To start downloading books

Please sign in or create an account.

له ګاونډیانو سره په اړيکه کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

له ګاونډیانو سره په اړيکه کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

موږ ټول انسانان ټولنيز ژوند لرو؛ پخپل ورځني ژوند کې تل له نورو سره په اړيکه کې یو. په کورنۍ، کلي، ولسوالۍ، ولایت، کارځای، مکتب، پوهنتون او ګڼو نورو ځایونو کې اړ یو، چې خبرې وکړو او اړيکې وپالو.

یو له هغو خلکو سره چې موږ ورسره ډېرې نږدې اړيکې لرو، هغه زموږ ګاونډيان دی. هڅه مو باید دا وي، چې تل له نورو سره ښه رفتار ولرو. په دې لړ کې موږ باید له خپلو ګاونډيانو سره هم ښې او دوستانه اړيکې ولرو. په دې لیکنه کې پر دې همدې موضوع خبرې شوي دي. تاسو به د لیکنې تر پايه پوه شئ، چې له خپلو ګاونډيانو سره څنګه او ولې ښې او مناسبې اړيکې ولرئ.

 

۱ ـ ديني وجيبه

لکه څنګه چې موږ او تاسو ټول مسلمانان یو، نو تر ټولو لومړی دا زموږ دیني وجيبه ده، چې له خپلو ګاونډیانو سره دوستانه اړيکې ولرو. د اسلام مبارک دين تل پر هغو موضوعاتو ټينګار کړی، چې د بشر او ټولنې په خیر وي نو ځکه خو له ګاونډيانو سره نېکې اړيکې پالل اسلامي حکم دی او جدي پاملرنه باید ورته وشي. 

په دې توګه به هم ښه ټولنيز ژوند ولرو او هم به د آخرت له ثوابه برخمن شو. نو تل هڅه وکړئ، چې د دينې وجيبې په توګه دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړئ.

 

۲ ـ وزغمئ!

ځينې وخت زموږ ګاونډيان ډېر شرپسنده خلک وي. یعنې تل به ترې ځورېږئ او ستونزې به درته جوړوي. تاسو څه فکر کوئ، په داسې وخت کې څه کول په کار دي؟

د ډېرو خلکو ځواب به دا وي، چې باید بدل واخيستل شي. خو نا! تاسو د یوه لوستي وګړي په توګه باید هېڅکله دا مفکوره و نه لرئ. کوښښ وکړئ صبر ولرئ او صابرین د الله "ج" له خاص رحمت برخمن دي. 

په سورة "والعصر" کې الله "ج" په وخت قسم یادوي، چې تاسو په تاوان کې یئ پرته له هغوی چې په حق او صبر توصیه کوي. 

ددې کار بله ګټه دا ده، چې تاسو به وکولای شئ خپل ګاونډيان تر خپلې اغېزې لاندې راولئ. ممکن له څو ځل ستونزو جوړولو وروسته وشرمېږي او په ښه لوري روان شي.

 

۳ ـ همکاري وکړئ!

تاسو تر هر څه وړاندې د خپل ګاونډ په اړه معلومات ولرئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو دا موضوع په ښه شکل سره درک کولای شئ، چې ستاسو ګاونډيان کوم ډول همکارۍ ته اړتيا لري. 

اکثره خلک له خپل ګاونډ څخه ځان نه خبروي او په نورو لرې ځايونو کې له خلکو سره همکاري کوي. حال دا چې پر تاسو لومړنی حق ستاسو د ګاونډي دی. 

کېدای شي تاسو له خپل ګاونډي سره په مالي، رواني، فزيکي او نورو برخو کې همکاري وکړئ. په دې سره به ستاسو روابط حسنه او یو بل ته د خیر رسونې پر بنسټ ولاړ وي.

 

۴ ـ د ماشومانو پر سر لانجې 

د اکثرو ګاونډيانو لانجه د ماشومانو پر سر وي. یعنې کله چې د دوو کورنيو د ماشومانو او یا تنکيو ځوانانو ترمنځ معمولي ټکر رامنځته شي، دواړه کورنۍ (ګاونډيان) له یو بل کرکه او نفرت کوي، له همدې امله د کرکې او دښمنۍ احساس پيدا کېږي. 

تاسو باید دا ومنئ، چې ستاسو ماشومان او تنکي ځوانان ممکن غلطي وکړي، خو تاسو باید هېڅکله دا خبره د زور له لارې حل نه کړئ. کوښښ وکړئ موضوع د خبرو له لارې حل و فصل کړئ. 

