کشران مو داسې وروزئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 15, 2022
4 years ago
1,644 views
کشران مو داسې وروزئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

دا د افغاني او پښتني کورنيو دود دی، چې کشران د مشرانو لخوا تربیه کېږي او دوی ته د ژوند، اړیکو، خبرو او نورو مواردو په هکله پوهاوی ورکول کېږي؛ مګر له بده مرغه په اکثرو کورنیو د کورنۍ هر مشر غواړي چې کشران یې د هغه په څېر شي او یا کله ناکله غلطه تربیه هم ورکول کېږي. همدارنګه ځینې وختونه مشران د کشرانو تحقیر/سپکاوی خپل حق بولي او پدې توګه د هغوی پر جرأت، وړتیا او زړورتیا خاورې اړوي. موږ همدې ستونزو ته په کتو دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو تاسو یې په عملي کولو سره د خپلو کشرانو يو ښه راتلونکی تضمین کړئ. هیله ده، چې دا لارښوونې هم پخپله عملي کړئ او هم یې له نورو ملګرو سره شریکې کړئ.  

لومړی| غیر مستقیم یې ور زده کړئ!

کشر/ماشوم ته راسا مه وایئ، چې "غلا مه کوه!". ارواپوهنه وايي چې ماشوم/کشر د تجسس تېزه قوه لري او هڅه کوي هر څه تجربه کړي. که تاسو کشر ته مستقیمې خبرې وکړئ هغه غواړي تجربه یې کړي او له هغه څه چې تاسو یې منع کوئ حتما یې ترسره کوي. ددې پر ځای غوره دا ده، چې د یوه غله کیسه ورته وکړئ. داسې کیسه چې غل پکې خپله جزا ويني. پدې توګه ماشوم ډېره ښه زده کړه کوي او هېڅکله به غلا و نه کړي. همداسې که د هر څه ور زده کول غواړئ په هماغه برخه کې یوه کیسه یا ژوندي مثالونه ورته پیدا کړئ. دا د روزنې بهترینه لاره ده.  

دویم| د ماشوم/کشر له خوا څخه لرې شئ!

په ځينو شرایطو کې باید هڅه وکړئ، چې د ماشوم له خوا څخه لرې شئ. که په کورنۍ کې د اقتصادي ستونزو په اړه غږېږئ او یا هم پخپلو کې داسې جدي مسایل بحث کوئ، چې د ماشوم له سویې ډېر لوړ وي نو لرې کېږئ. که جنګ کوئ او یا له ستونزو سره ټکوئ، نو د ماشومانو په مخ کې یې مه کوئ. داسې چارې چې ماشوم ځوروي د هغوی د فکري ګډوډۍ او نورو رواني ستونزو سبب کېدای شي.  

درېيم| د ماشومانو د فکري ګډوډۍ مخه ونیسئ!

تاسو به هم لیدلي وي، چې په ځينو کورنیو کې هر مشر غواړي چې ماشومان/کشران د هغه په خوښه تربیه شي، په داسې حال کې چې ارواپوهنه دا کار ډېر ناسم بولي. د څېړنو پر اساس داسې کشران/ماشومان له فکري ګډوډۍ سره مخ کېږي او وړتیاوې یې کمزورې کېږي. انسانی مزاجونه فرق کوي. ځینې خلک تندخویه او ځينې نور بیا آرام او منطقي وي؛ خو یو انسان دا دوه خویونه همهاله نه شي لرلای. نو څنګه به یو ماشوم وکولای شي دوه متضاد خویونه ومني او یا یې زده کړي؟ د لومړنۍ توصیې په توګه به ووایو، چې د کورنۍ د کشرانو د تربیې واک یوه کس ته ورکړئ. که تاسو هم خپل نظر شریکول غواړئ نو له هماغه کس سره یې شریک کړئ او هغه به یې ماشوم ته ور وښيي.  

څلورم| خولې یې مه بندوئ!

داسې ډېری کورنۍ پېژنو، چې له خپلو کشرانو څخه یې د خبرو کولو صلاحیت اخیستی وي. په کورنيو کې کشرانو ته د مه غږېږه!، چپ شه!، وړوکی شی یې، قد ته دې وګوره! او دې ورته نور الفاظ کارول کېږي او پدې توګه د هغوی د تفکر او جرأت وړتیاوې ځپل کېږي. د کشرانو خولې مه بندوئ! پرېږدئ چې هره خبره، نظریه او فکر په پوره جرأت بیان کړای شي. له دې ټولو لارښوونو سره ـ سره دا ټکي هم په پام کې ونیسئ.

  • ماشوم مه وهئ، بلکې په مینه او خبرو یې پوه کړئ.
  • داسې فضا برابره کړئ، چې کشر/ماشوم هره خبره وکولای شي او هېڅ ډول خبره له تاسو پټه نه کړي.
  • ماشومانو ته دروغ مه وایئ. که څه مو له وسې پوره نه وي مستقیما یې ووایئ.
  • له کشرانو/ماشومانو سره د دروغو وعدې مکوئ او مه هم ورسره چل کوئ.
  • د ماشوم ماغزه د سپينې پاڼې په څېر دی، هر څه چې لیکئ پکې لیکل کېږي نو ښې خبرې، صداقت، جرأت او له نورو سره همکاري ور وښيئ. 

Related Articles

Aug 09, 2022
2,204 views

د ځانوژنې ارواپوهنه

لیکوال - ډاکټر رامین علوی نژاد ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی  ځانوژنه پر دې پوهېدل خورا سخت کار دی، چې ولې یو ملګری، د کورنۍ غړی او یا کوم بل مشهور کس ځانوژنه کوي. آن ښايي د خطر هېڅ کومه روښانه نښه/علامه هم نه وي، چې درک یې کړو.  په اکثریتو پېښو ک...

May 30, 2023
1,323 views

د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي

د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي ډېر کسان د ځان د مدیریت او ودې لپاره د خپل فکر ټېکنالوژي کاروي. ستاسې پۀ ذهن کې ډېر څۀ موجود وي، خو پر هغې کار نۀ وي شوی او دا د فکر څرنګتیا ده، چې ستاسې لاشعور را ویښوي او د پنځؤنې لامل کېږي.هغه کسان چې د خپل فکر...

Jul 20, 2023
1,615 views

ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟

لوستل به یي کوم تاوان ونلري؛که وخت لرۍ نو ویي لولۍ! د ننګرهار ولايت مساحت د اسرایلو څخه لوي دي د اسرايلو نفوس شپېته لکه يا شپږ مليونه دي تقريبا د کابل ښار د نفوسو برابر دي.بيا نو ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟  بيا نو ولي په نړي کي در...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,523 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...