د ژور خپګان لاملونه،نښې ، نښانې او درملنه.

Y
Yasir Takal
Author
Jan 13, 2021
5 years ago
8,180 views
د ژور خپګان لاملونه،نښې ، نښانې او درملنه.

د ژور خپګان لاملونه،نښې ، نښانې او درملنه. ژور خفګان (depression)یوه روحې ناروغې ده چي هدف ورڅخه اوږد مهاله خفګان، درد، غم، کسالت،او زړه تنګوالی دی. خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی چې په عادي (نورمال) حالت کې خپګان د لنډې مودې لپاره دوام مومي، چې په رنځ کې نه شميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته خپګان اوکله ، کله هسې زړه تنګۍ دا د نورمال خپګان بیلګې دي خو که دغه خپګان لږ تر لږه تر دوه اوونيو وغزېږي او يا د انسان د عادي ژوند مخه ونيسي، نو بيا ناروغي ګڼل کيږي.

په دغه لیکنه کي د ژور خپګان(ډیپریشن) په لاملونو،نښو نښانو او درملنه غږیږو.

دژور خپګان (ډیپریشن)لاملونه: د خپګان اصلي لاملونه څرګند نه دي او هر څوک د ژوند په ترڅ کې له خپګان سره د بیلابیلو لاملونو له امله مخ کیدلاي شې، چې ځینې یې دلته درسره شریکوو: ــ

کورنئ ستونزې:کورنئ ستونزي او لانجې د ژور خفګان یو لوی عامل دی. که کور کې ډېري ستونزي ولرو او ورته د حل لاره پیدا نکړو نو همدا لامل ګرځې چې په ډیپریشن اخته شو. ــ

ناڅاپې بدلونونه: د انسان په ژوند کې یو ناڅاپه بدلون راتلل، چې هغه په شخصي ژوند کې وي یا د کار په برخه کې وي چې د چا په خوښه نه وي نو دا هم د خفګان سبب کیدای شي. ــ

د مینې کمښت :ډېري وګړي فکر کوي چې هیڅوک ورسره مینه نه لري خپل ځان په نورو باندې بوج فکر کوي،نو دا هم د ژور خپګان یو لامل دی. ــ

له دردوونکو حادثو سره مخامخېدل: د کورنيو غړو او خپلوانو مړينه او ژوبله، د شتمنيو، کارونو او يا ټولنيز مقام له لاسه ورکول، کورنۍ ستونزې لکه طلاق او يا هم داسې نورې ستونزې. ــ ځينې نور لاملونه هم شته چې د دې ناروغۍ د پېښېدلو چانس لوړه وي، لکه ځاني ناروغۍ کومې چې دوامداره درملنه غواړي، لکه د شکرې ناروغي، د سرطان او د زړه ناروغۍ. همداسی د ژوند د لومړنيو اړتياوو نه لرل، په مخدره توکو روږدي کېدل، د چاپېريال ککړتيا او ورسره اړوندې ستونزې او همداسې نور.

د ژور خپګان(ډیپریشن) نښې نښاني:

د خپګان احساس ،په تمایل او دلچسپیو کي د پام وړ کمښت ،د انرژۍ او توان کمښت او د سختي ستړیا احساس، پر ځان باندي د اعتماد او باور کمښت ،د ځان ملامتیا او د ګناه احساس ،د مرګ او ځان وژني فکرونه، د افکارو د متمرکز کولو مشکلات، سخته باطني بې ثباتي او یا برعکس زیات تحمل ، بې خوبي او د خوب اختلال ، په وزن او اشتها کي د پام وړ بدلونونه او نوري ډیري نښې نښاني شته چي د انسان په بدن کې د ژور خپګان د شتون خبرداري ورکوي. د ژور خپګان(ډیپریشن) درملنه: ــ دینې احکام پر ځای کړئ : تل هڅه وکړئ پنځه وخته لمونځ، تلاوت او دالله ج ذکر وکړئ، دغه کړنې مو د روح او روان د درونې ارامښت سبب ګرځې، او د ژور خپګان په له منځه تګ کې درسره تر ډیره بریده مرسته کوي.

ــ له ښو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ: هغو خلکو سره کیښنئ او تګ راتګ وکړئ چې مثبت او ښه خلک وي. ځکه دا ډول خلک پر تاسې اغیز لري او ددوی تاثیر خامخا مثبت او نیک وي.

