To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 11 months ago 829
د چای ترموز چونکیدا -فزیک

د چای ترموز چونکیدا -فزیک

د خوب پر مهال به حتما د تش ترموز مسلسلې چونګېدا نا ارامه کړي وی. ستونزه هغه وخت جدي شي چې ترموز تر هغې نه غلی کېږي چې سر یې خلاص نشي. 
د دې فزیکي پېښې په اړه بېلابېل نظرونه شته. ځینې فکر کوي چې کله چای له ترموز تش شي نو هلته خلا جوړه شي او د همدغه غږ پر مهال لږ لږ هوا د ترموز منځ ته ورځي څو هلته رامنځ ته شوې خلا ډکه شي. خو دا صحیح نه ده.
د لیسانس زده کړو پر مهال مو ترمودینامیک یا د تودوخې فزیک او د هغې څخه رامنځ ته شوي حرکتونه، د اشیاو انقباض او انبساط لوستل. یوه شپه د همزولو سره ناست وم چې ترموز له تشېدو وروسته غږونه پیل کړل. له همزولو مې وپوښتل ترموز ولې غږ کوي. هغو پورتنی ځواب راکړ. ما ورته وویل چې دا ځکه صحیح نه دی چې که خلا هلته وای نو د یو ځل بټن وهلو (چې د ترموز منځ ته د هوا تلو لار پرانیزي) دا تشه ډکېده او بیا اړټیا نه وه ترموز دویم او دریم ځل غږ وباسي. دوی پر خپل ځواب شکمن شول او راڅخه یې وپوښتل چې کره لامل یې څه دی؟
ما ورته لومړی د تودوخې له امله د اشیاو انقباض او انبساط تشریح کړل. چې دا خواص په هوا لا ښه عمل کوي. وروسته مې ورته وویل چې د چای اچولو پر مهال هوا ترموز ته ننوځي چې له کبله یې د چای اچولو بهیر پوکانې لري او ګیلاس کې هم ځینې وخت پاتې کېږي. ترموز ته ننوتې سړه هوا هلته رامنځ ته شوې خلا ډکوي. خو د ترموز د منځ تودوخه تازه ننوتې هوا تودوي چې له کبله یې انبساط رامنځ ته کېږي. د هوا انبساط د ترموز په سرپوښ فشار راوړي او په دې توګه هوا له ترموز بهر راوځي. دا چې د راوتو لار یې ډېره کوچنۍ او چای له کبله لمده وي، نو د هوا وتل غږ تولیدوي.
جالبه دا ده چې له څو ثانیو هوا وتلو وروسته په ترموز کې فشار تعادل ته رسيږي. په دې وخت کې ترموز نوره هوا نه وباسي او غږ هم ورسره ورک شي. وروسته چې بیا د ترموز د منځ هوا د تودوخې له کبله منبسطه شي، بیا فشار لوړ شي او د هوا وتلو لپاره زمینه برابره شي. د هوا وتلو لړۍ هغه مهال پای ته رسي چې یا د ترموز سر خلاص شي څو منبسطه شوې هوا په ازاد ډول له ترموز بهر شي او یا د ترموز منځ سوړ شي.
دې پېښه ته د شپې ډېر پام اوړي ځکه ارامي وي او لږ غږ هم زر اورېدل کېږي. که څه هم د ورځي دا فیزیکي پېښه تکرارېږي، په دې لږ توپير چې د شپې پرتله د ورځې بهرنۍ هوا تودوه وي او انبساط يې هم د تودوالي په تناسب لږ وي.
د هوا انقباص او انبساط د ټرمودینامیک علم په لومړیو کې پيژندل شوی او په نړۍ کې د صنعتي انقلاب پر مهال ورڅخه ګڼو ماشینو کې کار واخیستل شو. تر اوسه هم په ځینو مواردو کې دا پروسه کارونه لري. 
#ساینس زده کړئ!
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که تاسو دا لیکنه لولئ؛ نو بختور یئ. ځکه چې تاسو به د خپلو موخو د ترلاسه کولو پر راز پوه شئ. دا چې څنګه کولای شو، خپل هدف ترلاسه کړو، ځواب یې بېخي ساده دی. تاسو به هغه وخت خپلو موخو ته ورسېږئ، چې د قسمت په تمه ویده نه شئ، بلکې برعکس پر تدبیر او هڅو باور ولرئ. فکر وکړئ ستاسو په ستوني کې مړۍ (د ډوډۍ کپ) ونښته، ملګری مو دوه انتخ...

ایا پوهېږﺉ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟   هر څوک غواړي چې پاک او ښکلی کور ولري، د خپل کور د پاکولو لپاره له بېلابېلو موادو څخه کار اخلي چې یو له دغو موادو څخه سرکه ده. طبیعي او ارزانه سرکه د کور د وسایلو د پاکولو لپاره تر ټولو غوره او اسانه لار ده. سرکه یوه پیاوړې پاکوونکې ماده ده چې کولای شي د کور د وسایلو غوړوالی...

زما په پوهه کی د ناپوهۍ فلسفه

نه پوهیږمه، چي په څه پوهیږمه؟  که په څه پوهیږمه نو څنګه پوهیږمه، ولي پوهیږمه؟!  چا پوهه کړم، څه وخت پوهه شوم، په څه پوهه شوم، ولی پوهه شوم، څومره پوهه شوم، او څنګه پوهه شوم؟!  دا چي څنګه ناپوهه یم، په څه ناپوهه یم، څومره ناپوهه یم او ولي ناپوهه یم، هم نه پوهیږم؟ یوازي په دي پوهیږمه چي نه پوهیږم. په دي باندي زما د پوهیدلو سره، سره دا چي زه پوهی...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...