د شهدو (شاتو) روغتیايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 17, 2021
4 years ago
4,865 views
د شهدو (شاتو) روغتیايي ګټې

شات چې ځینې خلک یې گبين او شهد هم بولي (په انگرېزي کې ورته Honey) او په عربی کې ورته عسل  وا یي يو ډول خوندور، خوشبویه او خواږه   خواړه دي چې د شاتو د مچیو په وسیله په طبيعي توگه له گلانو  راټولېږي.

دشاتو او دشاتو دمچیویادونه د قرآن  شریف د(النحل )په سوره کې   په دې ډول شوې ده : 

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ﴿۶۸﴾ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ 

ژباړه : او خدای دشاتومچۍ ته وحی وکړه چې په غرونو ، ونو او لوړو ځایونوکې واوسیږئ او خوږې میوې او خوشبویه ګلانو  شیره او زوښه وخورئ او ددغومیوو اوګلانو له منځه خوږ شربت ترلاسه کیږي چې خلکو لره شفاده .

که دشاتو دګټې اخیستنې تاریخ ته کتنه وشي نو جوته به شي چې دشاتو نه ګټه اخیستنه  دحضرت عیسي مسیح له زیږیدو ۲۶ زره کلونه دمخه هم  په لرغوني مصر  کې رواج درلود.

په لرغوني یونان کې هم طبیبانو اوحکیمانو ناروغانو ته دشاتو دخوړلو سپارښتنه کوله .

شات یا ګبین مقوي خواړه دي او رنګارنګ قندونه ، پروټین ، پوتاشیم ،سوډیم ، اوسپنه  اوبېلابیل وایټامینونه لري .

هغه څوک چې غواړي د شاتو مچۍ وروزي بايد پخوا تر روزلو ديو بل مچۍ روزنكي شخص نه چې دشاتو دمچیو  دروزلو عملي تجربې ولري د مچيو د روزلو په اړه معلومات تر لاسه كړي. 

که څوک دشاتو مچۍ وروزي نو داقتصاددپیاوړتیا او کار روزګار لپاره ښه دنده ده.دشاتو مچۍ په لنډ وخت كې په توليد او عايد پيل كوي او لږې پانګې ته 

 ته اړتيالري.ځمكه وال  او هغوی چې ځمکې نلري دواړه كولی شي د شاتو مچې وروزي.له نېکه مرغه اوس په افغانستان کې دشاتو دمچیو روزلو ته ډېره پاملرنه شوې ده او خلک له دغې لارې دخپل اقتصاد په وده کې ډیرې لاسته راوړنې  لري . 

په اوسني وخت کې دنړۍ دشاتو ستر  صادروونکي هیوادونه دادي :

 چین، ترکیه، آرجنټینا ، ایران ،دامریکې متحده ایالتونه ، اوکراین،  روسیه، ایران او  هند.

دشاتو ګټې : 

شات د عصري او یوناني طب له نظره لاندینۍ ګټې لري : 

۱- دټوخي ، بلغمو او برنشیت لپاره ګټور دي .

۲- دمعدې دپیاوړتیا سره مرسته کوي .

۳- دبې خوبۍ لپاره ګټور دي .

۴- که وخوړل شي دبدن دالهتاب اوپړسوب سره مرسته کوي .

۵- دهرډول زیانمنو  بکټریاوو په وړاندې مقابله کولی شي 

۶-جنسی ځواک پیاوړی کوي.

۷-که دبادامو او غوزانو سره وخوړل شي نو حافظه پیاوړې کوي .

۸-دزړه دناروغیو سره مرسته کوي .

۹- دپښتورګو او مثانې په ناروغیوکې ګټور دي .

که دلیمو او اوبو سره یوه کاچغه (کاشوغه) شات ګډ کړئ نونزله او زکام ته ګټور دي .

خو په یاد ولرئ چې دشاتو ډیر خوړل دهغو ناروغانو لپاره ښه نه دي چې دشکرې په ناروغۍ اخته دي .

لطیف یاد

Related Articles

Jan 17, 2022
1,867 views

کابریکا - څلورمه برخه

د سوچ کولو وخت نه ؤ بې باکه د کور په لور ور روان شول، څو شیبې وروسته ورسیدل سلیمان زړه نا زړه د کور دروازه ټک ټک کړه، په لومړۍ ځل دروازه خلاصه نه شوه بیا یې دروازه ټک ټک کړه، شیبه وروسته د پښو د قدمونو شړنګهاار تر غوږ شو سلیمان له ځانه سره وویل:- په...

Mar 30, 2022
2,200 views

خېټه مو داسې کوچنۍ کړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی په انسانانو کې د وزن له ډېرښت سره د بدن د نورو برخو ترڅنګ د خېټې لویوالی هم تر سترګو کېږي. په دې معنا چې د خېټې برخه هم لويېږي. د خېټې غټېدل نه یوازې دا چې د روغتيا ته زیان لري، بلکې د انسان ښکلا هم ننګوي. تاسو به په دې لیکنه کې...

Apr 05, 2022
1,825 views

د سالمې روژه لپاره لارښوونې

په روژه میاشت کې انسان له ځینو روغتیایي ستونزو لکه؛ کم خوبي، ډیهایډرېشن، سردرد او… نورو سره مخ کیږي چې سبب یې نا سالمه خوراک او د خوړلو پر وخت بې پروایي ده، دلته د سالمې روژې لپاره ځینې لارښوونې دي:   ۱: پیشلمي ( سحري) ضرور وخورئ! څنګه چې وایي : “...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,765 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,051 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...