د پوهې درې اساسي مرحلې

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 12, 2024
1 year ago
1,671 views
د پوهې درې اساسي مرحلې

د ماشوم نړۍ ته راتګ د یوې تشې پاڼې په څېر دی، یو سپین کاغذ چې د ژوند چاپېریال پرې خپل اغېز پرېږدي. هغه څه چې ماشوم یې په کور، ښوونځي او ټولنه کې زده کوي، د هغه لومړنۍ پوهه او شخصیت جوړوي. دا زده کړې ښې هم کېدای شي او بدې هم، ځکه ماشوم له وړاندې د انتخاب ځواک نه لري. خو کله چې انسان ځواني ته ورسيږي، هغه په ارادي ډول د زده کړې توان ترلاسه کوي. له دې وروسته د هغه د ودې سفر خپله په انتخاباتو، تحلیل او زده کړو پورې تړلی وي.

 

کتابونه د پوهې د نړۍ لومړنۍ دروازې دي. که غواړې نړۍ درک کړې، که غواړې خپلې کمزورۍ پیاوړې کړې او که غواړې د یو ښه ژوند لپاره ښه لارې چارې زده کړې، نو کتابونه د سفر پیل دی. په کتابونو کې د زرګونو کلونو تجربې او پوهه خوندي ده. هره پوښتنه چې لرې، هره موضوع چې زده کول غواړې، هر ځواب چې دې لټولی دی، په کتابونو کې یې موندلی شې.

 

کله چې موږ کتاب لولو، زموږ د تحلیل او فکر کولو وړتیا لوړېږي. د یوه کتاب لوستل یوازې د معلوماتو ترلاسه کول نه دي؛ دا د فکر کولو تمرین دی. کتاب موږ ته مرسته کوي چې هر څه وڅېړو، خپلې زاویې ورکې پیدا کړو او د ژوند په بیلابېلو اړخونو کې خپله لاره معلومه کړو.

 

د پوهې درې مرحلې

د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د پوهې ترلاسه کولو لارې بیلابیلې دي:

   1.   لومړنۍ مرحله – کتابونه:

په پیل کې، کله چې ډېر امکانات نه لرو، کتابونه زموږ ملګري وي. ښه کتابونه لوستل موږ د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه پوهوي او د نړۍ له پرمختګونو سره بلدتیا راکوي.

   2.   دویمه مرحله –مشاهده، ګرځیدنه او سفر:

کله چې امکانات برابر شول، سفر وکړه. نړۍ وګوره، د بیلابیلو کلتورونو او خلکو تجربې ووینه، ترڅو د خپل فکر زاویې نورې هم پراخې کړې. سفر د ژوند هغه کتاب دی چې هر څپرکی یې د زده کړې نوی درس لري.

   3.   درېیمه مرحله – عملي تجربه:

تر ټولو غوره زده کړه د عمل له لارې ده. هغه څه چې دې په کتابونو کې زده کړي او د سفرونو په اوږدو کې لیدلي، په عمل کې یې تجربه کړه. ژوند هغه وخت په ریښتینې توګه زده کېږي چې خپله یې تجربه کړی.

 

پایله

د پوهې سرچینه یوازې کتابونو یا تجربو پورې تړلې نه ده، بلکې د یو انسان د زده کړې اراده غواړي. هغه څوک چې غواړي ځان بدل کړي، د کتابونو د نړۍ له حکمتونو یې پیلوي، سفرونو کې یې ګوري او ژوند کې پرې عمل کوي. نن یې له کتابونو پیل کړه، سبا سفر وکړه او بله ورځ یې عملي تجربه کړه.

Related Articles

Jan 15, 2022
1,659 views

کشران مو داسې وروزئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   دا د افغاني او پښتني کورنيو دود دی، چې کشران د مشرانو لخوا تربیه کېږي او دوی ته د ژوند، اړیکو، خبرو او نورو مواردو په هکله پوهاوی ورکول کېږي؛ مګر له بده مرغه په اکثرو کورنیو د کورنۍ هر مشر غواړي چې کشران یې د هغه په څېر شي او ی...

Oct 28, 2023
2,798 views

زړه حمله

د زړه حمله:د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه او اکسېجن ورکوي يودم بند شي. کله چې دا پېښه وشي نو د زړه هغه برخه يا ساحه چې معمولاً به نوموړي بند شوي رګ وينه ورکوله زيانمنه کيږي او يا که پخپل...

Jul 26, 2020
3,546 views

آیا داسې ستوري شته چې هیڅکله نه لویږي؟

د ځمکني لیدونکي له نظره داسې ښکاري چې د ستورو ډلې یا آسماني انځورونه د ګنبدې پر مخ پراته دي او ځمکه یې را چاپیر کړې. هغه دایره چې اصطلاحاً د آسمان استوا بلل کیږي او د ځمکې استوا شاوخوا را تاو ده، دغه ګنبده یا د کیهان کره په دوو شمالي نیم کره او سوي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,986 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,205 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,197 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...