لیکوال : هارون راعون
د نړیوالو اړیکو د ریالیزم تیوري بنسټ پر دې ولاړ دی چې دولتونه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ عمل کوي، نه د اخلاقي ارزښتونو یا نړیوالو اصولو پر بنسټ. د دې تیورۍ له مخې، قدرت، امنیت، او بقا د سیاست اصلي محرکونه دي. دولتونه هڅه کوي چې خپل نفوذ پراخ کړي او سیالان تر فشار لاندې راولي.
ډونالډ ټرمپ هڅه وکړه چې ځان د سولې استازی وښيي، خو دا هڅې زیاتره له جګړو، ګواښونو او فشار سره یو ځای وې. د ریالیزم له نظره، دا یوه سمه تګلاره ده چې اول له جګړې یا د جګړې له ګواښ نه استفاده کېږي او بیا د سولې د خبرو نوښت اخیستل کېږي. ټرمپ په افغانستان، ایران، شمالي کوریا، فلسطین، او هند و پاکستان قضیو کې همدا کړنلاره تعقیب کړې: د افغانستان په مسله کې لومړی د بمبارۍ زیاتول، بیا د طالبانو سره مذاکرات؛ دا سیاست د قدرت له موقعیته خبرو ته زمینه برابره کړه. د شمالي کوریا په مسله کې له ګواښونو وروسته، درې ځله له کیم جونګ اون سره لیدنه وکړه. د ایران-اسرائیل په مسله کې د هوایي بریدونو تبادله، بیا اوربند. د هند و پاکستان په مسله کې د کرښې دواړو غاړو ته د تاوتریخوالي پر مهال د منځګړتوب هڅې.
دا ټولې کړنې دا شک پیاوړی کوي چې ټرمپ د فشار او شخړو له لارې د سولې داسې فضا رامنځته کوي چې مشري یې خپله ولري، څو د نوبل جایزې یا نړیوال حیثیت ګټلو ته زمینه برابره کړي.
وروستی اوربند، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ اعلان شو، د شاوخوا دوو اونیو جګړو وروسته راغی. د دې اوربند اصلي تضمین کوونکی امریکا او ټرمپ و. خو مهمه پوښتنه دا ده: آیا دا اوربند تلپاتې دی؟ که یوازې د لنډمهاله سیاسي امتیاز لپاره دی؟
د ریالیزم له مخې، اوربندونه نه د اخلاقي اړتیا له امله، بلکې د قدرت د تعادل لپاره ترسره کېږي. اسرائیل حکومت وویل چې خپل هدفونه یې ترلاسه کړي؛ یعنې اوربند یې د بریا پر ځای راوست. ایران بیا دا ادعا کوله چې له اوربند سره موافق یو، خو د دې شرط پر بنسټ چې بریدونه ودریږي. دا ښيي چې دواړه لوري د خپلو ملي ګټو پر بنسټ اوربند ته چمتو شول، نه د اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ.
د سولې نوبل جایزه اصلاً هغو اشخاصو ته ورکول کېږي چې د بشري ارزښتونو، جګړو پای ته رسولو او بینالمللي همکارۍ لپاره واقعي او دوامداره هڅې کړي وي. خو: ټرمپ دا جایزه د هند و پاکستان ترمنځ د «منځګړتوب» له امله غوښتله. پاکستان هغه د ۲۰۲۶ کال لپاره د نوبل جایزې نوماند ګڼي. خو هغه د جګړو پيلولو، فشار زیاتولو، او بیا د لنډمهاله اوربندونو له لارې ځان سولې ته ژمن ښکاراوه.
ریالیزم دا ډول چلندونه د مشروعو سیاسي محاسبو برخه بولي؛ یعنې د سولې هڅې باید د ملي قدرت د زیاتوالي لپاره کار وشي، نه د بشري اخلاص پر بنسټ. د ټرمپ تګلاره په عمومي ډول داسې وه: لومړی جګړه، بیا مذاکرات، بیا ځان د سولې قهرمان معرفي کول. په دې توګه، نوموړی د نړیوال سیاست په ډګر کې د قدرت د معمار رول ته تمایل درلود. دا ستراتیژي د ریالیزم له اصولو سره سمون لري، خو له اخلاقو او اصولو سره تضاد لري.
د سولې نوبل جایزه، چې باید د ارزښتونو او اخلاص تمثیل وي، د هغه لپاره یوازې یوه سیاسي امتیاز ښکارېده. ریالیزم دا ډول چلند د قدرت غوښتنې، ملي ګټو او سیاست د سختو محاسبو یوه پایله ګڼي. په پای کې، دا پوښتنه مطرح ده: که سوله د جګړې له لارې راځي، نو دا سوله څومره باثباته او دوامداره ده؟
ماخذونه
1. Barron’s. (2025, June 18). Trump Says He Isn't Looking for a Ceasefire, Doesn't Want Iran to Have Nukes.
2. BBC News (2024). Trump Declares Ceasefire Between Iran and Israel Amid Rising Tensions.
3. Beasley, Ryan K., et al. (2013). Foreign Policy in Comparative Perspective: Domestic and International Influences on State Behavior. CQ Press.
4. CBS News. (2025, June 24). Trump announces Israel-Iran ceasefire.
5. Defense Priorities. (2025, March 7). Trump’s foreign policy may be crude, but it’s realist.
6. Galtung, Johan. (1969). Violence, Peace, and Peace Research. Journal of Peace Research, Vol. 6, No. 3.
7. ResearchGate. (2024). The Impact of Realism on U.S. Foreign Policy during the Trump Presidency.
8. Reuters. (2025, June 21). Pakistan to nominate Trump for Nobel Peace Prize.
9. Snyder, Jack. (2004). One World, Rival Theories. Foreign Policy, No. 145.