هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 07, 2021
4 years ago
2,985 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

دا ځل به د انګلستان د لوی اديب او انځورګر ويليام بليک په ويناوو کې د ژوند درسونه وپلټو. د ليکنې تر پايه به ډېر نوي څه زده کړئ.

 

د يو دښمن بخښل، د يوه دوست تر بخښلو ډېر اسانه دی.

انسان د ژوند په اوږدو کې له مختلفو خلکو سره مخ کېږي، له ځينو سره د خولې او له ځينو نورو سره يې د زړه اړيکې جوړې شي. هغوی چې له زړه ګران وي، ملګري وي. دا به تاسو هم تجربه کړې وي، چې د دوست بخښل ډېر سخت وي. ځکه چې له ملګرو د بدو پر ځای د ښو تمه کېږي، مګر کله چې ملګری بد درسره وکړي، انسان ډېر ناهيلی کېږي. او دا د انسان په فطرت پورې اړه لري، چې د توقع خلاف کار باندې ډېر دردېږي. خو څه فکر کوئ؟ ددې وينا موخه څه ده؟ آيا دوستان و نه بخښو؟

نا! هېڅکله هم نا! د ويليام موخه دا ده، چې تاسو به هم حتما د نورو ملګري يئ، نو هڅه وکړئ، خپل ملګري خفه نه کړئ، ګنې بخښل به مو ستونزمن وي. هڅه وکړئ، تل وفادار اوسئ او نورو ته خير ورسوئ.

 

هڅه وکړه، د غم او بدمرغۍ پر ځای د نېکمرغۍ او خوشحالۍ خبرې زياتې په ژبه راوړې.

د انسان د خفګان او ناهيلي ډېر سببونه موجود دي. يو له هغو لاملونو د غم او د خفګان د وخت په اړه خبرې کول دي. د افغانستان په څېر هېواد کې ژوند، په رښتيا هم سخت دی. هره ورځ وژنې، جنګونه، لوږه او سل نورې بدبختۍ زموږ او ستاسو روحي سکون ختموي. نو په داسې ماحول کې تل خپلې خوږې خاطرې له خلکو سره شريکې کړئ. تل د پرمختګونو په اړه وغږېږئ، هڅه وکړئ د خوښۍ کيسې مو وکړئ او په ذهن کې وګرځوئ. په دې توګه به ذهني آرامي وساتئ.

 

په خپل دوست ته په غوسه وم، کله مې چې هغه ته د خپلې غوسې وويل، قهر مې ختم شو.

موږ او تاسو په ټولنه کې ډېر خلک پېژنو، چې ټول زموږ ملګري نه دي. زموږ اکثره ځوانان د شناخت او ملګرو ترمنځ توپير نه شي کولای او له پېژندګلو هم د ملګري په اندازه تمه لري. هڅه وکړئ، خپل ملګري او پېژندګلو ترمنځ پولې واضحې کړئ. ستاسو به پوښتنه دا وي، چې ملګری څنګه وپېژنو؟

نورې خبرې ډېرې، چې ملګری بايد کوم خصوصيات ولري، خو هغوی چې تاسو ورته غوسه وئ او په ليدو مو غوسه ختمه شوه، يا هم تاسو ته غوسه وو او ستاسو په ليدو وخاندي پوه شئ، چې له یو بل سره مينه لرئ.

همدارنګه ددې وينا بله مهمه برخه يو بل پيغام دی. له دې وينا بله موخه دا ده، چې هېڅکله په زړه کې خبرې مه ساتئ، پټې خبرې، شک زېږوي او شک د اړيکو د خرابېدو سبب کېږي. که هر چاته غوسه يئ او يا هم په اړه يې قضاوت کوئ، کوښښ وکړئ لومړی ترې وپوښتئ او خبرې ورسره وکړئ، ترڅو شته شکونه او بدګمانۍ له منځه لاړې شي.

Related Articles

Nov 13, 2021
2,454 views

د حرا غار

لیکنه: شکېبا نادري، د حرا غار  سعودي عربستان چې د اسلام د دین د سپېڅلو ځایونو مرکز یې بللای شو، دا هېواد د مسلمانانو لپاره یو با ارزښته هېواد دی په ځانکړي توګه په دې هېواد کې د مکې او مدینې ښارونه چې د اسلام د دین بنسټ پکې اېښودل شوی دی او د اسلام د...

Sep 16, 2021
3,544 views

د آیفون دیارلس ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  آیفون هغه موبایلونو دي چې د اپل شرکت یې تولیدوي. د ښې کیمرې، قوي امنیتي سیسټم او نورو ځانګړنو له کبله یې نرخونه (قیمتونه) د نورو کمپنيو د موبایلونو په پرتله لوړ وي. مګر نړۍ ده، د هر څيز خپل مینه وال وي. هغوی چې له موبایلونو سره...

Oct 04, 2021
1,776 views

د کرونا ضد درمل جوړ شول

 ليکنه ـ ریاض مقامزی  کرونا هغه ناروغي ده، چې په څه کم دوو کلونو کې، د نړۍ په لر او بر کې سلګونه زره انسانان ووژل. ددې وژونکې ناروغۍ د مړینې ارقام ځکه لوړ وو، چې د مخنیوي لپاره یې واکسین او معالجې ته یې درمل نه وو. همدارنګه ددې وایروس بدلېدونکې بڼه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,794 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,155 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,075 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...