ټابلیټ K

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Oct 16, 2024
1 year ago
3,094 views
ټابلیټ K

#ټابلېټ K او د هغې زیانونه:
#ژباړه او ټولونه: #ډاکټر نوید "شرافت"
ـــــــــــــــ
لومړی راځئ پدې پوه شو چې ټابلیټK څه دي؟
ټابلیټ کا چې چې په مختلفو هیوادونو کې په مختلفو نومونو یادېږي لکه:Molly, Dizzle, Superman,Star,Dolphins,Beans,,XTC, Mandy, MDMA،Ecstacy,خو افغانستان کې په ټابلېټ K مشهورې دي.
ټابلېت کا چې کیماوي نوم یې (3,4 میتایل ډي اوکسي میتایلین امفیتامین دی)، فرمول یې (C10H13NO2) دی. د لومړي ځل لپاره په کال 1912 کې د جرمني کیمیا پوه آنټون پواسطه جوړ شول. چې په ترکیب کې یې کرسټال، هیوریین او کرسټال شمامل دي.
یاد درمل په ګڼ شمېر بهرنیو هیوادونو کې هم پراخه استعمال لري. خو اوس وخت کې دلته هم د هیواد په ګوډ ګوډ کې په ډېرې اسانۍ سره پیدا کېږي. له بده مرغه باید ووایم چې زموږ هیواد کې یې استعمال ورځ په ورځ په زیاتېدو دی، او ډېری ځوانان یې د خوښۍ په محفلونو کې استعمالوي.قیمت یې له ۲۰۰ افغانیو څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي. په هر ټابلېټ کې یې د نشه یي توکو کچه له 9 څخه تر 117 ملي ګرامه پورې رسېږي. 
داسې ویل کېږي چې یواځې په امریکا کې شاوخوا 17 میلیونه وګړي یاد درمل استعمالوي. چې تر ډېره یې د ښوونځي د عمر ځوانان دي. بله دا چې د یاد درملو له امله د مړینې زیاته کچه په سکاټلینډ کې ثبت شوې ده. یاد درمل د کپسول، ګولیو او د پوډرو په بڼه موندل کېږي.

#کله چې ټابلېټ K وخوړل شي، نو څه ډول آغېزه کوي؟
د خوړلو څخه وروسته په معده کې په چټکۍ سره له تجزیي وروسته کوچنیو کولمو ته د جذب په موخه ځي چې د وینې جریان له لارې د وجود مختلفو برخو سربېره دماغ ته هم سرایت کوي. په د ماغ کې د یو شمېر هورمونونو د افراز سبب ګرځي.لکه ډوپامین،سیروټونیڼ چې د انسان د خوښۍ لامل ګرځي. همدا راز په لیمبیک سیستم( هغه سیستم چې زموږ  حافظه، د زده کړې، او تحرکیت کنترولوي) اغېزمنوي. ورسره په دماغ کې په هایپوتلاموس د اغېزې له امله د زیاتې تودوخې لامل هم ګرځي.!

#پر وجود یې اغېزې څه دي؟
1:  د ورځنیو چارو په درست ډول نه ترسره کول.
2: د سترګو د دید کموالی
3: د غاښونو خرابېدل یا سولېدل 
4: د زړه بدوالی
5: د عضلاتو شخوالی
6:  د زړه د ضربان زیاتوالی
7: کاذبه خوشحالي
8:  د وجود تبه، خوله او لړزه
9: ګنګسیت
10: د میوزیک سره حساسیت یعنې شخص غواړي چې سندرو ته دوامداره ونڅېږي
11:  هر شخص ته د ملګري او مینې په سترګه کتل.
12:  هلوسینیشن یعنې د یو شخص،شي  یا د یو اواز احساس، خو په اصل کې دا یو هم موجود نه وي.
13: د وجود د مایعاتو ضیاع نو شخص به د خولې وچوالی او د زیاتې تندې احساس کوي.
14: نورو نشه يي توکو ته میلان
15: د وجود ستړیا او ناراحتي
داسې وېل کېږي کله چې شخص دا ګولۍ وخوري نو تر ۴۰ ساعتونو پورې بېرته اصلي حالت ته نه راګرځي.
زیات استعمال یې د شخص د روږدي کیدو سربیره: د پښتورګو خرابوالی، دماغي حجرو خرابوالی، رواني ستونزې، د خوب خرابوالی، د اشتها له منځه تلل، د حافظې خرابوالی او بالاخره د شخص د مرګ باعث ګرځي.!
ټابلېټ K له خطره ډک نشه یي درمل دي، له بده مرغه چې زموږ ګڼ شمېر هیوادوال يه ځانګړي ډول ځوانان یاد درمل په زیاته کچه استعمالوي.  نو د نشه يي توکو پر ضد او روغتیا وزارت یاده ستونزه جدي ونیسي او په مخنیوي کې یې رغنده رول ولوبوي.!

Related Articles

Jun 02, 2022
2,259 views

عادت که ضرورت

د "زرو هندارو کور" کتاب په یوه حکایت کې لیکل شوي: پاچا د خپلې ماڼۍ په باغ کې قدم واهه. یو ځای یې د یوه چمن د څنډې له ډبرینې چوکۍ سره یو عسكر وليد. پاچا پوښتنه ورنه وکړه: دلته د څه لپاره پیره یې؟ عسکر ځواب ورکر: قربان دې شم صیب، د ګارد قوماندان راته...

Oct 30, 2021
2,654 views

د ګلپپانو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ګلپيان د هغو سبزیجاتو له ډلې څخه دي، چې د انسان بدن ته ګڼې روغتيايي ګټې رسوي. تاسو به ددې لیکنې ترپایه د ګلپي په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ.  لومړی| غذايي ارزښت د سبزيجاتو، مېوو او خوړو چې څومره غذايي ارزښت لوړ وي هومره یې بدن...

Jun 10, 2025
5,807 views

د رحمان بابا د یو شعر تصوفي معنا!

ما راجمه کړل د کلي ماشومان ټول  بیا مې بوتلل وکوڅې ته جانان ټول سلامونه درنو دوستانو! یو ځل بیا درته زه سیدادریس سادات د رحمان بابا د خپرونو په لړۍ کې هرکلی وایم. نن مې درته د رحمان بابا یو بل شعر راوړی دی، دغه شعر هم لکه د نورو شعرونو په څېر ظ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,646 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,967 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...