ګلنار بېګم څوک وه؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 13, 2021
4 years ago
3,629 views
ګلنار بېګم څوک وه؟

روا ښاده ګلنار بیګم د پښتو یوه نا متو او مشهوره سندرغاړې وه چې په ۱۹۴۲زیږدیز کال کې دافغانستان په کونړ ولایت کې دګل محمد کره زیږیدلې وه اؤ بیا په ماشومتوب کې له دخپلې کورنۍ سره د پښتونخوا دمردان شهباز ګړهې سیمې ته یې کډه کړې وه.

هغې دپښتو، فلمونو او ریډیو لپاره په زرګونو سندرې ویلي اؤ تر ننه دپښتو موسیقۍ مینه وال په دې خبره یوه خوله دې چې په ښځینه سندرغاړو کې دګلناربېګم په څیر خوږ اواز تر اوسه بل هیچا نه دی لرلی.

ګلنار بیګم د پښتونخوا په بنو سیمه کې د تیر وخت د یوې تکړه سندرغاړې ګوهر بیګم د ورور دلاورسره واده شوې وه اؤ هغې به سندرې بیخي په پرده کې ویلې .

وتلی شاعر ارواښادغازي سیال چې ګلناربیګم سره یې د ژوند ډیره برخه له نږدې نه تیره شوې ده وایي هغه چې به د سندرو ریکارډینګ ته ریډیو یا دفلم سټوډیو ته تلله نو په بورقه ( چا دري ) کې به تلله او هیچا به یې مخ نه لیده.

د ارواښاد غازي سیال صیب سره د ګلناربیګم ډیرې زړه پورې خاطرې خوندي دي، هغه په ګلناربیګم یو کتاب هم لیکلی دی چې “د سندروروح “ نومیږي .

لکه چې دمخه مووویل ګلناربیګم په زرګونو پښتو سندرې ویلي دي او دپښتوفلمي سندرې یې هم مشهورې دي.

ګلنار بیګم د۱۹۹۵ زیږدیز کال داکتوبر په لومړۍ نېټه وفات شوې او پښتونخوا په بنو سیمه کې خاوروته سپارله شوې ده. اروا دې یې ښاده وي !

دادی ددې یوه مشهوره سندره له دوستانو سره شریکوم:

زه انتظارکومه ستا دسترګو

ولې پنا ه شوې ته زما دسترګو

چې په ګلونو ددنیا کړم نظر

مثال مې نشته دآشنا دسترګو

چې په سلګو یمه یوازې نه یم

اوښکې بهیږي دهر چا له سترګو

څومره ښایست چې ستا په ستر ګو کې دی

نشته دنرګس او دلاله دسترګو

هرخواته ګورمه دنیا لټوم

نشته هغه چیرته خندا دسترګو

صدیقي خوښ دی په خلوت ددنیا

چیرته به پټ شي ددنیا دسترګو

 

لطیف یاد

Related Articles

Sep 19, 2021
2,601 views

د پیسو نړېوال صندوق

لیکنه ـ ریاض مقامزی پر کابل د تالبانو تر ولکې وروسته ګڼو سیمه ییزو او نړېوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه په موقت او یا دایمي ډول ودرول. په دې لړ کې د پیسو نړېوال صندوق هم پرون اعلان وکړ، چې له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډوي. په دې معنا چې د...

Nov 06, 2021
3,035 views

څنګه د سپینو زرو له اصل توب څخه ځان ډاډه کړو؟

 لیکنه: شکېبا نادري، څنګه د سپینو زرو له اصل توب څخه ځان ډاډه کړو؟ دا ښکاره خبره ده چې د ښځینه وو ګاڼې ډېر خوښېږي، که هغه سره زر وي، که سپین زر وي او یا د غمیو شیان وي، خو په اوس مهال کې د سرو زرو بیه دوه برابره لوړه شوې ده او ډېری خلک د دې وس نه لر...

Nov 04, 2020
4,071 views

فرهنگ پشتو

فرهنگ پشتو پژوهش و نگارش مصطفی عمرزی بحث در زمینه ی «فرهنگ پشتو»، پیش از همه مستلزم نگرش در زمینه ی تاریخ پشتون هاست؛ زیرا کمال تبارز قومی زمانی تبارز می کند که اقوام، موفق به تاسیس کشور می شوند. در واقع امتیار پشتون ها در این هم شمرده می شود که در...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,870 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,118 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...