مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغې

A
Ahmad Sohib Hasrat
Author
Jan 19, 2021
5 years ago
2,334 views
مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغې

مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغې
مور یې مړه نه وه خو ولې بی هوښه شوې وه؟
بیګا یوځای مېلمه وم، له ملګرو سره مو خوندور بحث او تیریادونه یاد کړل، د شپې شاوخوا لس بجې وي، چې د کور دروازه په زوره زوره وټکول شوه، او ورسره غبرګ د ماشومانو غږونه شول او ویل یې چې « هله مور مې»« مور مې مړه شوه زر زموږ کور ته راشئ.»
ټول هک پک شول، څو کسان د ګاوڼډ کورته ورغلل خو د ماشومانو هغه غږونه او چیغې مې اوس هم‎تر غوږو کیږي. یو ساعت په تېرېدو خلک بیرته راغلل، پوښتنه مې ترې وکړه، چې خیرت وه؟ یوه ملګري مې خپل مخ پر سپیړه ووهه او په ژړه غونې غږ یې راته یې وویل، ای ای حسرت جانه! غریبي او فقر د ورک شي!
هغه وویل:« کله نا کله ژوند دومره ظالم شي، دا مو ګاونډ دی خاوند یې په خوست ولایت کې د ملي اردو سرتیری دی، دوه میاشتي درې میاشتي وروسته کور ته راځي، ښځه یې د پنځو بجو سره دلته یواځې اوسیږي. دا څو ورځي به مې د هغه مشر یوولس کلن زوی لېده چې یو یو من اوړه به یې په قرض کورته پټ پټ په یوه توره پلاستیک کې راوړل چې څوک یې پرې پوه نه شي، ځکه له خلکو شرمېده.»
ده وویل:« کور یې هم په کرایه دی پرون یې خاوند اته زره افغانۍ د یوه ملګري په لاس کور ته را لیږلې وې هغه یې څه د کور په کرایه او څه یې دوکاندارنو ته په قرض کې ورکړي او دوی ته فقط ۳۰۰ افغانۍ پاتې شوې وې. نو میرمن یې د ډیرو فکرونو اوسوچونو له امله کله نا کله داسي بی هوښه شي.»
ده راته وویل، افرین یې په وړوکو بچو سل افرین بس ټوله ورځ یې اوښکو پر مخونو لارې جوړلې کړي وي او بیا د مور سرته ژاړي، ددی سپیڅلو ماشومانو به څه وه ددومره غمونو سره.
شپه مې په ولاړو بڼو او لوڅو سترګو تیره کړه،په وجود کې مې د خوټيدلو اوبو باران پيل شو ټولو غړو کې مې د ستړیا څپي وغوړیدې او ځان سره مې وویل، چې دا درد یواځي د دغه مور درد نه ده بلکې د سلګونو نورو مېندو درد هم دي چې د دا ډول غمونو او دردونو سره لاس او ګریوان دي.
زه ملامت یم.
زه
زه
ځکه نور خلک دې داسو کېسو او خبرو بې خبره دي.

Related Articles

Dec 13, 2020
4,386 views

ځان وژنه یا خودکشي

ځان وژنه د خپلې ساه په خپله اخیستلو ته یا په خپله د خپل ژوند پای ته رسولو ته ویل کیږي. نن ورځ که دنیا هر څومره پراخه امکانات او سهولتونه لري با وجود د دي هرڅه او مختلفو سهولتونو بیاهم د نړۍ 16 سلنه وګړي په هر کال کې ځان وژنه کوي. د روغتیا د نړېوال س...

Nov 02, 2021
3,743 views

د غاښونو د چیچلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري، د غاښونو د چیچلو لاملونه     هره ناروغي بېلابېل لاملونه لري، کله چې یو انسان ناروغیږي لومړی د هغې ناروغۍ نښې یې په بدن کې معلومېږي لکه، د شکر ناروغي چې تر ټولو ښکاره نښه یې د ناروغ ډنګرېدل دي. موږ په نننۍ لیکنې کې د یوې داسې ن...

Jan 31, 2021
3,876 views

د باختري خزانې په اړه څومره پوهېږئ؟

د باختر خزانې ارزښت دده د طلا د مقدار پر اساس نه دی او دا مقدار مثلاً په کیلو ګرام باندې تلل کېږي. دا ۲۰ زره او ۶۰۰ او څو پارچې دي چې د خالصې طلا څخه جوړې شوي‌ او د باختري یونان په موده کې غالبا د کوشاني شاهانو پورې اړه لري چې له نن څخه تقریباً ۲۴۰۰...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,984 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,194 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...