په هر حال کې حرکت

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 11, 2024
1 year ago
1,069 views
په هر حال کې حرکت

د ثبات لرونکي نړۍ په پرتله زموږ وطن کې انقلابونه او بدلونونه یو په بل پسې ژر راغلل، دې حالت د خلکو د ژوند په ټولو برخو اغیز وکړ. په تېرو څو لسیزو کې د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ثبات نشتون د خلکو هیلې، باورونه او هڅې وننګولې. هر هغه څوک چې سیاسي واک ته رسېدلی، خپل ځانګړي ماډلونه یې وړاندې کړي، د ملکي وګړو سره د یوې ګډې ژبې او شریک هدف کمې هڅې شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت له سقوط وروسته، زموږ وطن کې یو ځل بیا لوی بدلونونه راغلل. امارت د جمهوریت ځینې قوانین بدل کړل، ځینې یې محوه کړل، او ځینې یې له بدلون پرته پرېښودل. که څه هم ځینې اقدامات د وطن په خیر وو،  خو ځینو سره یې خلکو مخالفت درلود. په دوه ښکاره کې یې یو په ښځو بندیزونه وو او بل د متقاعدینو د معاشونو په بندیز و.

په نجونو ښوونځي او زده کړې د ډیرو لپاره یو ټولنیزه ستونزه وه. زده کړې د یو فرد او ټولنې د پرمختګ لپاره حیاتي دي. د دې بندیزونو له امله، نه یوازې زده کړو ته د ښځو لاسرسی محدود شو، بلکې د ټولنې په اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ یې هم بد اغېز وکړ. د ښځو تعلیم د ټولنې د هوساینې بنسټ دی. نجونو به ژړل چې ښوونځیو ته نه پریښودل کيږي. ښوونځي، درسونه او ټولګي ترې پاتې شو.

بل خوا، د متقاعدینو معاشونه چې د هغوی د ژوند اصلي سرچینه وه، هم وځنډول شول. دا بندیز د ډېرو کورنیو اقتصادي حالت ګډوډ کړ او د رواني فشارونو لامل شو. د ژوند داسې حالتونه خلک له مایوسۍ سره مخ کوي او له ټولنې یې ګوښه کوي.

په داسې شرایطو کې، د ستونزو د ژر حل لپاره د یوې فعالې پالیسۍ اړتیا وي، خو تر هغې پورې د خلکو لپاره یو شخصي او ټولنیز چاره دا ده چې په خپل ژوند کې کوچنۍ او دوامداره هڅې جاري وساتي. د څېړنو له مخې، په سختیو کې د مثبت فکر ساتل او د کوچنیو لاسته راوړنو پر تمرکز کول د انسان د ذهني روغتیا لپاره اړین دي.

که رسمي زده کړې ممکنې نه وي، خلک کولی شي له کتابونو او د یا د پوهې له نورې ممکنه سرچینو په غیر رسمي ډول زده کړو ته مخه کړي.

هره کوچنۍ هڅه زموږ په ذهني حالت او راتلونکي باور باندې مثبت اغېز لري. که نن یو کوچنی پرمختګ وکړو، سبا ته یې پایله لویه کېدای شي.ژوند یوازې د بریا یا ماتې یوه ساده پایله نه ده، بلکې د بېلابېلو تجربو یو دوامداره مزل دی. هغه خلک چې له سختیو سره سره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، د ژوند ریښتینې ښکلا درک کوي. د زغم، هیلو او مثبت فکر په مرسته، موږ د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره یو بنسټ کېښودلی شو.

پایله
د ژوند سفر، که هر څومره پیچلی او ستونزمن وي، د زغم، هڅو او د بیا راپاڅېدو یوه ښکلې کیسه ده. زموږ ستونزې زموږ د شخصیت جوړولو برخه دي. که موږ له خپلو زخمونو سره حرکت وکړو، نو هره ورځ به د یوې نوې سبا څرک ووینو. د باور، هیلو او هڅو په وسیله، موږ کولی شو نه یوازې خپل ژوند بدل کړو، بلکې د خپلې ټولنې لپاره هم یوه مثبت بدلون راوړو. راځئ چې د سختیو او دردونو پر وړاندې د ژوند کولو هنر زده کړو، او د خپلې نړۍ لپاره د ښه راتلونکي په جوړولو کې برخه واخلو.

Related Articles

May 23, 2021
2,115 views

پاول ایلوار

د نړۍ په ادبیاتو کې پاول ایلوار یو خاص نوم دی. نوموړی د فرانسې هېواد د شلمې پېړۍ له هغو شاعرانو دی، چې د سوریالېزم د ادبي مکتب له بنسټګرو ګڼل کېږي. په دې لیکنه کې به د همدې شاعر په اړه لا ډېر پوه شئ.   پېژندنه د فرانسې ددې ستر شاعر اصلي نوم "ایوژن...

Nov 05, 2023
1,602 views

د پلستر مشخصات

د پلستر مشخصات (Specification of plastering)پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانک...

Nov 07, 2021
2,597 views

د مرچو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  که څه هم ډېری خلک "مرچ" د تریخوالي له امله نه شي خوړلای او یا یې نه خوښوي؛ مګر بیا هم ځينې خلک له مرچو سره ځانګړې مینه لري او تل یې په لېوالتیا خوري. شاید اکثریت خلک فکر وکړي، چې مرچ به کومه خاصه فایده نه لري؛ خو دا نظریه ناسمه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,975 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,185 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...