To start downloading books

Please sign in or create an account.

د الیوت لنډ ژوندلیک

د الیوت لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړیوالو ادبیاتو په فهرست کې د "الیوت" نوم هم خورا روښانه دی. موږ پدې لیکنه کې تاسو د الیوت د پېژندنې، آثارو او ویناوو په اړه معلومات درکوو. د لیکنې تر پایه به یې په ښه شکل وپېژنئ.  

د الیوت لنډ ژوندلیک

د نړېوالو او په ځانګړې توګه د انګلېسي ادبیاتو ددې نامتو کره کتونکي او ليکوال پوره نوم توماس الیوت "T.S Eliot" دی. نوموړی په "۱۸۸۸ز" کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې وزېږېد. کورنۍ یې شتمنه وه؛ پلار یې سوداګر او مور یې هم یوه لوستې مېرمن وه. اليوت د خپلو همعصرو نورو لیکوالو په پرته ډېرې زدکړې کړې وې. په سمېت اکاډمۍ، هارډوارډ، اکسفورډ او سوربن پوهنتونونو کې د دوکتورا تر کچې لوړې زدکړې وکړې. د خپل ژوند په اوږدو کې یې بېلابېل مهم ادبي آثارو وپنځول، تر دې چې په شپېته کلنۍ کې یې د ادبیاتو د نوبل جايزه هم ترلاسه کړه. مهم آثار یې عبارت دي له: ویجاړ وطن، د یوې عیسوۍ ټولنې فکر، یو مجهول مدیر، جنایت په کلیسا کې، د پردیو خدایانو په لټه کې، د کره کتنې پولې او ځينې نور ... له بریالي ادبي ژوند وروسته په "۱۹۶۵ز" کال کې ومړ. د نوموړي له وصیت سره سم یې مړی وسوځول شو. د مرګ علت تر ډېره د سیګرټو څکول او د لندن ناپاکه هوا  بلل کېږي.  

نور مهم معلومات

• پنځه ويشت کلن و، چې انګلستان ته ولاړ او د هماغه ځای تابعیت یې واخست. همدارنګه خپل مذهب یې هم بدل کړ.  

• په انګلېسي، فرانسوي، لاتیني او يوناني ژبو برلاسی و.

• یو ځل ورته هارډوارډ پوهنتون د استادۍ وړاندیز وکړ؛ خو ویې نه مانه.

• شاعري او کره کتنه د نوموړي د ادبي هڅو مهم ډګرونه بلل کېږي.  

ویناوې

  • د ژوند تېرېدلو دا را وښودل، چې انسان اکثرا هغه څيزونه له لاسه ورکوي، چې له شتون څخه یې ډاډمن وي.
  • مينه غلې وي.
  • تشويش او خفګان د نوښت محصول وي.
  • هر څوک استعداد لري؛ خو په ډېرو حالاتو کې یوازې د څو دقیقو لپاره.
  • انسان ډېره رښتيا نه شي زغملای.
  • دنیا ته ټول رښتني راځي؛ خو ټول بېرته رښتيني نه ځي.
Related Articles

ژوند څه شی دی؟

وایي:  "ژوند د B څخه تر D پورې دی خو د B او D تر منځ C دی؛ نو C څه شی دی؟" ژوند د زیږون څخه تر مړینې (مرګ) پورې دی او تر منځ یې انتخاب، غوره کول او پریکړه شتون لري. زیږون/زیږېدل = B=Birth مرګ/مړینه = D=Death انتخاب/غوره کول = C=Choice ژوند د انتخابونو او پرېکړو یوه ټولګه ده، نو باید ښه ژوند وکړو! ژوند نن دی، پرون تللی دی او سبا کېدای شي هیڅ...

د خلکو په زړونو کې ځای داسې پیدا کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنه کې محبوب اوسېدل نږدې ټول انسانان خوښوي. هر انسان غواړي، چې پخپله ټولنه کې منلی شخص اوسي او خلک یې احترام وکړي؛ مګر ډېر کم خلک پوهېږي، چې څنګه د نورو په زړونو کې ځای پیدا کړي او خلکو ته ګران اوسي. ددې چارې لپاره ځينې مطلق وړیا او اسانه تګلارې شته. تاسو فقط همدا لارښوونې عملي کړئ، ان شأالله ډېر ژر به مثبتې پایلې ووینئ....

د الوبالو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی الوبالو یو له هغو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. دا مېوه د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې پيدا کېږي. خلک یې د خوند ترڅنګ د زیاتو روغتيايي ګټو لپاره هم خوري. تاسو به په دې لیکنه کې ددې مېوې پر غذايي ارزښت، روغتيايي ګټو او نورو اړوندو مسایلو پوه شئ.  د الوبالو غذايي ارزښت د مېوو روغتيايي ګټې د...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...