یوه ډېره مهمه خبره د ګاونډ له ماشومانو سره د خپلو ماشومانو د اړيکو څارل دي. تاسو باید تل دوی وڅارئ او ددوی اړيکې په ورورګلوۍ بدلې کړئ.

 

۵ ـ وخت ورکړئ!

اکثره خلک د بېلابېلو عواملو له کبله خپلو ګاونډيانو ته وخت نه ورکوي. زموږ موخه دا ده، چې تاسو کوښښ وکړئ په اونۍ او میاشت کې یو يا څو ځلې له خپلو ګاونډيانو سره کښېنئ. 

ټوکې وکړئ، مشورې وکړئ، د ژوند تجربې شریکې کړئ او په ټوله کې د یو او بل له حاله خبر شئ. ددې کړنې ګټه دا ده، چې تاسو به پر یو بل باور پيدا کړئ او کله چې باور رامنځته شي نو اړيکې حتما مناسبې کېږي.

 

۶ ـ خپل ګاونډ ته مزاحمت مه کوئ! 

په ځينو کورنيو کې لویې ستونزې وي. د ښځې او خاوند، د زوی او پلار او یا هم د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ لانجې او دعوې وي. په دې وخت کې داسې شور او غوغا جوړه وي، چې آن ګاونډيان ترې په تنګ وي.

که ستاسو په کورنۍ کې هم همدا ستونزه وي، نو باید له ځينو تګلارو ګټه واخلئ، چې ستاسو له شوره ګاونډيان مو کوم بد احساس و نه کړي. 

لومړی باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ. همدارنګه که بیا هم ستاسو غږ لوړ شي کوښښ وکړئ کوټې ته لاړ شئ او هملته مو په خبرو مشکل حل کړئ. تر څو ګاونډیان مو په عذاب نه شي. 

که ستاسو په ګاونډ کې کومه کورنۍ له یادې ستونزې سره مخ وي، لومړی خو یې وزغمئ ترڅو یاده ستونزه خپله حل کړي، خو که چاره و نه شوه نو هڅه وکړئ د یوه خیرخواه منځګړي په توګه مداخله وکړئ او خپل شکايت او عذر هم وړاندې کړئ. خو دا هغه وخت شونې ده، چې تاسو خپله دا عیب و نه لرئ او له وړاندې حسنه روابط مو ترمنځ موجود وي.

Related Articles

د ګاز نیونې پر مهال د ناروغ د ژغورلو لپاره باید څه وکړو؟

لیکنه: شکېبا نادري د ګاز نیونې پر مهال د ناروغ د ژغورلو لپارهط باید څه وکړو؟   په اوسني موسم یعنې ژمي کې خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره له بېلابېلو موادو، لکه ذغال، لرګي، ګاز او داسې نورو څخه ګټه اخلي، خو که له دغو موادو څخه د ګټې اخیستنې پر وخت غور ونه کړو، نو پایله به یې ډېره خطرناکه وي، ان زموږ د مړینې لامل هم کېدلای شي.  ګاز چې له هایډرو...

الحرم مسجد

لیکنه: شکېبا نادري، الحرام جومات   لیکنه: شکېبا نادري    د نړې له لرغونو او پخوانیو درېیو  جوماتونو، چې لومړی یې نبوي، دویم اقصا او درېیم یې الحرام جومات دی. موږ د نبوي او اقصا جوماتونو په اړه په تېرو لیکنو کې معلومات وړاندې کړل او په دې لیکنه کې غواړو چې د الحرام جومات په اړه معلومات درکړو. که تاسو هم غواړئ، د دې لرغوني او سپېڅلي جومات په اړه...

که دشپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې تر سره کړﺉ!

لیکنه: شکېبا نادري، که د شپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې ترسره کړئ!   ټول بالغ انسانان په څلور ویشت ساعتونو کې اته ساعته خوب ته اړتیا لري، خو داسې کسان شته چې په څلور ویشت ساعتونو کې پینځه یا شپږ ساعته خوب کوي، لږ خوب کول هم د روغتیا لپاره ضرر لري او هم د ورځنیو کارونو مخنیوی کوي او د بېلابېلو ستونزو لامل کېدلای شي، خو ځینو کسانو ته بیا د درملو د خو...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...