ــ هغه چې بد لوري در کوي، ترې لرې اوسئ :هغه کړه وړه او لارې چارې په غلطو مو پام ور اړوي او ذهني ګډوډي درته پیدا کوي، له لیدو یې ځان لرې وساتئ. دې کې بربنډ فلمونه، پارونکي منفي خبرې، بدو خلکو سره ناسته او نور شیان راځي…

ــ منظم او باقاعده ورزش یا سپورټ وکړئ: کیدای شي دا ورزش هر سهار منډه، تر یوه ځایه تګ او نورو ډولونو سره وي.ورزش زموږ د خوشحالي او مصروفیت سبب کیږي، او پر جسمی سلامتۍ سربېر زموږ د روانۍ سلامتۍ سره ډیره مرسته کوي.

ــ د کار سطحه مو راښکته کړئ: د هغه څه له امله چې ستاسې لپاره خفه کوونکي وي یا سخت وي، لږ یې اندازه راکمه کړئ. که د ورځې ډیر کار کوئ او دا کار درباندې بوج وي، کوښښ وکړئ چې لږ کم کار وکړئ.

ــ په وخت او سم خوراک وکړئ :په ټاکلی او منظم ډول خوراک هم د ژور خفګان لمنځه وړلو کې زموږ سره مرسته کوي، موږ باید مایعات سبزیجات او مېوو څخه په ورځنې ډول ډیره ګټه واخلو.

ــ منظم خوب وکړئ : پروخت او منظم خوب هم د ژور خپګان په کمولو کې ډېر اغیزې لري. که منظم او پر ټاکلي وخت له اتو تر نهو ساعتونو خوب وکړئ، د ژور خپګان څخه تر ډیره ځان ساتلی شئ. غیرې منظم خوب د فکري ګډوډۍ او خپګان سبب کیږي.

ــ شیدې، شات، او مڼې وخورئ : هره ورځ په یو ګیلاس شیدو کې د شاتو ګډول او د مڼې سره یو ځاي خوړل مو په طبیعت کې زړه راښکونکی بدلون روالي چې په وسیله یې کولاۍ شي په ژور خفګان برلاسي ولرۍ.

ــ خپل فکر ته مو تغیر ورکړئ : منفي فکرونو ته باید ذهن کې ډېر ځای ورنه کړو، او ددې لپاره ښه داده چې خپل ذهن په مثبتو افکارو او خبرو بوخت وساتو.

ــ ټولنیزې اړیکې ډیري کړئ :څومره چې خپلې ټولنیزې اړیکې او د خپلو شا او خوا خپلوانو او دوستانو ملاتړ درسره زیات شي او څومره چې اجتماعي شئ هومره درڅخه ژور خپګان لري کیږي. پر دې سربیره د ډیپریشن د درملنې لپاره ګڼې نورې لارې هم شته. خو ناروغ باید له ډیپریشن څخه د وتلو لپاره پخه اراده، د معلوماتو د راټولولو جرات او د یو غوره ژوند لپاره هیلمندي ولري. او که په خپل ورځني ژوند کې ددې بدلونونو د راوستلو سربیره هم ښه نه شوئ، نو غوره ده چې د روانشناسانو سره مشوره وکړئ؛ د روانشناسانو سره مشوره او د ډیپریشن په اړه مطالعه له ناروغانو سره مرسته کوي چې ددې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې مختلفې لارې چارې زده کړي.

Related Articles

May 30, 2022
2,678 views

جنایي ناول څه ته وایي؟

جنایي ناول څه ته وایي؟ لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري   ناول د ادبیاتو د نثري برخې هغه ژانر دی، چې ډېر لوستونکي او مينوال لري. ناول د کیسې پرمختللې بڼې ته وایي.  موږ په نننۍ لیکنه کې د ناول په یوه ډول چې جنایي ناول ورته وایي خبرې کوو که تاسو هم غ...

Mar 29, 2021
2,893 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی دا ځل د فرانسې هېواد د نوبل ګټونکي ستر فلسفي ليکوال البرټ کامو “Albert Camu” په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.    “د انسان لپاره يوازې انسانيت بس دی.” انسان تل هڅه کوي، چې تر نورو مخکې شي. پرمختګ وکړي او خلک يې وستايي. که انسا...

Dec 16, 2021
4,037 views

امارت څه ډول نظام ته ویل کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له سقوط وروسته اوس په افغانستان کې ت.البان د "اسلامي ا.مارت" تر عنوان لاندې د چارو واګي په لاس کې لري. شاید تاسو ته هم دا پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول نظام دی؟ له نورو نظامونو سره څه توپیر لري...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,679 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...