د بادرنګو ګټې او زیانونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2021
5 years ago
4,497 views
د بادرنګو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د اوړي په را نږدې کېدو سره د بادرنګو محصولات هم په ډېرېدو دي. خو آیا پوهېږئ چې بادرنګ کومې روغتيايي ګټې لري او زيانونه یې څه دي؟ د لیکنې تر پايه به ددې پوښتنو ځوابونه پيدا کړئ.

روغتيايي ګټې

بادرنګ د فیبر، املاح او ويټامين په ځانګړې توګه د سي. ويټامين یوه ښه منبع ده. د ورځې دوه بادرنګه د انسان د ویټامين سي اړتيا شپږ سلنه پوره کوي. مګر د بادرنګو پام وړ خاصيت د هغه يخوالی دی، چې په ګرم موسم (اوړي) کې ډېر ګټور وي. د بادرنګو خوړل د تازه والي احساس ورکوي، همدارنګه تر یوه بریده د ګرمۍ او تندې مخه هم نیستي. ځکه چې بادرنګ ۹۶% له اوبو جوړ دی، نو د یوه بادرنګ خوړل تقریبا له یو ګیلاس اوبو سره برابرېږي.

هېره دې نه وي، چې د بادرنګو پوستکی هم فیبر، پوتاشیم او مګنېزیم لري. له پوستکي سره د بادرنګو خوړل هغه وخت مناسب دي، چې سم پرېمینځل شوي وي او تنکي وي.

له بل پلوه ځينې روغتيا پالان پر دې باور دي، چې بادرنګ د وینې د فشار په کمولو کې هم مرسته کوي، نو ځکه خو د وینې لوړ فشار لرونکي کسان باید پخپل غذايي رژيم کې بادرنګو ته حتما ځای ورکړي.

د بادرنګو زړي هم بې کماله نه دي. د خوب د منظم والي او آرامۍ لپاره خورا اړین دي. تر څنګ یې د وینې په تصفیه کولو کې هم بې اغېزې نه دي.

له بادرنګو څخه د ګڼو نورو روغتيايي موخو لپاره هم ګټه اخیستل کېږي. د پښتورګو د دردونو آرامښت، د بندونو درد، روماتېزم، د وزن کمښت او التهاب د کنټرول لپاره هم کارول کېږي. همدارنګه د بولو د سوځېدو لپاره هم ښه درملنه ده.

زیانونه 

ـ که بادرنګ له پوستکي سره په داسې حال کې وخورئ، چې سم نه وي پرېیول شوي او یا هم تازه نه وي، نو د معدې په هضم کې ستونزه رامنځته کوي، د معدې باد پيدا کوي او ستاسو معدې ته تاوان رسوي. د هغوی چې معدې کمزورې دي، کولای شي له شهدو "شاتو" سره یې وخوري.

ـ که بادرنګ ډېر پوخ شوی وي خوړل یې ښه نه دي. ستاسو د معدې او زړه په زیان تمامېږي.

نوټ

ـ د بادرنګ د ښه هضم لپاره کولای شئ له سرکې او یا هم د زیتونو له غوړیو سره وخورئ. همدارنګه له لیمو او یا د سلاد په توګه له مالګې سره خوړل یې هم ګټور وي.

Related Articles

Sep 11, 2022
2,365 views

له [ ١٨٦٨ _ ١٩٧٣ ز کال ][ ١٢٤٦ _ ١٣٥٢ ل ]د افغانستان مطبوعاتو ته يوه لنډه کتنه

پـــــوهــــــندوي مستعلى ( نــــيازى ) ښـــــوونــې او روزنـــــــــې پـــــوهنځي تــــاريخ څانگې علمى کادر غــــړي  له [ ١٨٦٨ _ ١٩٧٣ ز کال ][ ١٢٤٦ _ ١٣٥٢ ل ]د افغانستان مطبوعاتو ته يوه لنډه کتنه لنډيز :   نوموړي علمي مقاله  کې په  افغانستان د...

Sep 17, 2023
1,349 views

Essay on Biodiversity

Khalid Razique   Biodiversity is a term made up of two words - Bio meaning Life, and Diversity meaning Variety. The term biodiversity refers to the variety of life on Earth. Plants, animals, microbes, and fungi are all examples of living species on...

Apr 09, 2022
3,984 views

درمل

لیکنه ـ وړانګه اکبر درمل یو کیمیاوي توکی دی، معمولا هر یو په خپل پیژندل شوي فورمول سره رامنځته کېږي،کله چې یو ژوندي موجود ته ورکړل شي ځینې بیولوژیکي بدلونونه پکې رامنځته کوي. درمل د دارو او دوا په نوم هم یادیږي، دناروغۍ د درملنې، د ناروغۍ د مخنیوي،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,804 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,158 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,081 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...