بې خوبي او هېښوونکي روغتيايي ستونزې

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 04, 2020
5 years ago
2,659 views
بې خوبي او هېښوونکي روغتيايي ستونزې

انسان د ژوند په اوږدو کې استراحت او منظم خوب ته اړتيا لري. که تاسو په مناسبه اندازه خوب و نه کړئ، له ګڼو وژونکو ناروغيو سره به مخ شئ. انسانان په خاصه توګه ځوانه طبقه د بنډارونو، مطالعې، بوختياوو، ستونزو او نورو بېلابېلو عواملو له کبله بې خوبي کوي. يا هم په کافي اندازه خوب نه کوي، چې ددې کار تاوان ډېر زیات دی. کوښښ وکړئ په مناسبه اندازه خوب ولرئ، تر څو روغتيا مو تضمين شي. موږ په دې لیکنه کې پر هغو زیانونو غږېږو، چې د بې خوبۍ او یا هم د کم خوب له کبله تاسو ورسره مخ کېږئ. 

 ۱. بد اخلاقي 
 پر ټولنيزو ستونزو ترسره شوې وروستۍ څېړنه ښيي، چې د بد اخلاقۍ یو له عمده عواملو څخه کم خوب دی. دوی وايي هغوی چې خوب یې منظم او یا هم کافي نه لري په اړيکو او رفتار کې له تاوتریخوالي کار اخلي. له همدې کبله دا ډول خلک خپل ټولنيز محبوبیت او شخصیت هم له لاسه ورکوي. په ټولنه کې د "بد اخلاق" په نوم پېژندل کېږي

 ۲. سر درد
 که څه هم  پوهان دې پایلې ته رسېدلي، چې د سر درد یوه وجهه بې خوبي ده، مګر لا هم نه دي بریالي شوي، چې د بې خوبۍ او سر درد اړيکه په بشپړه توګه  روښانه کړي. که تاسو هم دوامداره سر درد لرئ، کوښښ وکړئ خپل خوب منظم او بشپړ کړئ. په ډېر احتمال سره دا ستونزه مو حل کېدای شي. 

 ۳. د حافظې کمزوري
 بې خوبي په تنکيو ځوانانو کې یوه ډېره جدي موضوع ده. دوی اکثره د کمې پوهې له کبله بې خوبي کوي. خو په دې نه پوهېږي، چې له کومو ستونزو سره به مخ شي. که تاسو هم پوره خوب و نه کړئ نو ډېر ژر به د حافظې له کمزورۍ سره مخ شئ. ډېر اسانه موضوعات به نه شئ یادولای. نو خپل خوب ته خاصه پاملرنه وکړئ. 

 ۴. د وزن ډېروالی
 هغه وګړي، چې د خوب اختلالات لري او مناسب خوب نه کوي، له هورموني ګډوډۍ سره مخ کېږي. له همدې امله دوی خوړو ته ډېر تمایل پيدا کوي او هغه خواړه مصرفوي چې زیاته انرژي لري. نو د ډېر خوراک له امله دوی ډېر ژر وزن اخلي او د وينې کلسټرول تر څنګ له ګڼو نورو روغتيايي ستونزو سره مخ کېږي. 

 ۵. د سترګو د دید "نظر" کمزوي 
 بې خوبي کولای شي د سترګو نظر ته هم ډېر زیان واړوي. وروستۍ څېړنې وايي، چې که غواړئ د سترګو نظر مو تېز  پاتې شي کوښښ وکړئ مناسب خوب وکړئ. که تاسو څومره بې خوبي کوئ هومره مو د سترګو ستونزې ډېرېږي. 

 ۶. د زړه ناروغۍ
 د روغتيايي څېړنو یوه ډله دې پایلې ته رسېدلې، چې که تاسو اکثرا ۸۸ ساعته ويښ پاتې کېږئ، نو د وينې د لوړ فشار له ستونزې سره مخ کېږئ او لوړ فشار مو د زړه روغتيا په شدت سره ګواښي. همدارنګه دوی وايي: هغوی چې په شپه او ورځ کې ۴ ساعته ويده کېږي نسبت هغوی ته چې ۸ ساعته خوب کوي د زړه ضربان یې ډېر وي. له همدې کبله د دوی زړه له خطرناکو پېښو سره مخ کېدای شي. 

 ۷. سرطان
 څېړونکي لا هم په دې برخه کې څېړنې کوي، چې د بې خوبۍ او سرطان ترمنځ اړيکې پيدا کړي. خو په دې باوري دي، چې بې خوبي د انسان دفاعي ځواک هم کمزوری کوي نو په ډېر احتمال سره له همدې امله انسان په سرطان هم ژر اخته کېږي. 

 ۸. خفګان
 دانیل کانمان هغه ارواپوه دی، چې په خپل مسلک کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده. نوموړي د یوې څېړنې په ترڅ کې د ۹۰۹ هغو مېرمنو چې دندې یې درلودې د هغوی ورځني فعالیت څارنه کوله. د څېړنې پايلې وښوده، چې دوی اکثرا په هغو ورځو کې د خفګان احساس کاوه، چې بې خوبه به وې. که تاسو هم یاده ستونزه لرئ خپل خوب بشپړ کړئ. 

Related Articles

Dec 26, 2020
2,535 views

تاکیدي عبارتونه

اوسني ارواپوهان په دې نظر دي، چې دا ډول تاکیدي عبارتونه هغه هڅونکې، پاڅونکې او دعاوزمه جملې دي چې په هر وخت کې کولی شي، د انسان زیاتې رواني خلاوې ډکې کړي. د یادونې وړ ده، دلته چې کوم تاکیدي عبارتونه لولئ، د ارواپوهنې له سلګونو کتابونو او رسالو څخه غو...

Nov 16, 2020
2,298 views

شانس های اتفاقی

شانس های اتفاقی (معرفی کتاب) مصطفی عمرزی با چاپ و انتشار کتاب «احمد شاه مسعود به روایت همسرش»، آن رُخ سیاسی این پرونده نیز رونما شد که در سایه ی نیرو های خارجی، مثال ها دارد. ظاهراً نشان دادن چهره ی دیموکراتیک از تنظیم هایی که پس از سقوط طالبان، ه...

Nov 10, 2020
2,212 views

به ادامه ی خیانت ها

به ادامه ی خیانت ها (معرفی کتاب) مصطفی عمرزی زد و بند های سیاسی از سال ها به این سو، شمال افغانستان را ناامن ساخته اند. با سقوط حکومت شهید داکتر نجیب الله، ساخت انواع عمدی حکومت های محلی تا مانع اقتدار مرکزی حاکم بر کُل کشور شوند، جزو استراتیژی رو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,894 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,176 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,136 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...