برج خلیفه؛ د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 26, 2021
5 years ago
3,643 views
برج خلیفه؛ د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په اوس وخت کې دوبۍ د نړۍ یو له پرمختللو ښارونو څخه ګڼل کېږي. ګڼو دنګو ودانيو ددې ښار ښکلا څو چنده کړې ده. د شپې له خوا بېلابېلو رڼاګانو د ښار هرې برخې ته ځانګړې ښکلا وربخښلې وي. دغه ښار د نړۍ د ترټولو دنګې ودانې کوربه هم دی. دغه ودانۍ "د خلیفه برج" نومېږي. په دې لیکنه کې به یې په اړه ډېر نوي څه ولولئ.

خلیفه برج

دغه برج په "۲۰۱۰" زیږديز کال کې افتتاح شو، چې د دوبۍ ښار یې لا مشهور کړ. په لومړیو کې د "دوبۍ برج" په نوم یادېده، خو د افتتاح په مراسمو کې یې نوم بدل کړای شو او "خلیفه برج" ونومول شو.

ددې برج په اړه لومړنی د پام وړ ټکی لوړوالی دی. په اوس وخت کې د ۸۲۸ متره لوړوالي په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو هسکه ودانۍ بلل کېږي. ددې څلي لوړوالی د فرانسې دایفل برج په پرتله درې چنده زیات دی. دغه ودانۍ "۱۶۳" پوړه لري. "۲۹۵۷" د موټرو تم ځایونه او ۳۰۴ هوټلونه په کې موجود دي. ددې ترڅنګ ځينې نور ریکارډونه هم دې ودانۍ پخپل نوم ثبت کړي دي.

ریکارډونه

ـ په عمودي شکل د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ

ـ د ډېرو منزلونو درلودونکې ودانۍ

ـ هغه ودانۍ چې تر ټولو ډېر خلک پکې ځايېږي

ـ هغه ودانۍ چې ډېر پارکينګونه لري

ـ د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ

ځينې په زړه پورې حقیقتونه

ـ دغه ودانۍ پرته له دوربينه ددې ښار له هغو ساحو هم لیدلای شئ، چې د برج په ۹۵ کیلومترۍ کې پراته دي.

ـ د ودانۍ معمار امریکايي دی. آدرین سمیت نومېږي.

ـ د ودانۍ جوړېدو شپږ کاله وخت نیولی.

ـ تر بشپړېدو په کې ۱۲ زره کاریګرو کار کړی دی. 

ـ هر کال په کې د نوي کال مراسم په اورلوبو سره ترسره کېږي.

ـ ددې جشن د لیدونکو شمېر په ټوله نړۍ کې نږدې ۲ میلیارده تنو ته رسېږي.

Related Articles

May 30, 2022
2,690 views

جنایي ناول څه ته وایي؟

جنایي ناول څه ته وایي؟ لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري   ناول د ادبیاتو د نثري برخې هغه ژانر دی، چې ډېر لوستونکي او مينوال لري. ناول د کیسې پرمختللې بڼې ته وایي.  موږ په نننۍ لیکنه کې د ناول په یوه ډول چې جنایي ناول ورته وایي خبرې کوو که تاسو هم غ...

Feb 26, 2021
4,323 views

مرخېړي کومې روغتيايي ګټې لري؟

مرخیړیوته دپښتنو په بیلا بیلو سیموکې خریړي ،خامیړي ، خار میري ،خرړي ،ستوری ، دوړنګ ،ډينګرۍ، ايرړۍ،ګو بلکه ،خرمره ،مار پوچکي،خوټوری ـ خوړخوړکی ،کټوخی ـ کوړکوچک ، ځمکۍ غوښه ،پوڅکۍ ،پو چکۍ

Oct 25, 2021
2,858 views

د طعنې (پېغور) په اورېدلو مه خوابدي کيږئ!

ليکنه ـ فاطمه اعظم  د پرمختګ  او برياليتوب له شرطونو څخه يو هم د خلکو پر خبرو او طعنو غوږ نه نيول دي. ځکه په دې نړۍ کې خلک هر څه وايي او زياتره وختونه د اصلاح او هڅونې پر ځای، د ترخو او کږو لغاتونو په استعمالولو سره يو بل ته پېغورونه ورکوي. خو بايد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,194 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...