ملا درد، عوامل او مخنيوی

S
Shamshad Zaheer
Author
Jul 16, 2020
5 years ago
8,464 views
ملا درد، عوامل او مخنيوی

د انسانانو ملا له عضلاتو، هډوکو، غضروفو، عصبي رشتو، وينې رګونو، ډیسک او نورو ساختمانو جوړه شوې چې په هر ساختمان کې يې هر ډول ستونزه د ملا درد سبب کيږي. د ملا درد په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي خو د عمر په زياتوالي يې د رامنځته کېدو چانس هم زياتيږي.

ډولونه يې:
د ملا درد دوه ډوله دی، يو هغه دی چې ناڅاپي رامنځته کيږي او تر ۶ اونيو دوام کوي چې په طبي اصطلاح حاد درد ورته وايې. دویم هغه دی چې دومداره وي او تر ۳ مياشتو  يا زيات وخت دوام کوي چې په طبي اصطلاح کې ورته مزمن درد وايې.

عوامل يې:

- د ملا برخه کې ضربه او زخم
- د عضلاتو سپزم يا شخي
 - د ملا د هډوکو کسر يا ماتېدل
 - د ډيسک تخريبېدل، د هرې فقرې يا مهرې ښکته او پورته غضروفي ډيسک شتون لري چې د دغه ډيسک زخمي کېدلو يا پړسېدلو په نتيجه کې په عصب فشار وارديږي او د ملا درد سبب کيږي
- له توان پورته درانده کارونه کول
- د ګردو تيږې
- پر څوکۍ د ناستې کارونو د اجرا پر مهال قات يا کاږه کېناستل
- حاملګي

اعراض او علایم:
د ملا درد لویه نښه د ملا په بېلابېلو برخو کې درد وي چې ځينې وختونه د ملا لاندې برخې او خاصرې لګن طرف ته انتشار کوي. د ملا ډيری دردونه څو ورځې وروسته په خپله جوړيږي خو کچيرې لاندې علايم ورسره وي نو بايد ډاکټر ته مراجعه وشي

- وزن له لاسه ورکول
- تبه
- د ملا پړسوب
- د ملا درد چې ښکته برخې او پښو طرف ته انتشار وکړي
- د ادرارو کولو پر مهال درد
- د خاصرې لګن، مقعد او تناسلي الې شاوخوا بې حسي رامنځته کېدل

کورنۍ درملنه
تړمې اوبه يا ګرم موام په يو لوښي کې اچول او د ملا پورې تړل، استراحت کول، په تړمو اوبو حمام کول

 

طبي درملنه

ډيری وختونه د ملا درد په استراحت سره ارامیږي خو ځينې وخت دوامداره شي چې بيا طبي يا کورنۍ درملنې ته اړتيا پيدا کوي. لومړی خو هڅه بايد وشي چې د ملا درد اصلي عامل پيدا او بيا د عامل له منځه وړلو درمل ورکړل شي.

د ملا درد کمولو لپاره د درد ضد درمل کارول لکه آیبوپروفين وغيره

د عضلاتو شخۍ له منځه وړلو لپاره د سپزم ضد درمل لکه هايوسين

کچيري دغو درملو نتيجه ورنکړه نو بيا Cortisone injections یا Botox پيچکاري ترسره کول

نوټ: دغه درمل د ډاکټر له نسخي پرته کارول جواز نلري او که په خپل سر واخيستل شي نو د ګټې پر ځای زيان رسوي.

 

د ملا درد مخنيوی:

- سپورت کول چې د ملا درد لپاره ښه سپورت د ملا او خيټې حرکات ترسره کول او همداراز د زنګونو او پښو درد مخنيوي لپاره قدم وهل او پلی تګ ګټور دي.
- هغه خواړه خوړل چې ويټامین ډي او کلسیم ولري لکه هګۍ، پنير، شيدې، مستې، ماهي غوښه او سبزيجات خوړل
- د کار کولو پر مهال په څوکۍ سيده کېناستل
- سګرټ پرېښودل
- وزن کمول

Related Articles

May 30, 2023
1,443 views

آیا Chat GPT شعور لري؟

آیا Chat GPT شعور لري؟ لیک: قریب آرین عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀ مخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غو...

Mar 18, 2024
1,107 views

ابو د ذخيري  ډيزاين

د ابو د ذخيري  ډيزاينمثال؛  په يو کلي کي چه 800 کورني په کي اوسيگي  او دهر ی کورني  داعضاوو شمير په اوسط ډول 7 کسه  دي کلني رشد يي 2% ده د هر وکړي د ابو مصرف په شپه او ورځ کي 30 ليتره ده ددغه کلي لپاره د 30 کلونو لپاره داوبو ذخيري ډيزاين کړيحل :  P0...

May 31, 2023
5,419 views

سولری بریښنا

لمريزه (سولر) بريښنا او د استفادې طريقه يي: فرض کړئ کور کې لاندي برقي وسايل لرئ پکي 2 داني 150 واټ     2*150=300 واټيخچال 1 دانه 200 واټ.              200 واټګروپونه 3 داني 20 واټ.    3*20=60 واټ د‌ کور جمله مصرف 560 واټه کيږي، ښه دغه مصرف 600 واټ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,246 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,281 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,431 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...