په ولاړه د اوبو څښلو زيانونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 12, 2021
5 years ago
4,121 views
په ولاړه د اوبو څښلو زيانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

خواړه او اوبه هغه څه دي، چې د نه شتون په صورت کې یې انسان تر ډېره ژوندی نه شي پاتې کېدای. موږ د خپلې روغتيا او ژوندي پاتې کېدو لپاره اړ یو چې اوبه وڅښو. اوبه څښل ګڼې روغتيايي ګټې لري، خو په نامناسبه اندازه او ډول اوبه څښل ستاسو په زیان دي. زموږ په شاوخوا کې ځينې خلک په ولاړه اوبه څښي، خو په دې نه پوهېږي چې دا کار کوم زیانونه لري. موږ په دې لیکنه کې پر همدې غږېږو چې په ولاړه اوبه څښل کوم زیانونه لري. تر پايه یې ولولئ!

له علمي پلوه په ولاړه د اوبو څښل پر معدې ډېر شديده ضربه ورولي، چې دا کار د معدې په زیان دی. ممکن تاسو به هم له خپل پلار، مور او يا هم له کوم بل مشر څخه اورېدلي وي، چې لومړی کښېنئ او بیا اوبه وڅښې. دا خبرې بې حکمته نه دي، عادي یې مه ګڼئ.

په لنډ ډول به یې ووایو؛ د هغو کسانو روغتيا ته جدي ګواښ متوجه دی، چې په ولاړه د اوبو څښلو عادت لري. 

ددې کړنې د تکرار په پایله کې انسان د "GRED" په نوم پرې یوې خطرناکې ناروغۍ اخته کېدای شي. همدارنګه دا یوازینۍ ستونزه نه ده، چې تاسو به ورسره مخ شئ. د لیکنې په جریان کې به پر نورو ستونزو هم رڼا واچوو.

۱ ـ آرتریت

په ولاړه د اوبو څښل ددې سبب کېږي، چې په مفاصلو کې مو اوبه ټولې شي او له همدې امله د آرتریت (د بندونو بادي کېدلو) ناروغي پيدا کېږي. نو هڅه وکړئ، چې په ولاړه د اوبو له څښلو ځان وساتئ!

۲ ـ د معدې پر سطحې د اوبو خورېدل 

کله چې ژر ـ ژر او یا په ولاړه اوبه څښئ، اوبه په چټکۍ سره ستاسو د معدې پر سطحه پاشل کېږي. که دغه کار تکرار پيدا کوي نو په اوږدمهال کې ستاسو معدې ته ستر زیان پېښولی شي.

۳ ـ د تندې نه ماتېدنه

که په ولاړه اوبه څښئ نو په اسانۍ مو تنده نه ماتېږي. غوره ده، چې لومړی په یوه آرام ځای کې کښېنئ او بیا اوبه وڅښئ. همدارنګه هڅه وکړئ چې د اوبو کوچنۍ ګوټونه وکړئ.

۴ ـ د هاضمې نه شتون

که په ولاړه اوبه څښئ نو ستاسو معده نه شي کولای، چې خواړه په اسانۍ سره هضم کړي. برعکس په ناسته د اوبو څښل ستاسو هاضمي او عصبي سیستم آرامه کوي او په اسانۍ د هضم سبب کېږي.

۵ ـ په بډوډو کې اختلالات

په ولاړه د اوبو څښل ستاسو د پښتورګو فعالیتونه ټکنی کوي. دا ځکه چې په دې ډول د اوبو څښلو سره ستاسو پښتورګی نه شي کولای اوبه تصفیه کړي. نو ناپاکې اوبه په مثانه او پښتورګور کې جمع کېږي. چې په وروستيو کې ستاسو د بډوډو او مثانې کړنې ټکنۍ کوي.

۶ ـ د بدن اسیدي کېدل 

د بدن اسیدي کېدل کولای شي، ستاسو ځان ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي. پر همدې اساس روغتيا پالان وړانديز کوي، چې اوبه باید په ناسته وڅښل شي. کوچني ګوټونه وکړای شي.

Related Articles

Jun 15, 2021
2,805 views

که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟):

  که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟): اکثره په کلیو او بانډو کې د سپي داړلو پیښې رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، چې د تندې د لاسه سپیان آن چې لیوني کیږي او د لیوني سپي داړل یو...

Jul 17, 2022
2,119 views

How to write a summary of an Essay

A summary is a brief statement of the main points of an essay or story. To write a good summary, you need to follow certain rules. 1- A summary should be one paragraph in length.2- A summary should have a topic sentence that states the main idea of...

Mar 14, 2024
4,960 views

لمانځه احکام

د لمانځه احکام په لمانځه کې ١٤ فرض، ٧ واجب، ١٤ سنت، ١٠ مکروه او ١٤ ماتیدونکي دي. د لمانځه فرایض: په لمانځه کې فرايض ۱۴ دي اته د لمانځه نه بهر دي چې شرطونه ورته وایي او شپږ په لمانځه کې دننه دي چې رکنونه بلل کیږي. د لمانځه شرطونه:(۱)اودس کول یاتیمم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,694 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,003 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...