د لباس او شخصيت اړيکه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 09, 2021
5 years ago
4,047 views
د لباس او شخصيت اړيکه

ډېر لږ پېښېږي چې د لباس انتخاب دې بې ګټې وي. لباس کولی شي وجود کې پټ رازونه مو نورو ته وښيي.
 ښه اوس فکر وکړئ څه څه شيان مو لباس ښکاره کولی شي؟ د لباس اغوستلو د پټو معناوو پيدا کولو لپاره لاندې پوښتنې ځواب کړئ.

 په تاسې ناوخته ده او بيړه لرئ. د کاليو المارۍ ته لاړئ، څه به انتخاب کړئ؟
 ۱_ يو پرتوګ له يوه لنډ لستوڼي لرونکي بلوز سره
 ۲_ يو رسمي دکمه لرونکی بلوز له پرتوګ او بالاپوش سره
 ۳_ يو کميس
 ۴_ يو بامزه ټي شرټ له يو کتاني پرتوګ سره

 د اول انتخاب شرحه: تاسې ته راحتي مهمه ده،د نورو خلکو د فکرونو چې ستا په باره کې ده پروا نلرئ.
 د دویم انتخاب شرحه: دویمه ټاکنه دا ښيي، چې تاسې ډيزاين او سټايل ته اهميت ورکوئ.
 د درېيمې ټاکنې توضیح: دا ښيي چې تاسې کې يو زنانه يي حس ډېر بارز ده.
 څلورم انتخاب: دا ښيي خوشاله اوسېدل او له هغه څه چې اغوستي مو دي خوند اخيستل تاسې ته اولويت لري.

 ۲_تاسې پريکړه کوي چې له نرمو رنګونو استفاده وکړئ ،کوم يو انتخابوئ؟ 
 بنفش، تور، خړ، قهوه يي؟
 د بنفش رنګ انتخاب: د لطيفې او حساسې روحيې ښکارندوی ده.
 تور رنګ:د باوقاره او جدي اوسېدلو ښکارندوی ده.
 خړ رنګ:تاسې ارام شخص ياست.
 قهوه يي: ستاسې پرانژي روحيه ښي.

 ۳_تل مو د کار په ځای کې څه اغوندي؟
 ۱- کتاني پرتوګ 
 ۲ـ اوږده جامه 
 ۳ـ ځلېدونکي کالي 
 ۴ـ رسمي کالي 

 ۱_تاسې ته راحتي مهمه ده.
 ۲_زړه مو نغواړي د نورو توجه جلب کړئ! 
 ۳_زړه مو غواړي د نورو توجه جلب کړئ
 ۴_جدي اوسېدل درته مهم دي.

 ۴_ستاسې لپاره لباس اغوستل څه معنا؟
 ۱ـ کاربردي او راحت والی
 ۲ـ د شخصيت استازيتوب
 ۳ـ ستاسو وړ
 ۴ـ خوشاله اوسېدل
 ۵ ـ خوند اخيستل

 ۵_کله مو چې د کاليو المارۍ خلاصوئ، ستاسې ډېر کالي په کوم رنګ وي؟ شين، تور، آبي، قهوه يي، خړ، سپين، روښانه رنګونه؟ 

 شين: دا رنګ په لباس کې ستاسې د قوي ارادې ښکارندوی دی، په پرېکړه کې ډېر کلک يئ،په نفس مو باور لرئ،او له نورو سره مرسته ستاسې په لومړي قدم کې ده.
 آبي: اکثره آبي پوشان ژورليد او حساس شخصيت لري او په راحتي سره خپل فکر نورو ته لېږدوي،دوی ځان ته د استفادې لپاره ژوند ښايسته کوي.
 تور: د تور رنګ لباس خوښوونکي رويايي او شاعرانه نړۍ کې ژوند کوي دوی ډېر ساده،خيرغوښتونکي او اجتماعي خلک وي.
 قهوه يي: دوی د مهرباني او محبت سمبول ده،په راحتي سره او په سختو شرايطو کې سمې پرېکړې کوي.
 خړ: دوی معمولأ ارام او په نفس باور لرونکي کسان وي ارواپوهان وايي چې دوی سرسخته او سنګدله وي خو که يې زړه ته يو ځلې لاره وکړې تل به پکې وې.
 سپين:دوی خوشدله او تل د يو ښه دوست په لټه کې وي.
 روښانه رنګونه: دوی ډېر پرانرژي وي،شااوخوا مينه شيندي که څه هم دوی تل خوشاله نه وي خو  ددوی پر انرژي توب ستاسې ټوله ورځ خوشالوي.

