د قادس بند - بادغیس:
دا بند د بالامرغاب حوزې په پورتنۍ برخه کې د بادغېس ښار قلعه نو څخه ۶۰ کیلومټره لېرې جنوب لوري ته، د کلیو او پراختیا وزارت لخوا جوړېږي.
د قادس بند د اوبو زېرمه کولو، اوبو لګونې، قلعه نو او قادس اوسېدونکو ته د څښاک اوبو برابرولو لپاره د افغان حکومت په ۱۳،۸۵ میلیون ډالر بودیجه، د PIMTEK تُرکي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی.
دا بند ۲۹ متره لوړ او ۴۷ مترو په اوږدوالي ډېزاین شوی چې ۱.۸ میلیون مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. له جوړېدو وروسته د اوبو رسونې تر څنګ، ۱۴۰۰ هکټاره ځمکه هم خړوبه کړي.
دا چې د بادغېس ولایت لږ اوبه لري، اوسېدونکو یې د کارېزونو او چینو له اوبو څخه استفاده کوله. د ستونزې د حل لپاره لومړی د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، قلعه نو ښار ته څېرمه د څښاک اوبو یوه پخوانۍ ۵۰۰ مترمکعبه زېرمه ترمیم او بله نوې زېرمه د ۳۰۰۰ مترمکعب اوبو په ظرفیت جوړه کړه. چې د دې لپاره اوبه په قادس ولسوالۍ کې ۶ عمیق څاه ګان وکیندل شول او د اوبو تر زېرمو پیپونه وغځول شول. د کار دا برخه په یاد ولایت کې مېشت هسپانوی PRT ډلې تمویل کړه.
خو د قادس اوسېدونکو د اوبو لږ کېدو د اندېښنې له شکایت وروسته، حکومت اړ شو، دې ستونزې ته د حل، او همدارنګه قلعه نو ښار ته د اوبو رسونې، ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او اوبو لکونې لپاره د قادس ذخیروي بند طرحه کړي.
د قادس بند د پروژې تړون د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۸ نېټه لاسلیک، او عملي چارې یې د همدې کال په میزان کې پیل شوې. په پلان کې ده چې د ۱۴۰۲ کال تر وروستیو پورې به بشپړې شي.
نور بیا!
#دافغانستان_بندونه
https://twitter.com/assemmayar1
Related Articles
سقراط
سقراط د نړۍ لومړنی فیلسوف ګڼل کېده، کتاب یې نه دی لیکلی، ځکه په لیکلو نه پوهېده. سقراط ډېر بدرنګه وو او شاګرد يې له داسې مجسمې څخه بېلګه وړاندې کړه. که څه هم ظاهري مسخره وه، مګر دننه بیا يوه عجيبه او بی مثاله انسان وو. وتی د سقراط مور یوه قابله...
د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې
هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پ...
له خفګان څخه د خلاصون پنځه آسانه لارې چارې
ليکنه - رياض مقامزی له خفګان څخه د خلاصون لپاره ارواپوهان دغه کړنې توصیه کوي؛ نو که تاسو هم له دې ستونزې څخه کړېږئ، دا کارونه مو ستونزه ختمولای شي. • ځان بوخت وساتئ! که له خفګان څخه کړېږئ؛ نو د مهارولو تر ټولو غوره طريقه يې همدا ده، چې مصروف ش...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...