د جنایت ملکه وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 12, 2021
4 years ago
2,379 views
د جنایت ملکه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ادبي نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپل قلمي قوت ښودلی. یو له دې مېرمنو اګاتا کریسټي ده. ددې لیکنې تر پایه به د نوموړې په اړه لا ډېر معلومات حاصل کړئ. 

 

پېژندنه

د نړۍ په ښځينه لیکوالو کې د نوموړې په څېر ډېرې کمې مېرمنې پيدا کېږي، چې هومره شهرت ترلاسه کړي. بشپړ نوم یې اګاتا کریسټي "Agatha Christie" دی. په "۱۸۹۰م" کال کې یې، د انګلستان په دون شایر سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. د خپلې کورنۍ کشرۍ نجلۍ وه. له ښوونځي وړاندې یې له خپلې مور څخه زده کړې وکړې. اګاتا په دې اړه ویلي: "له خپلې مور څخه مې په کور کې رنګارنګ کارونه، اشپزي او نور درسونه زده کړل."

آغلې اګاتا په "۱۹۱۵م" کال کې، کله چې نوموړې ۲۵ کلنه وه د هوايي ځواک له یو افسر سره واده وکړ. خو داسې برېښي چې له خاوند سره یې اړیکې ډېرې خرابې وې او د ژوند ډېرې بدې خاطرې یې ځنې درلودې. د خپل ژوند د بدو خاطرو په اړه لیکي: "په ۱۹۲۶م کال مې خپل مور له لاسه ورکړه، په همدې کال بله ښځه زما پر مېړه مئينه شوه. له همدې امله مې د خاوند کور د تل لپاره پرېښود. د تېښتې پر مهال د رواني نا آرامۍ له کبله مې ټکر وکړ. همدې ټکر راته د میرګیانو ناوغي پيدا کړه." 

له دې ستونزو وروسته نوموړې د اکسفورډ پوهنتون له استاد سره واده کوي او له خپلې دې اړيکې ډېره راضي ښکاري. اګاتا د پولیسو ناولونو په لیکلو کې ځانکړی استعداد درلود، نو ځکه خو د جنایت ملکه "Queen of Crim" لقب ورکړل شو.

آغلې اګاتا د خپل بریالي ادبي ژوند په بهیر کې ۷۸ پولیسي ناولونه، ۱۹ ډرامې او یو شمېر شعرونه ولیکل. همدارنګه ګڼې جایزې یې هم ترلاسه کړې. د مشهورو آثارو له جملې یې د "سپين آس"، "د الفبأ په ترتیب وژنه"، "پټ دښمن"، "قتل په اورګاډي کې" او ځينې نور د یادولو دي. 

نوموړې له کامیاب ادبي ژوند وروسته په "۱۹۷۶م" کال کې د "۸۶" کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

Related Articles

Jul 29, 2020
3,525 views

د مڼو ۱۳ حیرانونکې روغتیایي ګټې

ا لازمه نه ده چې تاسو دې ډاکټر ووسئ تر څو د مڼو پر ټول روغتیایي ګټو خبر شئ. تاسو کولای شئ مڼې له پوټکو سره وخورئ ځکه دې مڼو پوټکې هم روغتیایي ګټې لري د مڼو خوړلو ګټې بې اندازې دي خو مونږ دلته په دې مطلب کې تاسو ته د مڼو ۱۳ ګټې درجه بندي کړي دي  همدا...

Feb 26, 2021
3,627 views

برج خلیفه؛ د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ

ژباړه ـ ریاض مقامزی په اوس وخت کې دوبۍ د نړۍ یو له پرمختللو ښارونو څخه ګڼل کېږي. ګڼو دنګو ودانيو ددې ښار ښکلا څو چنده کړې ده. د شپې له خوا بېلابېلو رڼاګانو د ښار هرې برخې ته ځانګړې ښکلا وربخښلې وي. دغه ښار د نړۍ د ترټولو دنګې ودانې کوربه هم دی. دغه...

May 28, 2023
1,165 views

جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل

په جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل: لکه څرنګه چې د بورسونو تعداد کم دی او ځینې دوستان په اقتصادی لحاظ دا وړتیا لري چې په بهر کښې په شخصي مصرف لوړې زده کړي وکړي نو ومې پتیله چې د شخصي مصارفو له لارې د لوړو زده کړو ښه او ارزانه فرصتونه درسره شریک ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,776 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,148 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,060 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...