 ۶_کوم لباس چې اغوندئ غواړئ تنګ وي او که ازاد؟
 تنګ لباس: کوم کسان چې تنګ لباس اغوندي معمولأ مغرور کسان وي خو ښايسته او جذاب هم وي.
 آزاد لباس: کوم خلک چې ازاد کالي اغوندي دوی بښونکي کسان وي هيڅ کله حسد نکوي او ډېر دوستان لري.

 ۷_د اخيستلو لپاره روښانه او که تياره رنګه لباس خوښوئ؟
 تياره لباس:کوم خلک چې تياره لباس خوښوي  ځان غوښتونکي وي،ډېر لږ په غوسه کېږي،او د لباس په انتخاب کې ښه سليقه لري.
 روښانه لباس:کوم خلک چې روښانه لباس اغوندي دوی صادق او فداکاره وي همدارنګه شوخ طبع او سوله غوښتونکي وي.

 څه رقم د رخت ټوټه(تکه)خوښوی؟
 ۱ـ نرمه، لطيفه او مسطح ټوټه
 ۲ـ شخه او سخته ټوټه
 ۳ـ متفاوته او غير معموله ټوټه
 ۴ـ راحته ټوټه چې ډېرې ساتنې ته اړتيا ونه لري

 اول انتخاب لرونکی شخص: بارز اخلاق، ظرافت مهرباني او د ښځينه احساساتو نه ډک.
 دوهم انتخاب:بارز اخلاق،ورزشي روحيه او قوي بدن.
 دريم انتخاب:بارز اخلاق غريب دوسته او ټولو چارو په غاړه اخيستونکی.
 څلورم انتخاب:بارز اخلاق،پرانرژي،خوشاله او بې بند اوباره سبک.

 ۸_څنګه ليکنه په يوې ټوټه خوښوي؟
 واړه او ډېر ظريف عکسونه
 غير معمول او توجه جلبکوونکي په خاصه توګه له معناوو ډک
 ساده عکسونه چې ډېره توجه نه جلب کوي
 ساده خو په عين حال کې ښکاره عکسونه
 ښادې او رنګه ليکنې چې متناسب وزن ولري

 اول انتخاب:حساس شخصيت
 دوهم انتخاب:نمايشي شخصيت
 دريم انتخاب:محتاط شخصيت
 څلورم انتخاب:با وقار شخصيت
 پنځم انتخاب:خوشاله شخصيت

ټولونه او زياتونه ـ خالقداد همت

Related Articles

Feb 10, 2021
2,565 views

په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې

  ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو چې له خپلو ماشومانو سره هر ډول چلند کوئ او یا یې روزئ، مستقیماً د هغوی پر شخصیت او روان تأثیر کوي. یعنې ستاسو هره کړنه د هغوی پر روان ځانګړی اغېز لري. له ماشومانو سره په چلند، راکړه ـ ورکړه، خبرو او لوبو کې پوره غور او دق...

Jul 11, 2021
3,295 views

څو جملې څو کتابه (۴)

انسان ته کله ناکله داسې یوه کړنه، حادثه او یا وینا ورپېښه شي، چې فکر او ژوند ته یې مثبت بدلون ورکوي. البته دا داسې کړنه، پېښه او یا وينا وي، چې قوي اغېز لري او انسان ته لوی درس ورکوي. د نړۍ لویو فاتحينو له یو کوچني مېږي د همت او مېړانې درس اخیستی، هم...

Dec 03, 2020
4,550 views

د ويښتانو د وتلو لاملونه

دا چې ويښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لري، نو ځکه خو د ويښتاتو وتل یوه جدي ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د ويښتانو د وتلو علتونه وښيو.  د ويښتانو د وتلو علتونه  ۱. د تیروئید ستونزې  که په ستوني کې د تېروئيد غده د هورمونونو ت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,664 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,126 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,979 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...