چې میلان یې زیات وي او خاوره یې نرمه وي د ترینچ او تریسونو لپاره او هغه سیمي چې میلان کې کم وي د خاورینو ذخیري لپاره مناسبې دي او همدارنګه د سیندونو او سټریمونو کم مخرجونه د ذخیروي بندونو لپاره مناسب دي ، د مناسب موقعیت  ټاکل د په پروژې او واټر شید په اقتصادي توب کې موثریت لري او همدارنګه د واټر شید مدیریت به په منظم شکل سره ترسره شوي وي.

سرچینه

https://www.facebook.com/share/p/giz86Uugswc8T8A9/?mibextid=WC7FNe

Related Articles

جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل

په جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل: لکه څرنګه چې د بورسونو تعداد کم دی او ځینې دوستان په اقتصادی لحاظ دا وړتیا لري چې په بهر کښې په شخصي مصرف لوړې زده کړي وکړي نو ومې پتیله چې د شخصي مصارفو له لارې د لوړو زده کړو ښه او ارزانه فرصتونه درسره شریک کړم. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې په قانوني توګه اروپایي هیوادونو کښې زده کړې او تګ را تګ وکړئ. په ا...

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به د ملاریا پر لاملونو، علایمو او درملنې پوه شئ. ملاریا په ټوله نړۍ کې هر کال زرګونه تنه د همدې ناروغ...

د ناول لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی ناول په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د ناول کلمې ريښه د ايټالوي ژبې په "Novella" کلمه کې ده. ددې ويي لغوي معناوې نوی، عجيبه څيز او تازه دي.  خو په اصطلاحي توګه ويلای شو، چې ناول هغه نثري کیسې ته وايي، چې د کميت په لحاظ له رومان لنډ او له لنډې کیسې اوږد وي. ددې ژانر ریښه آن اسطورو او افسانو ته رسي؛ مګر د رنساسن په وخ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....