هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 07, 2021
4 years ago
2,987 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

دا ځل به د انګلستان د لوی اديب او انځورګر ويليام بليک په ويناوو کې د ژوند درسونه وپلټو. د ليکنې تر پايه به ډېر نوي څه زده کړئ.

 

د يو دښمن بخښل، د يوه دوست تر بخښلو ډېر اسانه دی.

انسان د ژوند په اوږدو کې له مختلفو خلکو سره مخ کېږي، له ځينو سره د خولې او له ځينو نورو سره يې د زړه اړيکې جوړې شي. هغوی چې له زړه ګران وي، ملګري وي. دا به تاسو هم تجربه کړې وي، چې د دوست بخښل ډېر سخت وي. ځکه چې له ملګرو د بدو پر ځای د ښو تمه کېږي، مګر کله چې ملګری بد درسره وکړي، انسان ډېر ناهيلی کېږي. او دا د انسان په فطرت پورې اړه لري، چې د توقع خلاف کار باندې ډېر دردېږي. خو څه فکر کوئ؟ ددې وينا موخه څه ده؟ آيا دوستان و نه بخښو؟

نا! هېڅکله هم نا! د ويليام موخه دا ده، چې تاسو به هم حتما د نورو ملګري يئ، نو هڅه وکړئ، خپل ملګري خفه نه کړئ، ګنې بخښل به مو ستونزمن وي. هڅه وکړئ، تل وفادار اوسئ او نورو ته خير ورسوئ.

 

هڅه وکړه، د غم او بدمرغۍ پر ځای د نېکمرغۍ او خوشحالۍ خبرې زياتې په ژبه راوړې.

د انسان د خفګان او ناهيلي ډېر سببونه موجود دي. يو له هغو لاملونو د غم او د خفګان د وخت په اړه خبرې کول دي. د افغانستان په څېر هېواد کې ژوند، په رښتيا هم سخت دی. هره ورځ وژنې، جنګونه، لوږه او سل نورې بدبختۍ زموږ او ستاسو روحي سکون ختموي. نو په داسې ماحول کې تل خپلې خوږې خاطرې له خلکو سره شريکې کړئ. تل د پرمختګونو په اړه وغږېږئ، هڅه وکړئ د خوښۍ کيسې مو وکړئ او په ذهن کې وګرځوئ. په دې توګه به ذهني آرامي وساتئ.

 

په خپل دوست ته په غوسه وم، کله مې چې هغه ته د خپلې غوسې وويل، قهر مې ختم شو.

موږ او تاسو په ټولنه کې ډېر خلک پېژنو، چې ټول زموږ ملګري نه دي. زموږ اکثره ځوانان د شناخت او ملګرو ترمنځ توپير نه شي کولای او له پېژندګلو هم د ملګري په اندازه تمه لري. هڅه وکړئ، خپل ملګري او پېژندګلو ترمنځ پولې واضحې کړئ. ستاسو به پوښتنه دا وي، چې ملګری څنګه وپېژنو؟

نورې خبرې ډېرې، چې ملګری بايد کوم خصوصيات ولري، خو هغوی چې تاسو ورته غوسه وئ او په ليدو مو غوسه ختمه شوه، يا هم تاسو ته غوسه وو او ستاسو په ليدو وخاندي پوه شئ، چې له یو بل سره مينه لرئ.

همدارنګه ددې وينا بله مهمه برخه يو بل پيغام دی. له دې وينا بله موخه دا ده، چې هېڅکله په زړه کې خبرې مه ساتئ، پټې خبرې، شک زېږوي او شک د اړيکو د خرابېدو سبب کېږي. که هر چاته غوسه يئ او يا هم په اړه يې قضاوت کوئ، کوښښ وکړئ لومړی ترې وپوښتئ او خبرې ورسره وکړئ، ترڅو شته شکونه او بدګمانۍ له منځه لاړې شي.

Related Articles

Apr 03, 2024
1,940 views

صد سوال انجنیری

صد سوال انجنیری:۱.به طورعموم ميل به چند نوع است، نام گرفته و ميل مجاز سرك در كوتل ها، تپه ها و بلندی ها چند فيصد محاسبه می گردد؟جواب: به طور عموم چهار نوع ميل وجود دارد كه عبارتند از : 1- ميل نشيبي. 2- ميل بلندي. 3- ميل طولي. 4- ميل عرضي.۲.ميل مجاز س...

Jun 02, 2023
2,796 views

تهداب ډولونه

د تهداب ډولونهپه عموم کې تهدابونه په دوه ډوله دي1) سطحي تهدابونه  Shallow foundations2) عمقي تهدابونه Deep foundations 1) سطحي تهدابونه : - کله چي د کوم تهداب عرض له ارتفاع څخه زیات وي دې ډول تهدابونو ته سطحي تهدابونه وایي. چي په لاندي ډولونو باندي...

Jun 25, 2025
1,155 views

د سولې له لارې جګړه که د جګړې له لارې سوله؟ د ټرمپ سیاست د ریالیزم له دریڅې

لیکوال : هارون راعون د نړیوالو اړیکو د ریالیزم تیوري بنسټ پر دې ولاړ دی چې دولتونه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ عمل کوي، نه د اخلاقي ارزښتونو یا نړیوالو اصولو پر بنسټ. د دې تیورۍ له مخې، قدرت، امنیت، او بقا د سیاست اصلي محرکونه دي. دولتونه هڅه کوي چې خپل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,822 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,162 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,095 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...