هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 26, 2021
5 years ago
4,493 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ژوند کې بدلون او پرمختګ د هر انسان هیله ده. خو دا بدلون دومره اسانه هم نه دی. ځکه چې تجربې د ژوند تر ټولو ښه درسونه دي. او د تجربو لپاره باید خپل عمر او وخت نذارنه کړو. موږ باید عمر تېر کړو، تر څو د ژوند په درسونو پوه شو. نو آیا ښه نه ده، چې د پخوانيو خلکو له تجربو ګټه واخلو؟ هغوی چې له موږ وړاندې یې ژوند تېر کړی او د ژوند پر ځينو رموزو پوه دي. 

په دې لیکنه کې د شکسپير له ویناوو د ژوند درسونه اخلو. د لیکنې تر  پایه به د ژوند په اړه ډېر پوه شئ.

ـ "پوچ او بې کماله سړی لکه تش لوښی ډېر شور کوي."

آيا پوهېږئ، چې له پورتنۍ جملې څخه د شکسپير موخه څه ده؟ نوموړی وايي هغوی چې ډېر غږېږي پوچ او بې کماله دي. لومړی درس یې همدا دی، چې بې کماله سړی ډېر غږېږي. حقیقت همدا دی. موږ پښتانه هم وايو، اسمان چې څومره غورېږي، هومره نه ورېږي. نو که تاسو هم ډېر غږېږئ دا په دې معنا ده چې د کوم خاص کمال خاوند نه یئ. همدا اوس خپل ځان ته فکر وکړئ، آیا ډېر غږېږئ؟ که ځواب مو هو وي نو باید خپلې خبرې لږې او عمل ډېر کړئ. بریالي خلک ډېر کم غږېږي او په مقابل کې ډېر کار کوي. د خپل ژوند بدلون له همدې کوچني ګامه پیل کړئ!  

ـ "که نړۍ له ترخو ډکه شي، زه به یې د خوږو په هیله وزغمم."

که څه هم د ناهيلۍ ستونزه په ټوله نړۍ کې عامه شوې ده، مګر بیا په ځانګړې توګه افغانان له دې ستونزې ډېر کړېږي. نو څه کول په کار دي؟

جګړې، وژنې، ترور، غلاوې او سل و شل نورې ستونزې هغه څه دي، چې زموږ ژوند یې تریخ کړی دی. مګر شکسپير وايي بیا هم باید یو څه خواږه ولرئ. چې هغه زموږ هيلې دي. تل ځان ته قناعت ورکړئ، چې هر څه به سم شي. یوه ورځ به دا ستونزې، مشکلات او جنګونه پای ومومي. یوه ورځ به ښه دنده ولرئ، کورنۍ ستونزې به حلې شي. فقط همدا هیله ولرئ او ژوند تراخه په خوږو بدل کړئ.

ـ "خدای تاته یو مخ درکړی، خو ته بل مخ غوره کوې."

پورته جمله هم عجیب درس لري. شکسپير وايي خدای یو مخ درکړی. نو همداسې یو مخی اوسه. ځکه چې دوه مخي انسانان تل بې عزته ژوند تېروي. تاسو به هم ډېر دوه مخي خلک پېژنئ، آیا هغوی ستاسو خوښېږي؟ که ځواب مو نا وي نو تاسو هم مه دوه مخي کېږئ، ځکه چې تاسو به هم د خلکو بدې شئ.

لکه څرنګه چې یئ هماغسې ځان وښيئ. هېڅ انسان بې عیبه نه دی. که عیبونه لرئ اصلاح یئ کړئ دا تر ټولو غوره خبره ده.

ـ "څومره چې صبر زیات وي، هومره دقت زیاتېږي او دقت" چې زیات شي کاميابي زیاتېږي.

په ژوند کې صبر لرل انسان د کاميابۍ تر لوړو پوړیو رسوي. نن سبا اکثره خلک وارخطا دي. دوی غواړي ژر زده کړې ختمې کړي، ژر دنده واخلي او ژر پیسې پيدا کړی. په دې کار سره ددوی فکري تمرکز ګډوډېږي او په اسانۍ خپلې موخې ته نه رسېږي. 

که تاسو غواړئ خپلو موخو ته ورسېږئ نو صبر ولرئ. عجله د شیطان کار دی. څومره چې صبر کړئ هومره به ښې پایلې وينئ. د صبر په نتیجه کې دقت رامنځته کېږي او دقت د کار ښه والی ښيي او ښه کار حتما بریالی وي. نو صبر ولرئ! صبر! 

ـ "حقیقي دوستي د غم او او سختو په ورځو کې وي."

په ژوند کې د دوستانو لرل ډېر مهم وي. که تاسو هم ښه دوستان لرئ نو بختور یئ. مګر ستونزه دا ده، چې اکثره خلک ښه دوستان نه شي پېژندلی. 

هڅه وکړئ ښه دوستان ولرئ. خو پوهېږئ ښه دوست چاته ویل کېږي؟ ځواب یې بېخي لنډ دی. ښه دوست هغه دی، چې په سخت وخت کې مو پرته له مطلبه لاسنيوی وکړي. 

همدارنګه هڅه وکړئ شناخته او دوستان سره بېل کړئ. د هر انسان په ژوند کې د پېژندګلو شمېر ډېر وي، مګر مه هېروئ، چې دوستان بیا محدوده اندازه وي.

Related Articles

Nov 02, 2021
3,734 views

د غاښونو د چیچلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري، د غاښونو د چیچلو لاملونه     هره ناروغي بېلابېل لاملونه لري، کله چې یو انسان ناروغیږي لومړی د هغې ناروغۍ نښې یې په بدن کې معلومېږي لکه، د شکر ناروغي چې تر ټولو ښکاره نښه یې د ناروغ ډنګرېدل دي. موږ په نننۍ لیکنې کې د یوې داسې ن...

Oct 06, 2021
2,105 views

د انګیلا میرکل (انګلا مرکل) لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په پرمختللو ټولنو کې مېرمنې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي. مېرمنې نیمه نړۍ تشکیلوي او ددوی مشارکت د ژوند په ټولو چارو کې خورا مهم دی. که دوی ته د زده کړو او دندو اسانتیاوې برابرې شي، نو...

Jun 27, 2022
2,180 views

دیرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ

"دېرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ :.①- په خلکو پسې کتل②- په ډکه خوله خبرې کول③- د نورو خبرې غوڅول④- فضل فروشي (ځان تر نورو پوه او غوره ښودل)⑤- په جګ غږ خبرې کول⑥- د روغبړ پر مهال ټینګ یا مړ لاس وركول⑦-...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,679 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...